fbpx

د کندهار رسنۍ د پردو غلامي کوي

abubakr_kandaharلکه څنګه چي د ژور نا ليزم په ټولو قوانينو کي په تکرارى ډول راغلي چي ژورناليستان مکلفيت لري چي درسنۍ له لاري هغه څه خپاره کړي کم څه چي را منځ ته سوي وي په بله اصطلاح ژورناليستان هغه څوک دي چي دټولني د دردمنو خلګو او کړېدلو ولسونو اواز تر هغه غاصبينو پوري ورسوي کم چي دخلګو حق يې د ځان حق بللۍ دي او په يو ډول نه په يو ډول يې دهغوي حق دخپل ګيډي دمړولو له لپاره غصب کړي دي

خو ددې پرځاى چي ژورناليستان خپله اصلي دنده وپېژني او حقيقت دخلګو ترغو ږونو ور ورسوي متاسفانه ديوې خوا يې دراتلونکي نسل دژورناليستا نو لپاره د درواغو په با نک کي پانګه ونه وکړه او له بلي خوا يې درښتيا پر سپين لباس خپل مردار خواره لاسونه ومو ږل درواغ ويل داسلام له نظره کبيره ګناه ده ځکه الله پاک د قران کريم د سورة ال عمران په (٦١) مبارک ايت کي فرمايي: لَعْنَةَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ پردرواغجنانو دالله لعنت دي .

الله جل جلاله نه يواځي ټول مؤمنان له درواغو منعه کړي، بلکي پر درواغ ويونکو يې لعنت هم ويلى دئ.

کم څوک چي درواغ وايي نو کوم کتاب اوکوم قانون موږ ته دا اجازه را کړېده چي دخپلو دينوي ګټو لپاره دحقيقت پر سترګو پرده واچوو فکر نه کوم چي څوک دي ددې سوال جواب ووايي .

په هر صورت دا چي څه ډول دکندهار رسنۍ دپردو غولامي کوي؛ لاندي څو ټکي يي دغلا مۍ روښانه اوښکاره بيلګي دي

دکندهار په يوه مشهوره چاپى رسنۍ کي چي د 1389 لمريز کال ؛ دحوت دمياشتى په ٢٩ تاريخ په ٢٨٩ ګڼه کي ليکلى وه چي (( د کندهار ښار د چوڼۍ په سيمه کي يو ماشوم چي تقريباً دوه نيم کاله عمر يي لاره د ايتلا في ځواکو نو مو ټريز کاروان وواژه پېښه غالبً دماشوم دبې احتياطۍ له کبله رامنځ ته سوه))

تا سو فکر وکړئ په کوم ژورناليزم او کوم کتاب کي دا ليکل سوي دي چي دماشوم دوژلو پړه خپله دماشوم يا د ماشوم دمور او پلار په غاړده .

دماشومانو په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي فرمايلي دي : قَالَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- « مُرُوا الصَّبِىَّ بِالصَّلاَةِ إِذَا بَلَغَ سَبْعَ سِنِينَ وَإِذَا بَلَغَ عَشْرَ سِنِينَ فَاضْرِبُوهُ عَلَيْهَا». ابو داود

خپل ماشومان پر لمانځه امر کړی کله چي ۷ کالو ته ورسيږي او کله چي ۱۰ کالو ته ورسيږي پر لمانځه يې ووهئ.

داسلا م په قا نون کي خو تر لسو کالو پوري وهل نسته نو داسلام څخه کم مقدس دين دي او ده قرآن څخه کوم مقدس کتاب دى چي دا فتوا يي صادره کړې ده چي يو با لغ او پوه کس دي يو ماشوم ووژني او د وژلو پـــړه دي د ما شوم په غاړه وي دا به کوم عقل ومنى دا به کوم وجدان ومني!؟

زه نه پوهېږم چي دغو ژورناليستانو په کوم پوهنتون کي دغه ډول زده کړې کړېدي .

ښه دا پېښه خو دماشوم د بې احتياطۍ له کبله را منځ ته سوه دا ديرش کلن ځوانان چي وژني دا کومه بې احتياطي ده دا چي زموږ خوندي، مندي له کورونو څخه راباسي دا کمه بې احتيا طي ده! دا چي په زندانونو کي پر افغان زلميانو جنسي تېرى کيږي دې ته هم د بې احتيا طۍ نوم ورکولاى سو؟!

د 1390 کال دلمړۍ مياشتي په 9 تاريخ دکندهار ښار په منډيګک ما ڼۍ کي دکندهار ښا ر شا ؤخوا د 170 مدرسو مهتميمانو او زيات شمېر دمساجدو امامانو ګډون کړى ؤ , نوموړو د حکومتي چارواکو څخه وغوښته، چي پوليس دي په مسجدنو کي دبوټو سره نه ګرځي, ايتلافي ځواکونه دي قرآن کريم په سپيانو نه بويه وي, دغو غلامو رسنيو څه خپاره کړل يوا زي او يوازي يي هغه څه خپرول چي داسلام په تاوان به وه د خلکو په ذهن کي دا ور کړل چي مسجدونه امامان نړ وي .

لنډه دا چي يو دا در واغ يي نه پسي وتړل چي د جاپان زلزله هم امامانو را وسته نور ئي نو هر څه پسي وويل, هم دا ډول په مزار کي دولسى وګړو دمظاهرې غندنه کوم چي دکرزى له خوا سوې وه څلور ځله خپره سوه خو دهغه زلميانو چي خپل ژوند يي د قرآن په خاطر له لاسه ورکړ دهغوي نومونه ده سپکاوي په شکل ياد سول .

خپلي خبري را لنډه وم په لنډ ډول بايد دا ووايم چي ګرانو ژورناليستانو هيله کوم چي پخپله دنده کي اسلامي عينکي پر سترګو کښېږدي .

ګرانو ژورناليستانو پورته څه چي ما ليکلي دي تاسو، ولس او هم ما ليدلي دي اميداور يو چي خپلو نيمګړتياوو ته به متوجه شو .

ستاسو دخفګان سبب دې په دې ونه ګرځي چي حضرت عمر رضى الله عنه فرمايي :

څوک چي زمونږ عيبونه راښيي الله جل جلاله دي پرې ورحميږي .

سليمان صديق ستا سو ورور

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د