ټولنیزه برخه

د وینا مسولیت د رهبرۍ په اډانه کی

لیکوال: عبدالباری عارض

تاسو پوهیږۍ او وینۍ چی اکثرا د مدنی ټولنو استازی ، سیاسی مبصرین او دولتی رهبران ګاهی په عام ډول او ګاهی هم په خاصه توګه د یو موضوع په هکله ویناوی کوی دا ویناوی د ناطق د سیاسی موقف په اندازه د اهمیت او پام وړ ګرځی .    بعضی د دی وینا ګانو  بی مسولیته وی لکه په تلویزیونو کی چی سیاسی مبصرین په عام ډول د دولت د کړنو سره تماس نیسی او یا هم د مدنی ټولنی استازی ګاهی د یو مشخص اعتراض په بهیر کی بیله تیارۍ څرګندونی کوی ( مثلا وای پاکستان پر کنړ توغندۍ واروی نو باید افغانستان  بلمثل عمل وکړی).

خو که دولتی لوړ مقامات بیان ورکوی زما په آند باید ډیر بامسولیته وی تر څو د نن او سبا ویناوی په تضاد کی سره واقع نسی. و مثال په ډول جناب کرزی صاحب د ډیرو عاطفی ویناګانو په بهیر کی کله کله متضادی څرګندونی کولی چی دا کار دولتی پرستیژ او د رهبرۍ ته تاوان اړولای سی . کله به کرزی صاحب پاکستان سکنی ورور او یا  د غبرګولی په نوم و نومولۍ چی ګټی او تاوانونه یی شریک وی آن تر دی هم څه وړاندی تلۍ او ویل به یی چی که کوم ستر هیواد پر پاکستان برید وکړی موږ به د پاکستان پلوی وکړو اما  دوی ورځی وروسته به یی بیا د رسنیو له لاری پاکستان په دښمنۍ تورن کړ او یا یی د هغه دوست سره تشبه کړ چی په چاړه د شا لخوا وارۍ کوی. دلته مطلب پر جناب کرزی اعتراض ندۍ هیڅ شک نسته چی کرزی یو وطن دوسته ،ولس پروره او د نیکی ارادی درلوونکۍ ؤ خو د وینا پر مهال به عاطفی احساسات پر منطق او ذهن غالب سوه چی د رهبریت د مقام سره یی اړخ نه لګاوه .

زه فکر کوم چی د هیواد رهبر ته د وینا پر مهال څو ټکی د پام وړ دی، د وینا محور باید له وړاندی معلوم او تحلیل او تجزیه سوۍ وی تر څو له یوه اړخه د وینا پر مهال احساسات پر ذهن برلاسی نسی  له بله اړخه ضد او نقیض مطالب او مفاهیم ارایه نسی. نطاقی یو فن دۍ او مهارت په دی فن کی د رهبری تدبیر په ګوته کوی.  د ضد او نقیضو اظهاراتو څخه په امان کی پاتی کیدل د ولس باور پیاوړۍ کوی بله مهمه خبره دا چی هر دولتی رهبر یا ټیم باید د کړنلاری تر څنګ د یو سیاسی دکتورین درلوونکۍ وی دا سیاسی دکتورین شرایطو او محیط ته په پام باید له وړاندی ترتیب سوی وی ، سیاسی دکتورین باید د یو رهبر او ټیم اصلی غوښتنی ،عمل او سیاسی لید لورۍ مشخص کړی او رهبر باید د هغه پر محتوا باور او حاکمیت ولری که داسی وسی نو هیڅکله به رهبر د وینا پر مهال له هغه چوکاټ څخه چی دکتورین ورته مشخص کړیدۍ بهر نسی  په قطعی ډول به د ضد او نقیضو څرګندونو مخه ونیول سی همدا رنګه د لوی رهبر وینا باید لنډه او د وسیع مفهوم لرونکی وی . د وینا پر مهال د جملو مبدا او خبر ته د ډیری پاملرنی اړتیا سته که نه د وینا د فن ضعف ښکاره او د مطالبو ګډوډی رامنځ ته کوی او ډیر مثبت او منفی مفاهیم ارایه کوی چی رهبر ته نه ښایی. د رهبر وینا باید مدون متن وی ځکه باید د خبرو قانونی اړخ ، ولسی ادراکات او دود، د غونډی فضا او نړیوال نزاکت پکښی نغښتی وی. به ننی عصر کی  بل ټکۍ چی د هیواد د رهبر لپاره د وینا پر مهال اړین دۍ  د تظاهر ، لویی غوښتنی څخه په څنګ کیدل دی ترڅو د اعتدال د خبرو مراعات سی او وینا په دقت د سیاسی دکتورین په حدودو کی د لیکل سوی متن له مخی ارایه سی په هغه صورت کی به هیڅکله هم د نن خبری د سبا د عمل سره په تضاد کی واقع نسی، ډیری خبری او په رسنیو کی ډیر ښکاره کیدل بل هغه فکټ دۍ چی د خبرو د تناقض زمینه را منځ ته کوی زه فکر کوم چی رهبر باید ډیری خبری د ویندوی له طریقه ولس او نړۍ ته ورسوی مګر دا چی د موضوع اهمیت ته په کتو د رهبر وینا اړینه وګڼل سی په دی صورت کی به د رهبرۍ وقار او درنښت ډیر وی.

