افغانستان

هلمند: لښکرګاه کې چاودنې ۵ کسان وژلي او ۱۹ ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا (تلې ۱۶مه ۱۳۹۳ل):د هلمند ولایت چارواکي وايي چې ددغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې چاودنې ۵ کسان وژلي او ۱۹ نور ټپیان کړي دي.

دغه موټر بم چاودنه  نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د نوزاد ولسوالۍ د پخواني امنیه قومندان عبدالله خان کور مخې ته وشوه.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ آمر پاسوال حاجي ویس امیري وايي چې په چاودنه کې یو شمېر د پولیسو افسرانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زیاته کړې چې په چاودنه کې عبدالله خان هم ټپي شوی خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

د امیري په وینا نوموړی څو ورځې وړاندې له دندې لرې شوی و او تر دې مهاله یې کوم رسمي دنده نه درلودله.

خو د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په برید کې ۳ کسانه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د ایمرجنسي  روغتون سرچینې وايي چې په یاده چاودنه کې روغتون ته ۵ مړي او ۱۹ ټپیان ور وړل شوي.

د سرچېنې په وینا چې په قربانیانو کې پولیس هم شامل دي.

عیني شاهدان وايي چې په دغه چاودنه کې چې د قومندان عبدالله خان د کور وړاندې شوې د نوموړي کور هم ویجاړ کړی.

تر دې مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x