د امت لوياندیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابو حنیفه رحمه الله وصیت- (۱۰) – د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب

لیکوال: حامد افغان

د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب

د امام ابوحنیفه رحمه الله د وصیت په ترڅ کې ځیني مهم موضوعات په تفصیل سره رااخلم او له هغو نه د ناروغ پوښتنې موضوع هم ده په دې باندي مي په نهمه برخه کې هم خبرې کړې وې او دلته یې په فضیلت او ادابو خبره غځوو.

د ناروغ په پوښتنه اسلام زیات ټینګار کړی ده ځکه په دې سره ټولنیزې اړیکې ځواکمنې کیږي او د انسانانو تر منځ مینه زیاتیږي، ځکه اسلام د ناروغ د پوښتنې ګڼ شمیر فضيلتونه او ثوابونه بیان کړي دي او څرنګه چې دا موضوع له ناروغ سره تړاو لري نو باریکه او حساسه موضوع ده او له دې امله یې ځانګړي اداب بیان شوي دي، لومړی یې په ثوابونو او فضیلتونو خبره کوو او وروسته یې اداب او اخلاق را اخلو.

د ناروغ د پوښتنې ثوابونه

1- د ناروغ په پوښتنه سره د الله مرسته او معيت ترلاسه کیږي، لکه د مسلم د یوه اوږده حدیث په پیل کې راغلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: الله به د اخرت په ورځ ووایې: ای بنیادمه! زه ناروغ شوی وم خو تا مي د ناروغي پوښتنه نه وه کړې، بنيادم به ورته ووایي: ما به څنګه ستا د ناروغي پوښتنه کوله ته خو رب العلمین یې، الله به ورته ووایي: ایا ته نه پوهیدلی چې زما فلان بنده ناروغ شوی و تا یې د ناروغي پوښتنه نه وکړه که تا د هغه پوښتنه کړې وی زه به دي د هغه خواته موندلی وم، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:إِنَّ اللهَ ، عَزَّ وَجَلَّ ، يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ : يَا ابْنَ آدَمَ ، مَرِضْتُ فَلَمْ تَعُدْنِي ، قَالَ : يَا رَبِّ ، كَيْفَ أَعُودُكَ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ، قَالَ : أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ عَبْدِي فُلاَنًا مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ ، أَمَا عَلِمْتَ أَنَّكَ لَوْ عُدْتَهُ لَوَجَدْتَنِي عِنْدَهُ . أخرجه البخاري في “الأدب المفرد” 517 و”مسلم” 6648 و”ابن حِبَّان” 269 و944.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایې: علماو ویلي دي چې دلته د الله مراد د بنده ناروغي وه خو د خپل بنده د کرامت او شرافت لامله یې په پیل کې ځان ته منسوب کړه: “مرضت فلم تعدني” او د (وَجَدْتنِي عِنْده ) معنا دا ده چې د ناروغ د پوښتنې ثواب او کرامت به دي موندلی و. شرح صحيح مسلم 8/371. او امام المناوي رحمه الله وایي: د ناروغ د پوښتنې په اړه راغلي: لوجدتني عنده، او د نورو کارونو لکه چاته خواړه یا اوبه ورکولو په باره کې دا اسلوب بدل شوی دی ځکه د ناروغ د پوښتنې ثواب له هغو دواړو زیات ده. فيض القدير 2/312.

2- د ناروغ په پوښتونکي ملایکې رحمتونه وابې، او د مغفرت دعاوې ورته کوي، ابوفاخته وایي: زه علي له لاسه ونیولم او راته کړه یې راځه د حسن د ناروغي پوښتنه وکړو، موږ چې ورغلو ابوموسي هم هغلته ناستو و. علي علیه السلام ورته وویل: یا ابو موسي د ناروغي پوښتنې ته راغلی یې او که ملاقات ته؟ هغه ورته وویل: دناروغي پوښتنې ته، نو علي ورته وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مي اوریدلي ویل یې: هر مسلمان چې په سهار کې د مسلمان د ناروغي پوښتنه وکړي تر بیګا پوري اویا زره ملایکې رحمتونه پرې وایي او که په ماښام کې یې پوښتنه وکړي تر سهاره پوري اویا زره ملایکې رحمتونه پرې وایي، او په جنت کې به یې د خورماو باغ وي. عنْ أَبِي فَاخِتَةَ ، قَالَ : أَخَذَ عَلِيٌّ بِيَدِي ، قَالَ : انْطَلِقْ بِنَا إِلَى الْحَسَنِ نَعُودُهُ ، فَوَجَدْنَا عِنْدَهُ أَبَا مُوسَى ، فَقَالَ عَلِيٌّ ، عَلَيْهِ السَّلاَمُ : أَعَائِدًا جِئْتَ ، يَا أَبَا مُوسَى ، أَمْ زَائِرًا ؟ فَقَالَ : لاَ ، بَلْ عَائِدًا ، فَقَالَ عَلِيٌّ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:مَامِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً ، إِلاَّ صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ ، حَتَّى يُمْسِيَ ، وَإِنْ عَادَهُ عَشِيَّةً ، إِلاَّ صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ ، حَتَّى يُصْبِحَ ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الْجَنَّةِ. أخرجه أحمد 1/91 (702) و”التِّرمِذي” 969.

