هېواد ته د حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ نن پيل کېږي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، د تلې۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د را لېږد پروسه به نن ماخستن پيل او لږ تر لږه ۲۵ ورځي به دوام ولري.

د حج اوقافو وزارت د چارواکو په خبره د حاجیانو د را لېږدولو لپاره له درو کورنیو هوايي شرکتونو سره قرارداد  لاسلیک شوی دی.

ویل کېږي، چې په لومړني پرواز کې به چې د ساپي هوايي شرکت په الوتکه کې به نن د شپې افغانستان ته ترسره شی، په لسګونو حاجیان هېواد ته را ولېږدول شي.

د حج او اوقافو وزارت چارواکي همداراز د حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د زیان او نورو پېښو په اړه وايي، چې د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د حج د سږنیو مناسکو په ترڅ کې ۱۱ تنه افغانان مړه شوي، چې ډېری پکې د زیات عمر لرونکي وو.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې په مړو شویو کسانو کې اوه تنه په طبیعي مرګ او څلور نور یې د زړه او نورو ډول ډول ناروغیو له کبله سا ورکړې.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان د اوقافو وزارت هم ویلي، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د حاجیانو په مخ کې ډېری پراته خنډونه لیرې شوي او زیاتې اسانتیاوې ورته برابري شوې.

په تېر کې به زیاتره حاجیانو د مناسکو د ادا یا طواف پر مهال د زیات ازدحام او کش و ګېر له امله تر پښو لاندې کېدل او یا به نور کړاونه ورته رسېدل؛ خو دا ځل داسې کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.
د دې ترڅنګ ترافیکي پېښو هم د حاجیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، خو د سعودي چارواکو له وینا سره سم، دا ځل دا ستونزه هم تر ډېره بریده لیرې شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د