افغانستان

د پغمان د پيښي عاملین سبا اعدامیږي

نن ټکی اسیا (سې شنبه،د تلې ۱۵ مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پغمان د پيښي عاملین به سبا اعدام شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې سبا به هغه پنځه تنه اعدام شي، چې د پغمان پيښي په تړاو باندي د اعدام حکم شوی، او په دې اړه یې د نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې.

باید وویل شي چې اوس هم ډیر نړیوال سازمانونه او حقوقي فعالان د پغمان د پيښي په عاملینو باندي شوې محکمه پر ځای او قانوني نه بولي، او وايي چې دا محکمه د ولسي فشار له کبله خپل قانوني مراحل په سمه توګه نه دي بشپړ کړي او په عجله کې ترسره شوې، او د عفوي نړیوال سازمان ویلي چې د اعدام حکم دي لغوه شي.

د یادوني وړ ده چې د روان کال د زمري میاشتي په ۳۱مه یوې اختطاف کونکي ډلي په پغمان کې یو شمېر خلګ لوټ کړل، او ښځي یې برمته کړې، او جنسي تیری یې ورسره وکړ، چې وروسته یې اوه تنه عاملین د چارواکو له خوا ونیول شول، او په علني محکمه کې لومړۍ محکمې باندي د اعدام حکم وکړ، خو وروسته په دویمه او دریمه محکمه کې ددوه کسانو د اعدام حکم په شل شل کاله بند واوښت، او په پنځه کسانو باندي د اعدام حکم تایید شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Baz mohammad

da bayad murdar si

نظام الدین

آیا دپغمان دپیښی عاملین نن اعدام شول

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx