fbpx

افغان ویاړلی تاریخ او امریکایي هډې؟ ډاکټر نبي مصداق

us_army_baseد امریکا د یوه تن، سناتورګرهم، په افغانستان کې د هډو له جوړولو خبرو نه وروسته د افغانانو په منځ کې په دې موضع تود بحث روان دی.

پدې هکله ځينو افغانانو ته داسې احساس پیدا شوی چې که امريکا ووځي داخلي دښمنان به مو په پاکستان او ایران خرڅ کړي .

خو ددې ملکو بیرحمانه سلوک، زمونږ د خلکو او ګران افغانستان په مقابل کې، نن زمونږ ټول ملت دهغو پر ضد را پارولی دی۰

برسیره پر دې پاکستان نشي کولای چې په کراچې کې دمهاجرو، وزيرستان کې طالبانو اوبلوچستان آزادي غوښتونکو مخه ونیسي نو څنګه به وکولای شي چې د افغانستان په ۳۵ مليونو وګړو، چې تار او پود ېې اوس ورته معلوم شوی ځان تحميل کړي؟

په همدې ډول دايران خون خواره آخوندان چې دوه ملیونو مهاجرو افغانانو د هغوی بې رحمي او تعصب لیدلی او هم په متداوم ډول زمونږ افغانان چې د خوارې او غریبې لپاره هلته ځی په توپکو ولي او اعدامو ېې ، څنګه به وکولای شي چې په افغانستان خيټه واچوي؟

په داسې حال کې چې دا قاتل ، په نوم مسلمان رژیم، نه په داخل کې د خپلو خلکو ملاتړ لري اونه په باندې نې نړې کې کوم دوست.

افغانانو د تاريخ په اوږدو کې د سختو شرایتو په موجودیت سره سره خپله آزادي ساتلې او برسيره پردې چې اوس دې ملکو، په تيره بيا ایران ، ځينو خرڅ شؤ عناصرو باندې زيات مصرف کړی او کويي خو هغوی به ونشي کولای چې د ملت د قهر، د سيلاب مخه ونيسي.

آیا زمونږ پلرونو او نیکونو، زمونږ د نړې په دې برخه کې ، برسیره د هغو بد خواه او دښمنو امپراتوریو په موجودیت سره ، ددوې په وخت او زمان کې، د ویاړه ډک ژوند نده کړی؟ آیا مونږ هغو ته خپله برلاسي نه ده ښودلې؟ که مونږ اوس ددې شرایتو په موجودیت سره په خپله ونشو کړای چې خپل ملک و ساتو نو حق ددې لرو چې دیوه ملت په صفت پاتې شو؟

تر اوسه ډیرو وروڼو او خويندو چې د امريکې دهډو په هکله ليکنې کړي د هغو ګټو او تاوانونو ته ېې ګوتې نيولې دي.

هغه وروڼه او خويندې چې دداخلي اغتشاشونو او ګاونډيو هيوادو نه هيره لري، زړه نا زړه امريکې لپاره دهډو جوړول ضروري ګڼې او فکر کوي چې ممکن ګاونډي هيوادونه ورڅخه وهيريږي او کورنيوجنګونو ته هم د پای ټکی کيږدي.

دبلې خوا نور چې د هډو سره مخالف دي وايي چې دا هډې همدا اوس شته او د کابل حکومت کوم مامور نشي کولای چې د بګرام، شين ډنډ، کندهار او دهدادي هډو ته بې له اجازې ورننه ؤځي، لکه چې درې کاله پخوا چې سپنتا د بهرنيو چارو وزير ؤ او د غاښو د تداوې لپاره غوښتل ېې چې بګرام ته ورننه وځي، له دروازې نه بيرته را وګرزول شو حال داچې يوه افغانه جلې چې امریکايي پاسپورټ ېې درلود، او دا قصه ېې ماته وکړه هغې ته د ننوتو کوم مشکل نو.

د هډو د جوړيدو مخالفين زياتوي چې د هغو په جوړيدو سره د موجوده داخلي ناراميو او د ګاونډيو هيوادو مخه نيول کيدای نشي، ځکه په دې برخه کې امریکا او ایطلافي ځواکونو ېې لس کاله وخت درلود څه ېې وکړل چې وروسته له دې ېې وکړي؟ بل حقيقت دادی چې امريکايان دا هډې دخپلو معلوماتو د ټولولو لپاره جوړوي نه زمونږ د پيره دارې لپاره. په هغو ملکو کې چې دوی د نورو امنيت په غاړه واخلي نو بيا مصارف ېې هم په هغو ملکواچوي. د مثال په ډول جاپان هر کال امريکې ته د چين او شمالي کوریا د هيرې له امله، د څلورو بليونونه زيات ډالر د ددوی د عسکرو او د هډو د نورو مصرفونو له امله ورکوي.

بل مهم حقيقت چې ورباندې ډير بحث ندی شوی د دايم لپاره ددې هډوغوښتنه ده. سوال دا دی چې آيا دا نسل چې د خپل حماقت او جهالت له امله دېې حالت ته راغلي چې د خپل ملک د یوې برخې په ورکولو سره غواړي د خپلو غلطيو مخه ونيسي، ددې حق لري چې د راتلونکو نسلونو لپاره تصميم ونيسي.؟ په جاپان کې ددوهمې نړۍ والې جګړې په پای کې د امريکې په هډو موافقه وشوه خو اوس ځوان نسل ېې مخالف دې او وروسته دسر اقتدارګوند ۶۰ کلن حکومت په دې بایلوده چې د یوه کوچني ګوند مشر په ټول ټاکنو کې وویل چې که هغوی په قدرت راشي دا هډې به ړنګې کړي. خلکو هغو ته راېې ورکړی، خو څرنګه چې هغوی دا وعده په ځای نشوه کړی، نو قدرت ېې د یوه کال په ننه کې بیرته له لاسه ورکړ.

بله موضع چې افغانانو ډیرې خبری ورباندې نه دي کړي هغه دا چې حامد کرځي شپږ کاله پخوا بوش حکومت ته ددې هډو د جوړیدو اسناد لاس ليک کړي دي. خو امريکایان د هغې تجربه نه چې ېې لري په دې تیرو کالونو کې زمينه برابروله تر څو دا اسناد، د ملت په نماینده ګانو لاس کړي. په دې کې شک نشته چې پدې قلابي پارلمان کې، چې د افغانستان اکثریت خلکو رد کړی ، هغو لاس درلود ترڅو داسې ډلې ټپلې په کې راټولې کړي چې د هډو د جوړیدو بیرغونه په پارلمان کې را پورته کړي. خو د ۵۲ په اسطلاح وکیلانو چې په اغلب ګومان ټول ېې ددې هډو طرفداران دي خوارکي کرزی ته ، ددې (پارلمان) د پرانستلو په شان، یوه معما ګرځیدلې چې د اختصاصي محکمې د رپوټ په خپریدو او یاهم ددې محکمې په ړنګیدو تصمیم ونيسي او که نه.

زما په اند دا هډې، بې له دې چې افغانان د مصر او نورو عربو ملکو په شان را وانه پاڅيګي، هرو مرو جوړيدونکې دي، ځکه پارلمان غړو ته څوک په ډالرو معاش ورکوي.‎؟ د اردو او پوليسو یؤلس بليونه ډالره بودجه څوک ورکوي؟ د حکومت دا بودجه چې د داود خان له وخته سل چنده زیاته شوې او بیا هم د لسو مليونو نه ډیر خلک د لوږې سره مخامخ دي د ملک د کومو محصولاتو او صادراتو له پیسو نه پوره کيږي؟ نو دوی به څرنګه وکولای شي د هغه چا خواهش ددې هډو په هکله، چې ددوې معاش ورکوي رد کړي؟

یواځینې لاره چې ممکن زمونږ د ملک ډیرو خواو ته د قبول وړ وي دادی چې له دې معاهدې نه د دایم ټکی ویستل شي او د لسو یا پنځه لسو نورو کالو لپاره ورته د دوام اجازه ورکړ شي.

روسانو ولې حفیظ الله امین ؤ وږلو او د خلقیانو په عوض ېې پرچمیان په قدرت راوستل؟ ځکه چې امین حاضر نه ؤ چې د شین ډنډ هواي دګر هغو ته تسلیم کړي. لکه چې په ۱۹۷۹ کې دخومیني طرفدارانو د امریکا سفارت ونیؤ او ډیپلوماټان ېې یرغمل کړل نو روسان مطمین ؤ چې د نړیوال دوهم جنګ په شان امریکا به د ایران جنوب ونیسي او روسان به ېې شمال.

څرنګه چې دوی په کابل کې خپل کمونستي حکومت تینګ کړی ؤ نو ورته آسانه به وي چې برسیره په شمال د ختیځ له لورې هم په ایران ورشي او ددې لپاره ېې شینډنډ ته ضرورت درلود خو امین ورته وویل چې ملت به د خپلې خاورې یو انچ هم بل چاته و نه مني.

د هډو د جوړیدو ځینې ملاتړي تشویش لري چې دبهرنیو ځواکونو به وتلو سره به داخلي مخالفتونه اوج ته ورسیږي او که هډې دلته وي مخه به ېې ونیول شي.

آیا په دې لسو کالو ګې د زرهاو خارجي عسکرو او قراردادیانو په موجودیت سره دا مخالفتونه حل شوي او که زیات شوي دي؟

دا مخالفتونه چې شته باید پخپله افغانان ېې حل کړي.

هیڅوک زمونږ مخالفتونه زمونږ لپاره نشي حل کولی.

په لبنان کې وروسته د ۱۷ کالو مذهبي، فرقېې اوژبني جنګونو نه صلحې ته سره راضي شول. افغانان د شوروي د ځواکونو له ماتې نه دادی ۲۲ کاله کیږي چې خپل منځي مشکلاتونه لری او لاهم لمن ورته وهل کیږي.

داچه ولې داجنګونه او مخالفتونه دومره اوږده شوي، یو دلیل ېې هم دادی چې مونږ لبنانیانو په شان تعلیم یافته او د لرې دید خاوندان نه یو.

افغانان باید دليرې مودې په نظر کې نیولو سره د امریکې سره کومه دښمني ؤ نه لري. اوس افغانانو او امریکایانو سره وپیږندل. دواړه هیوادونه د خپلو آزادیو سخت ملا تړي دي. د افغانستان جغرافیايي موقعیت، د خلکو آزادي غوښتونکې روحیه او زمونږ سرشاره طبعي زیرمې (چې څو میاشتو کې به ېې مکمل رپوټ خپور شي) د امریکا په ګټه دي.

د بلې خوا د امریکا دوستي دیوه زبرځواک په صفت او دهغو علم او صنعت زمونږ په ګټه ده.

ددې دواړو په تبادلې سره، دواړه ملکونه کولای شي چې له یوه بل سره سرلوړی، د دواړو ملکو په ګټه د اخلاص او برابرې اړیکې ولري.

زمونږ ملک به پر مخ ولاړ شي او زمونږ د خلکو د رسېدو او د ژوند دسوېې د لوړیدو امکانات به برابر شي.

ضمنآ د امریکې صنعتي ماشینو ته به زمونږ داسې زیرمې هم، چې په نړۍ کې نادرې دي ورورسیږي.

اوس د امریکا سیاسی او نظامې حلقې دې نتیجې ته رسیدلې چې د جنګ له لارې په افغانستان کې آرامي نشي راتلی ځکه هم غواړي چې له مخالفینو سره خبرې وکړي چې دا یو نیک او پرځای فیصله ده.

مونږ افغانانو ددې جنګ له پیل نه د خبرو له لارې د مخالفت د حل کولوغوښتنې کړی دي او خوښ یؤ چې امریکایان هم اوس دې نتیجې ته رسیدلي دي.

و من الله توفیق

ډاکټر نبي مصداق- لر او بر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د