اصل مطلب ته راځم . پدی کی شک نسته چی ډاکتر اشرف غنی ډیر لوړ ظرفیت، عالی تحصیلات او کافی تجارب لری ، ولس هم ورته په سترو هیلو رایه ورکړه او د منتخب مشر مقام ته یی پورته کړ ښه نیت او نیکه اراده یی هم له ورایه په ډاګه ده هڅه کوی بهتره خدمات وړاندی کړی،عدالت تامین کړی او فساد یا له بیخه ورک او یا یی سټه کمزوری کړی . نو بیا ولی د دوو ورځو ترمنځ د رسنیو له لاری متضاد نظر او عمل ښکاره کوی ؟ بیا غواړم ټینګار وکړم چی د لسمشر څرګندونی باید قانونی ، لنډی او له محتوا درلوونکی وی . جناب ډاکتر غنی یوه ورځ د وینا په ترڅ کی وویل( ګذشته صلوات اما که په راتلونکی کی چا فساد ته زړه ښه کړ نو بیا یی ګیله له ځانه وی) زه باور لرم که دا وینا لیکل سوی وای او یا له وړاندی تحلیل او تجزیه سوی وای هیڅکله به د ولس شکونه نه پارول کیده ځکه دا مطلب د جزایی قوانینو پر خلاف دۍ که څوک د وړاندی د فساد یا غصب یا تجاوز جرم مرتکب سوۍ  وی په دی مفهوم نده چی دا سړی د هر جرم څخه چی تیره میاشت یا تیر کال یی کړیدۍ معاف سو دا یو اړخ د خبری، له بده مرغه یوه یا دوی ورځی وروسته یی فرمان صادر کړ چی د کابل بانک دوسیه دی د سره وڅیړل سی چی د خلګو د استقبال سره مخ هم سوه، (یوه ورځ تیر په هیر ،بله ورځ تیر د عدلی تعقیب لاندی نیول)؟؟ د خبری او عمل تضاد په ګوته کوی او حتی نور سیاسی مفاهیم هم پکښی نغښتی دی ، ګنګوسی دی چی د تیر په هیر خبره د هغو کسانو غیر قانونی کړنی او شمنۍ د قانون په وړاندی تضمینول دی چی د لویو ګمرکی عایداتو غصب، د لویو قرار دادونو لا قانونیت او د ځمکو په غصب تورن دی ، سیاسی جوړ جاړی جلا مطلب اما جرم او قانون جلا مطلب دۍ نسی کیدای چی قانون د جوړجاړی قربانی سی ، د کابل بانک موضوع هم د تیرو فسادونو او جرایمو لړۍ ده که د تعقیب وړ وی نو بیا نور هم ( تیر په هیر ) نسی کیدای. حتی ویل کیږی چی د ( تیر په هیر ) په بدل کی ځنی والیان او نورو واکداران حاضر سول دندی یی بدلی سی.

هدف ګوت نیونه نده بلکه د پیرزوینی له مخی ارمان دادۍ چی ولسمشر یو سیاسی دکتورین په څو اصلو کی تهیه کړی او ټولی ویناګانی د هغه په محدوده کی وکړی په خاصه توګه د مخه لیکل سوی متن له مخی وی ترڅو د غلطو تعبیراتو مخه ډپ وی او ولس په واقعیتونو لکه څنګه چی دی همغسی خبر سی ، دی ته وای روڼ سیاست.نننۍ پیچلی نړۍ ایجابوی د خبرو د نور مفاهیمو د مخ نیوی په منظور متن لیکلی یا په دقت بررسی سوۍ وی لیکلۍ متن د لوړ مدنیت ،عالی دود ،دقت او متنانت ښکارندوی دۍ . شاید عامو مبصرینو او مدنی ټولنو استازو خبری که چوټ اندازه هم وی عیب و نه ګڼل سی اما د لوی رهبر کوچنۍ سهوه ځانی او اقتصادی خطرات متصور کوی.

و من الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x