3- د ناروغ د پوښتنې په مهال د الله رحمت او مغفرت نازلیږي، دلته څو روایات رااخلو، جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مي اوریدلي ویل یې: څوک چې د ناروغ پوښتنه وکړي په رحمت کې ډوب شي، کله چې له ناروغ سره کښېني په رحمت کې ښه استقرار ونیسي. عن عُمَر بن الحَكَم بن رافع الأَنْصَارِي ، قال : سَمِعْتُ جابرَ بنَ عَبْد اللهِ ، قال : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:مَنْ عَادَ مَرِيضًا ، خَاضَ فِي الرَّحْمَةِ ، حَتَّى إِذَا قَعَدَ اسْتَقَرَّ فِيهَا.أخرجه البُخَارِي ، في (الأدب المفرد) 522.

مروان ابن ابي داود وایي: زه انس بن مالک ته ورغلم ورته ومي ویل: ای ابو حمزه! ځای لیري دی او ستا د ناروغي پوښتنه خوند راکوي، هغه سر راپورته کړ او ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مي اوريدلي ویل یې: هر سړی چې د ناروغ پوښتنه کوي هغه په رحمت کې ډوبیږي، کله چې د ناروغ خواته کښېني نو په رحمت کې پټ شي، مروان وایې: ما ورته وویل دا اجر خو د هغه روغ له پاره ده چې د ناروغ پوښتنه کوي د ناروغ له پاره څه شی دي؟ هغه راته وویل: د ناروغ ګناهونه توییږي. عَنْ مَرْوَانَ بْنَ أَبِي دَاوُدَ ، قَالَ : أَتَيْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ ، فَقُلْتُ : يَا أَبَا حَمْزَةَ، إِنَّ الْمَكَانَ بَعِيدٌ ، وَنَحْنُ يُعْجِبُنَا أَنْ نَعُودَكَ ، فَرَفَعَ رَأْسَهُ ، فَقَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:أَيُّمَا رَجُلٍ يَعُودُ مَرِيضًا ، فَإِنَّمَا يَخُوضُ فِي الرَّحْمَةِ ، فَإِذَا قَعَدَ عِنْدَ الْمَرِيضِ غَمَرَتْهُ الرَّحْمَةُ ، قَالَ : فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللهِ ، هَذَا لِلصَّحِيحِ الَّذِي يَعُودُ الْمَرِيضَ ، فَالْمَرِيضُ مَا لَهُ ؟ قَالَ : تُحَطُّ عَنْهُ ذُنُوبُهُ.أخرجه أحمد 3/174(12813).

ابوهريره رضی الله عنه وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تاسو کې نن چا روژه نیولې وه؟ ابوبکر وویل: ما نیولې وه، هغه وویل: په تاسو کې نن چا جنازه کړې ده؟ ابوبکر وویل: ما، هغه وویل په تاسو کې نن چا مسکین ته خواړه ورکړي دي؟ ابوبکر وویل: ما، هغه وویل: په تاسو کې نن چا د ناروغ پوښتنه کړې ده؟ ابوبکر وویل: ما، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا ټول کارونه چې هر چا یو ځای کړي وي هغه به خامخا جنت ته داخليږي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ صَائِمًا . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . قَالَ فَمَنْ تَبِعَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ جَنَازَةً . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . قَالَ فَمَنْ أَطْعَمَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ مِسْكِينًا . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . قَالَ فَمَنْ عَادَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ مَرِيضًا . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَا اجْتَمَعْنَ في امْرِئٍ إِلاَّ دَخَلَ الْجَنَّة. أخرجه البخاري في الأدب المفرد (515) و”مسلم” 3/92 و7/110 .

4- د ناروغ پوښتونکی به نیکمرغه او په نعمتونو کې وي، هغه چې د ناروغ پوښتنې ته روان وي د جنت په باغونو کې مزل کوي او ځان ته جنت برابروي، رسول الله صلی لله علیه وسلم وایي: مسلمان چې د خپل مسلمان ورور د ناروغي پوښتنه کوي د راګرځیدلو تر وخته د جنت د میوو د ترلاسه کولو په حالت کې وي، عَنْ ثَوْبَانَ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ:إِنَّ الْمُسْلِمَ إِذَا عَادَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ ، لَمْ يَزَلْ فِي خُرْفَةِ الْجَنَّةِ ، حَتَّى يَرْجِعَ.أخرجه أحمد 5/276(22731) و”مسلم” 8/12(6643) .

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: کله چې مسلمان د خپل ورور د ناروغي پوښتنې ته ورشي او یا لیدلو او حال پوښتنې ته ورشي الله جل جلاله ورته وایي: ډیر ښه کوې، او دا تګ دي ډیر ښه ده او ځان ته دي په جنت کې کور تیار کړ. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:إِذَا عَادَ الْمُسْلِمُ أَخَاهُ ، أَوْ زَارَهُ ، قَالَ اللهُ ، عَزَّ وَجَلَّ : طِبْتَ وَطَابَ مَمْشَاكَ ، وَتَبَوَّأْتَ فِي الْجَنَّةِ مَنْزِلاً.- أخرجه أحمد 2/326(8308) و”البُخاري” في “الأدب المفرد” 345 و”ابن ماجة” 1443 .

5- د ناروغ د پوښتنې په برکت پوښتونکي ته د الله نعمتونه معلوميږي او د هغو اعتراف به کوي، وایي: عائشي رضی الله عنها ته یو سړی ورغی او ورته ویې ویل: ای د مومنانو مورې! زه ناروغ یم ستاسره دوا شته؟ هغې ورته وویل: څه ناروغي لرې؟ هغه وویل: د زړه سختي، هغې ورته وویل: دا ډیره بده ناروغي ده، خو ستا دوایې د ناروغانو په پوښتنه، جنازه او د مرګ په یادولو کې ده، بستان الواعظين ورياض السامعين لابن الجوزي. 146. او طبعاً د ناروغ په لیدلو سره سړي هسړي روغ صورت نعمت معلوم شي او خامخا د الله په نعمتونو شکر اوباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x