خبرتیاوی او پیغامونه

د نیکمرغه لوی اختر مبارکي – د حامد افغان پیغام

کاش نن مي له نږ دې له خپلو ټولو لوستوالو سره اختر مبارکي کړې وی، له هر یوه سره مي د مینې خبرې کړې وی او هر یو مي په مینه پاللی وی، خو له وسه مو نه کیږې او د اختر مبارکي هم د نړیوال جال (انټرننیټ) له لارې درته ډالۍ کوم، ټولو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم، اختر مو بختور شه او ټول ژوند مو اختر شه، او د دنیا او اخرت خوښۍ مو نصیب شه.

زه “حامد افغان” د نن ټکی اسیا موقرې او درنې ویب پاڼې په دیني او ټولینزه برخه کې دا ډیره موده ستاسو خدمت ته د اړوند برخو معلومات ترتیبوم الحمدلله لوستوال یې خوښوي او الله دي وکړي د مسلمانانو د ګټې وړ وګرځي، او له الله نه د لا زیات توفیق غوښتونکی یم، بده به نه وي که د نن ټکی اسیا له درنو لوستوالو سره د انټر نیټ له لارې د دې کار په اړه لاندي وضاحت وړاندي کړم. او اوږده موده له دې له لارې د خپلو معلوماتو وړاندي کولو مجبوریت او معذرت درته وړاندي کوم.

په دې کې شک نشته چې خلکو ته مخامخ دیني معلومات وړاندي کول، ټولنیزې مشورې او د خلکو پر ستونزو خبرې اترې ورسره کول ډیرې خوندورې او ګټورې وي، خو زموږ د هیواد حالات تاسو درنو هیوادوالو ته ښه معلوم دي، زموږ خلک دې بدو حالاتو، اقتصادي ستونزو او نورو مشکلاتو له خپل ګران ټاټوبي لري کړي او د نړۍ مختلفو سیمو ته رسولي دي متاسفانه زه هم ډیره موده له هیواده لرې او په سفر یم.. نو نشو کولی له خلکو سره مخامخ په اړیکه کې شو.

خو الحمد لله له دې ټولو ستونزو سره بیا هم د نویو وسایلو په برکت خپلو خلکو ته له خپل وس سره سم د یو څه کولو په کوښښ بوخت یو، الله دې د خلکو د ګټې وړ وګرځوي او الله دي هغه ورځې هم رانږدې کړي چې د خپلو ګرانو هيوادوالو په منځ کې واوسو، او د نیټ د نړۍ له دې مجهولې فضا را ووځو. یو ځل بیا هم اختر مبارک الله مو قربانۍ او ټول عبادات قبول کړه او الله دي وکړي دا اختر زموږ د ولس او ټولو مسلمانانو د خوښيو اختر وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x