نړۍ

پاکستاني طالبانو د اسلامي دولت سره خپل د بیعت خبرونه ردکړل

نن ټکی اسیا (سې شنبه،د تلې ۱۵ مه، ۱۳۹۳ل): پاکستاني طالبان وايي چې ددوی اختریز بیان غلط فهمول شوی او ابلاغ شوی دی.

او ویاند یې شاهد الله شاهد ویلي چې دوی په سوریا کې د اسلامي دولت د خلافت سره رسمي بیعت نه دی کړی، بلکي د هغوی سره یې د خپلي خواخوږي اعلان کړی، او په سوریا چې څه مجاهدین د بشار الاسد په خلاف جنګیږي، د هغوی د ټولو ملاتړ اعلان مو کړی، او همداسي مو په عراق کې دشیعه او ایران پلوه رژیم په خلاف جنګېدونکو سني مجاهدینو ملاتړ کړی.

شاهد الله ویلي چې د نړۍ په سطحه چې مجاهدین د غربي ښکېکلاک او یرغل په خلاف جنګیږي، دوی یې ملاتړ کوي، او هغوی سره خپله خواخوږي شریکه وي.

نوموړي د رویټرز اژانس ته ویلي: ځینو رسنیو زمونږ اختریز بیان په سمه توګه نه دی نشر کړ، مونږ په سوریا او عراق کې بعینه د یوې ډلي ملاتړ نه کوو، بلکې ټول مجاهدین زمونږ وروڼه او د قدر وړ دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان د طالبانو تحریک اوس هم د اسلامي امارت مشر ملا محمد عمر مجاهد امیر المؤمنین بولي، او دهغه په قیادت کې خپل جهادي فعالیت پر مخ بیايي.

او ویلي: چې دوی به خپل ټول ممکن کومک د اسلامي دولت او نورو ډلو سره کوي، تر څو دده په وینا د ظلم او طاغوت په خلاف خپله برحقه جګړه پر مخ بوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x