نظــر

ملت ته د نوی ارگ، پخوانيو زورواکانو او پاټکسالارو اختريزه ډالی!

لیکوال: حبيب الله غمخور

درنو هيوادوالو!  مانه غوښتل دلوي اختر  پر دريمه داډول ليکنه وکړم ، خو وجدان راته دچوپتيا اجازه نه راکوي .

د اختر ورځی دي هريو پدې عنعنه کي مصروف یو ،خو ددې سره مې همدا شېبه دټول افغانستان  ويب پاڼې ته سر ورښکاره او دا شرموونکی اوحيرانوونکی خبر مې ولوست ، په لوستو یې حيران پاته سوم او له  اشرف غني نه مې دملت پرستونی پدې بڼه دپښې ايښودلو ارزو نلرل  .
حيران پاته سوم  چي دا کار ډاکتر اشرف غنی  احمدزی  اود ده دملي تفاهم دحاکميت مشرانو چې بېشمېرو  یې  پر کرزی  دا ديارلس  کاله بې کچې نيوکي درلودې ، دا ټول ولس ورنه ناراز وو، دده په برکت افغانستان دهيروېنودتوليد اوپټی سوداگری اودولت یې په فساد دککړتيا له امله د ټولي نړۍ په کچه  څو ځله لمړی هيواد بلل سوی .
دا چې د کرزی د کورنۍ له غړو نېولی او د ده په حاکميت  کي دشريکو او ترحمايي لاندي کسانو لخوا چي دا دۍ يوځل بيا به له خيره موږ  ته د نوی حاکميت دچارواکو په توگه راپېژ ندل کيږي د افغان ولس کريږي ، نارې اوچغې ترآسمانه پورته سوې ، له دې ملت سره هغه ناروارچي د کرزی  مشرتابه اوحمايه  د دولتی چارواکو لخوا سوې تاريخ یې نه پيژنی .

ghamkhor
لیکوال: حبیب الله غمخور

ددې ټولو ناخوالو اوافغان ولس سره دظلم اوستم په پايله کښي ددې پرځاي چې په حقيقت کي دا ټول بايد که عدالت پلي کيږي ؟ دظلم او فساد پر خلاف  مبارزه  په رښتيا سره په عملی بڼه د اشرف غني او د هغه د چاپيريال عملي شعاروي ، نو د کابل نړيوال ډگر چې پدې نامه نړيوال شهرت لري د يوه داسي کس په نوم نومول کېدل چې  ملت لا ورسره د حساب وخت ندی پيدا کړی ، نه يوازي دا چي  ملي تېروتنه ده ، افغانان خو څه  کوې  بلکې بهرنيان  هم پرې خاندي .
پدې موږ پوهيږو تر څو چې همدا پخوانی چارواکي وي اشرف غنی به هغه څه کوی چې دوي ورته وايي او کرزی دغو ټولو ته دومره خدمت کړی چې هيچا ودوي ته ندی کړی ، دوي دولتی واک په خوب نه ليده او په اقتصادي لحاظ یې هيڅ نلرل ، پدې ۱۳ کلونو کي دهمدې کرزی د بېساري حمايي اوملاتړ په برکت مليارډران سول اودجمعي شپې په دوبۍ او مرکزی اسيا هيوادونو کي دعياشی لپاره تيروی .
که دا ډول پريکړی وي دکابل بانک د مسلې رښتيانی راسپړل به هم ناشونی اود سياسی  لحاظه  يوه ناکامه راپيل سوې  دتيروتنې ډکه ناکامه لوبه وي .
داهم هغه دردونکی خبر چي دمليونو افغانانو د نفرت وړ گرځی :
http://www.tolafghanistan.com/
03.10.2014

——————–

دکابل نړيوال هوايي ډګر د حامد کرزي په نامه ونومول شو
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه وکړه او د دې غونډې په ترڅ کې يې د کابل نړيوال هوايي ډګر، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر په نامه نومول کېدو فيصله وکړه.
دغه غونډه چې پرون په ارګ کې د وزيرانو شورا له خوا د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ ترسره شوې وه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خدمتونو ستاينه وشوه او د ده د خدماتو د قدرداني په توګه يې د کابل نړيوال ډګر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نامه ونوماوه.
په نړۍ کې يو دود دی چې نړيوال هوايي ډګرونه د هغه چا په نامه کوي چې يوه هېواد ته يې ډېر خدمت کړی وي. په ګاونډي هېواد پاکستان کې، د پېښور نړيوال هوايي ډګر د باچا خان هوايي ډګر په نامه يادېږي. د همدې له پاره د کابينې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د حامد کرزي د ښو خدمتونو په اساس د کابل نړيوال هوايي ډګر د هغه په نوم نومولو منظور دى.
د وزيرانو شورا غونډې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارلې چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

