fbpx

دايمي اډې، كه دايم جنګ ؟؟ لیکنه: محيب رحمتي

us_army_baseپه ۱۹۴۱ ميلادي كال د دسمبر پر اوومه جاپان د امريكا پرل هاربر بندرګاه باندي ناڅاپه، ځكه بريد وكړ او له منځه يې يو وړه، چې امريكا د جاپان په دښمنانو وسلې پلوري، د جاپان دې حملې خبره ورانه كړه، او امريكا مخامخ د جاپان سره په جګړه پيل وكړ، له دې وروسته امريكا، برتانيا او روس په ګډه هغه پوځي محاذ رامنځته كړ، چې په تاريخ كې د اتحادي ځواكونو (allied powers)

  په نامه سره يادېږي، دې پوځي اتحاد جاپان ته سخت تاوان واړاوه، امريكا د ۱۹۴۵ ميلادي كال د اګست په ۱۴ مياشت كې د جاپان په دوو سترو صنعتي ښارونو هيروشيما او ناګاساكي باندي په نړۍ كې په لومړي ځل ايټمي بم وغورځاوه، چې په ترڅ كې يې دواړه ښارونه او د جاپان پوځي ځواك تر خارو لاندي كړ، پرل هاربر باندي د جاپان بريد د جاپان تر ټولو ستره تېروتنه وه

 جاپان هوښياري وكړه، پر ځاى د دې چې له امريكا سره په سر كېوزي، ماته يې ومنله، وسله يې په ځمكه كېښوده، هغوى ته يې ځان تسليم كړ او يوالى يې ورسره وكړ.

جاپان ته دې ماتي ستره بريا ور په برخه كړه، له جګړې يې لاس واخيست د پوهي او صنعت په لاره كې يې هڅي پيل كړې.

نن موږ وينو چې جاپان په نړۍ كې د اقتصاد، صنعت، ټيكنالوژۍ او په نورو برخو كې ستر هيواد دى.

خو زموږ په هيواد كې هر څه برعكس روان دي، نه ماته منو او نه پر مختګ كولاى سو، له دېرش كلني جګړې مو هيڅ پند وا نه خيست، روسانو په افغانستان يرغل وكړ، روسان وتو ته اړ كړاى سول، روسان ووتل په افغانستان كې جګړه همداسي روانه پاته سوه، هيچا يې د پاى ته رسولو هڅه ونه كړه، همدا راز نړيوالو هم په افغانستان كې د رواني جګړې ننداره كوله،  په كابل كي د خپل منځي جګړو بازار لا تود سو، خلك مهاجرت ته اړ سول.

په ۲۰۰۱ ميلادي كال امريكا په افغانستان حمله وكړه، طالبان مات سول، په بن كي غونډه جوړه سوه، هغه وعدې چې له خلكو سره وسوې عملي نه سوې، خلك ترې زړه توري سول، لويه جرګه جوړه سوه، حامد كرزي بيا ځان كانديد كړ، يو ځل بيا ولسمشر شو، د طالبانو جنګونه ورځ تر بلي مخ په زياتېدو دي

تر 2004 ميلادي كال پوري په افغانستان كي امنيتي حالات ښه و، حكومتي چارواكي به لري پرتو سيمو ته تلل، هلته به يې غونډي كولې، د هيواد لويي لاري جوړي سوې، په افغانستان كې پانګونه وسوه، زيات شمېر كډوال بيرته هيواد ته ستانه سول .

خو له ۲۰۰۴ ميلادي كال وروسته بيرته جګړو زور واخيست،  امريكايانو په افغانستان كې د جګړې پاى ته رسولو هڅه ونه كړه، نه يې افغان ملي اردو نه پوليس په پښو ودرول .

د دايمي اډو خبري زور اخستى دى، امريكا په ښكاره د اډو غوښتنه نه ده كړې، خو په پټه د اډو په غوښتنه ټينګار كوي

د دايمي اډو غوښتنه په داسي حال كې كيږي، چي د ولسي جرګې پخواني غړي  دا ادعا كوي چي امريكايانو طالبانو ته په زابل او هلمند كي وسلې وركوي، د راپورونو له مخي كله چي امريكايانو د وايټ وايګل ولسوالي پرېښوده، هلته يې ځني وسلې هم پرې ايښې وې، چي وسلوالو تر لاسه كړې دي،  يو شمير ولسي وګړي هم د دې پخلى كوي، چي موخه يې د جنګ جاري ساتل دي

په دې ترڅ كي ولسمشر كرزي هم ويلي دي چي موږ امريكايانو ته شرطونه ايښي دي، چي له هغوى څخه يو په افغانستان كي سوله راوستل او دوهم د اقتصاد ښه كول دي، بل خوا ايران او روس هم د دايمي اډو په وركولو سره خپله اندېښنه څرګنده كړې ده، چي كېداى شي په دايمي اډو وركولو سره د ګاونډيو لاسونه له افغانستان څخه لنډ شي، نو ځكه يې د تل په شان خپل مخالفت يو ځل بيا څرګند كړ

امريكايانو هم د ستراتېژيكو اړيكو يو سند افغان حكومت ته سپارلى دى، چي ولسمشر كرزي ويلي موږ يې په كتنه بوخت يو، خو بل خوا ولسمشر كرزي دا هم و ويل چي امريكا ته د دايمي اډو وركولو لپاره به لويه جرګه راوغواړي، چي لوى جرګې څنګه پرېكړه وكړه هغسي به كيږي، د مشرانو جرګې هم د لويي جرګې ملاتړ كړى دى، خو بل خوا بيا ډاكټر عبدالله عبدالله د لوى جرګې راغوښتلو سره مخالفت كړى دى

د لوى جرګې په اړه ځيني ستونزي په مخ كي پرتې دي،چي آيا په دې لويه جرګه كي به د افغانستان د ټولو سيمو خلك ګډون وكړي؟ نه، هيڅكله هم نه، ځكه، چي ډېرى خلك اوس هم د وسلوالو طالبانو تر واك لاندي سيمو كي ژوند كوي، هغوى نه سي كولاى چي په لويه جرګه كي ګډون وكړي .

ځيني ولسي وګړي په دې نظر دي چي امريكا ته دايمي اډې وركول، افغانستان د اشغال په مانا ده، خو داسي نه ده، ځكه د يوه رپورټ له مخي امريكا دا مهال د نړۍ په ۱۵۹ هيوادونو كي ښكاره اډې لري، او په لكونو پوځيان په كي تم دي، هغه پټي اډې چي لري يې د هغوى په اړه تر اوسه كوم معلومات نه دي تر لاسه سوي، او همدا رنګه امريكا په ځينو خپلواكو هيوادونو كي لكه، جاپان، جرمني، سعودي او نور ډېرو هيوادونو كي دايمي اډې لري، دا په دې مانا نه ده چي ګواګي امريكا هغه هيوادونه اشغال كړي دي . ویلای سو چي واشنګټن نن د نړۍ په ۸۰ ٪ برخه کي پوځي اډې لری او د ا ټولي سیمي د هغوی تر څارني لاندی دي .

خو دا به په راتلونكې لويه جرګه كي څرګنده سي، چي لويه جرګه امريكا ته په دايمي اډو وركولو سره  په افغانستان كي، د ګاونډيو هيوادونو لاس وهنه او جګړې ته لمن وهل بندول غواړي، كنه؟ او په افغانستان كي د سولي او امن په راوستو سره دايمي اډې وركوي كنه ؟

دا به هم څرګنده سي چي د افغانستان حكومت امريكا ته په دايمي اډو وركولو سره په افغانستان كي، د جاپان په شان له ښه فكر كار ا خلي او كه نه؟ او كه همدې جګړې ته د امريكا تر سيوري لاندي ادامه وركول غواړي ؟ او كه همداسي د ګاونډيو هيوادونو تر منت لاندي ژوند غوره ګڼي

 كه لږ نور پسي ور تېر سو افغانستان د يو كونډي په شان دى، چي تل د لېورو سره په جنګ وي، كونډه مجبوره ده چي مېړه وكړي، اوس به معلومه سي چي كونډه ده خپلو بچو د آينده په جوړولو سره مېړه كوي، او كه خپل بچي همداسي په لېورونو او تربورو رټي

كه په لويه جرګه كي اډې رد سي جګړې به نور هم زور واخلي، او همسايګان به بې له وېري له وسلوالو سره مرستي زياتي كړي، او همدا راز به امريكا په بل لاس جګړو ته زور وركړي، چي افغان حكومت بې له كوم شرط دايمي اډو وركولو ته تيار كړي.

محیب رحمتي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د