افغانستان

ايټاليا کې د ملي اردو څلور افسرانو ځانونه پټ کړي

نن ټکی اسیا (سې شنبه،د تلې ۱۵ مه، ۱۳۹۳ل): د ملي اردو څلورو افسرانو په ايټاليا کې ځانونه پټ کړي دي.

غربي رسنۍ وايي، چې د افغان ملي اردو شل کسيزه ډله ايټاليا ته د پوځي روزنې په موخه رالېږل شوې وه، مګر څلور تنو يې دغه هېواد کې ځانونه پټ کړي دي.

خبر کاږي، چې دغه څلور واړه عسکر، د ايټاليا په يوه لرې پرته غريزه سيمه کې په پوځي روزنه بوخت وو او له دغه ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

وروستي معلومات وايي، چې دغه څلور واړه افسران دمګړۍ په فرانسه کې دي او هلته د سياسي پناه اخيستو هڅه کوي.

له دې مخکې هم د ملي اردو درې عسکر کاناډا کې له خپلو ملګرو پټ شوي وو، چې څه وخت وروسته د کاناډا سرحدي پوليسو له خوا نيول شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د ويلز سرمشريزه کې د دفاع وزير بسم الله خان محمدي د پلاوي يو غړی ډګروال عنايت الله بارک هم د افغانستان جنډه پر ځمکه غورځولې وه او له هغه ځايه تښتېدلی و او تر اوسه په لندن کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x