هوايي ډزې بندې اوهوايي بمبار……………!!

airstrike2کابل ولسمشرکرزي ، په خپلې ورستى پنځلس ورځنى راديويي ويناکې داځل دافغانانودخوښيوپه مراسموکې هوايي ډزې تربريدلاندې نيولې اوويلي دي :

داچې هوايي ډزې اسراف اوعبثيات دي اواسلام اسراف اوعبثياتوته اجازه نه ورکوي اوله بل لوري هوايي ډزې ډيرځله دمر ګ اوژوبلې لامل اودماشومانواواميدواره ميرمنوباندې ذهني فشاراوناروغى پريبياسي ،

نو د کرزي په خبره دجوماتونو ملا امامان اوسپين روبي دى زياروباسي ترڅوخلک دخوښيوپه مراسموکې له هوايي ډزوراوګرځوي .

رښتياهم چې هوايي ډزې اسراف ، عبثيات ، ماشومان ويروي اوهم له ځان سره يولړ ذهني منفي اغيزي لري اوتر ټولو بده داچې که دغه دهوايي ډزو کوم کارتوس دچاپه سر را پريوزي دمرګ اوماتې ګوډې لامل هم ګرځيداى شي چې کول يې ندي پکار، خو پوښتنه دلته داده چې کرزى په خپلې راديويي وينا او پيغام کې له هوايي ډزو څخه په زرهاوو کرته خطرناکې موضوع چې هغه دکرزي دخارجي مدافعو قواوو له لوري ناترسه هوايي بمبارى دى ولې ګوته نه نيسي اوولې په ډانګ پيلي توګه نه وايي چې دغه هوايي بمبارى افغان ولس ته مرګونه پيښه وي ، ماشومان اوميرمنې په ذهني اورواني ناروغى اخته کوي اوهم هوايي بمبارى دافغان ولس دملي غرور او حاکميت په خلاف فجيع عمل او تر سره کول يې له اسلامي او بين المللي قوانينو څخه څرګند تيرى دى .

کرزى شايد په دې خبره پوه وي چې د خوښيو د هوايي ډزو ساړه شوي کارتوس په سلوکې يو يا دوه فيصد ددې عامل ګرځيداى شي چې په چاله پاسه راپريوځي او مرګ ژوبله رامنځته کړي اوهم دهوايي ډزو کونکى هيڅکله نه غواړي چې په کارتوس دې کوم کس نښه اوهدف وګرځي ؛ خو په مقابل کې بيا د هوايي بمبارى عاملين ( امريکايان ) ٢٤ساعته دافغانانو په سرخپلې چورلکې او الوتکې له بمونو او توغنديو ډکې دهمدې لپاره ګرځوي چې چيرته يې زړه وغواړي ورباندې دمرګونوباران جوړکړي ، جونګړۍ يې هواري کړي ، باغونه يې لولپه اوژوي ، حيوانات اوانسانان يې وسوځوي !

ترهرڅه وړاندې خوکرزي ته همدا مناسب منطق اوغوره راديو وينا پکاروه چې هغه يې په ترڅ کې له هوايي ډزو مخکې دهوايي بمبار د بندښت يادونه او غمه خوړلې واى چې دهرافغان دزړه اواز او د افغانان دملي غرور حکم هم دى ، خو دا چې کرزى په هغو سترګې پټوي او د افغانانو د خوښيو په مراسمو کې هم هوايي ډزي نشي زغملاى ، بريښي داچې ددغې مسئلې ترشا اصلي انګيزه دانده چې هوايي ډزي له اسراف ډک عمل دى او افغانانو ته رواني ناروغى پيښوي ، بلکې اساسي ټکى دادى چې امريکايي قواوي دانشي زغملاى تر څو د افغانانو په لاسو کې وسله موجوده وي په خپله اراده حرکت وکړي اودخوښى مراسم ونمانځي ، ځکه امريکايانوان داشغال په ړومبيو کلونو کې ګڼ شمير ودونه په همدې پلمه بمبار کړل چې دوى ويل ددوى په چورلکو پسي د ودونو له منځ نه هواي ډزي کيدلې، نوکيداى شي چې امريکايانو د کرزي له غوږه ورتيره کړي چې هوايي ډزي دوى ته يو ډول خطر او د امريکايي عسکرو په رواني حالت بده اغيزه ښندي نو بايد په راديو وينا کې همدغه موضوع مطرح اوله افغانانو وغواړي چې له هوايي ډزو لاس واخلي !

خبير احمد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د