———————————

ما له ځان سره پرېکړه کړې وه چې دښاغلی اشرف غني پر وړو وړو تيروتنو به ددې په خاطرچې ددولتی مشرتابه تجربه نلری اوله يو شمير کړاونو اوجنجالونو سره دې مقام ته ورسول سو تريوه وخت  پوري دملي مصليحتونو پر بنياد سترگی پټوم لکه چې د امريکا سره په عجله بڼه دامنيتی تړون پرلاسليک چي مې پر گوتنيونه سترگې پټې کړې . خو اوس چي ورته گورم ښاغلی اشرف غنی  يوازی په غونډو کي دشعارونو او عجيبو اوغريبو وعدو ورکولو د ځان عادت گرځوی ، وايي يو څه او کوی بل څه . خو کله چي مې د کابل د تاريخي ميدان د نوم اوښتنې پرېکړه واورېدل او ولوستل نومځکه راباندي تنگه  سول اوددې لنډي ليکنې په ليکلو مجبورسوم .ددي پريکړې پر وړاندي چي له کوم ښاغلی  نه راپيل سوې  چيري  گويا پري پريکړه وسول اوڅنگه تر ارگ پوري راورسيدل ما فکر کاوه چې ښاغلي احمدزی به خپله ورته متوجه وي که څوک دا مسله ددي وزيرانو په شورا کي چې دکرزی په برکت وزيران سوی ، مطرح کړي نو هغه به معقول جواب ورته ووايي، چې متاسفانه داسی ونسول ، دلته مې دهغه دکابل پوهنتون د ادبياتو دفاکولتې د نومولو داستان را په ياد سو، کله چې دا فاکولته د مرحوم استاد ربانی په نوم کېدل زما په گډون ټولو څېغې پورته کړې چې کرزی ولي دا  کار کوي ، سره له دي چې هغه هم يو څو ورځې ددي ملک پاچا وو، عالم وو ، دا چي چا راوستی وو، کرزی هم راوستل سوی او بيا د ټاکنو په نوم پردي ملت تپل سوی دی . خو اوس چې دکرزی په نوم دکابل هوايي ډگرنومول کيږي ټول چوپتيا تر حقيقت ويلو غوره بولي ، زه د دوي پرحال اوملي احساس افسوس کوم .
که دا د مشرانو جرگي ښاغلی ريس او د هغه ددې وړانديز پلويان چي په لوي گمان  دده ابتکارنه بلکې ديوبل چا لخوا ورته ويل سوې خبره به وي ، ولي هغه وخت دا کار نه کاوه چې کرزی د واک پرگدۍ ناست وو؟ يوڅوک به ووايي چې هغه وخت معقول کار نه وو اوس چي له واکه بي واکه سو، چي زه دده پر بي واکۍ لا تر اوسه هم  شک لرم سم کار دی .
بلې ! دا د هغه چا پر وړاندي چې په رښتيا یې ملت ته خدمت کړی ويښه کار دی ، نه دهغه پر وړاندي چې د وړانديز کونکی په گډون یې غوڅ اکثريت او ټول دولتی چارواکي  دخپلې خوښی اوجوړجاړي پر بنياد تر دې مقامو رسولي دي او ملت د دوي نه دا ۱۳ کاله سر ټکاوه ، کله کله چي به دوي هم پر گټو سره جوړ نسول نو د ناغېړيو په بڼه به یې يو پر بل گوتنيونه کول ، بيلگې ئي ډيري دي ډله ايزو رسنيو ته مرجعه کولاي سی او دا چي ملت ددغو چارواکو او خپله کرزی پر وړاندي دا ۱۳ کاله کوم غبرگون درلودهغه هم دډله ايزورسنيوپه مټ څېړل کېداي سي ، چې پايله به ئي داوي چې تقديرخو پرېږده د سوال او جواب لپاره دڅارنوالئ په توقيفونوکي بايد دا ټول ښاغلي ناست وي .
پوښتنه داده که پدې ملک کښي ظلم سوی ، په دولت کي فساد اوج تررسيدلي ، ملي اوخصوصي شتمنی لوټ سوی ، او په ټولو بشری ناخوالو کي دا هيواد نړيوال لمړی مقام ترلاسه کړئ ، پرون غريب او نن ميليارډرسوی، دا څوک وه ؟ اوچا دا ناروا کارونه کړې ؟ بيا وايم که عدالت وی نو راسی چې له اشرف غني لمړئ وغواړو چي له دغو کسانوڅخه پوښتنه وکړی ، عدالت او قانون پر تطبيق کړی ، چې فکر نه کوم دا چارواکي چي پرون چارواکي وه او نن به هم وي دې ته غاړه کښېږدی چې يوه څوک ددوي نه ددوي دفسادونو او ظلمونو پوښتنه وکړي .  نور قضاوت خپلو ربړېدلو او کړېدلو هيوادوالو ته پرېږم  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdullah Khan

محترم غمخور صيب ډيره شه ليكنه مو كړي، حقيقت مو ويلي،په داسي جنكي حالاتو كي بايد هيڅ ځاي د چا په نوم ونه نومول شي لومړي بايد په هیواد کی سوله راشي او د ټولو افغانانو په اتفاق داسي فيصلي وشي. تاسي په خپله لیکنه کی لیکلی چی داشرف غنی په وړو کارونو چوپ شوی او څه مو ونه ویل او دهغه مثال مو له امریکا سره دتړون په امضا کولو ورکړی، زه نه پوهیږم چی ستاسی په نظر به ددی تړون امضا کولو ولی له وړو کارونو څخه شمیرل کیږي؟ داسلام او وطن دوستی له امله دا تړون دیر… نور لوستل »

زاهد

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : که څه هم زه د عمخور د تګلیاری سره توافق نه لرم څه چه په کلکه دشمنی لرم ، دغه د نن ورځی وژنی هم ددوی د پرونی وژنو په تعقیب سره دی او د دوی ملګری اوس هم په هماغه پرونی استخباراتی شبکو کی ریسان او مدیران دی . په هر صورت دا لیکنه می ورله خوښه شوه ، زه حیران یم ، چه غمخور ته یی مهاحر وجدان بیرته غیږه ورکړه ، که وی زمونږ ورور دی له مرګه مخکی د توبی دروازه خلاصه وی الله ج دی زمونږ ټول افغانان د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x