ژورنالېزم که د اسلام دفاعي مورچل

لیکنه: محمد قدوسي

د ټولي او بشپړي ستایني وړ یواځي هغه پاک ذات دی چا چي په مونږ انسانانو دقلم غوندي دزدکړي غوره وسېله لورولي ده او د هغه په وسېله یې مونږ ته هغه څه راښوولي دي کوم چي مونږ بالفطرت په هغه نه پوهېدلو او د الله تعالی رحمتونه د وي د هغه په رېښتوني هغه استاځي چي په خپله یې په لېک اولوست نه پوهنه یوه الهي معجزه و…ه خو لومړی داعي وو چي د الله تعالی په حکم یې دپوهني لاس ته راوړل په هر نر او ښځه فرض ګرځولی دی او د هغه په ملګرو او د اسلام په علماوو او پوهانو چاچي دا الهي امانت او نبوي رسالت تر مونږ پوري بې له کم او کاست څخه را رسولی دی .

په دې کي څه شک نشته چي د الله تعالی ښېګڼي په بني نوع انسان باندي له اندازې څخه دومره زیاتي دي چي په شمېرنه کي نه راځي الله تعالی فرمایې :

وَآَتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ (34) سورة إبراهيم

او هرڅه چي تاسو غوښتل هغه الله تعالی تاسو ته ټول درکړي دي اوکه تاسو د الله تعالی نعمتونه او پېرزویني ګڼئ خو وبه یې نه ګڼلای شئ په رېښتیا سره چي انسان ډېر ظلم کوونکی او ډېر ناشکره دی .

او د الله تعالی له همدغو نعمتونو څخه یو هم د بیان او فصاحت هغه نعمت دی چي الله تعالی د انساني ټولني په ډېرو لږو افرادو پېرزو کړی دی ، کوم چي انسان ته د هغه څه په تعبیر باندي برلاسی ورکوي کوم چي د هغه په کوګل کي ناڅي اود هغه دزړه او دماغ په کوڅو کي چکري وهي .

په همدغو انسانانو کي یوه ډله هغه څوک دي چي له دې نعمت څخه د حق د کلمې د اعلاء او د اسلام د مبین دین د چوپړ لپاره کار آخلي الله تعالی د یې په هڅو کي برکت واچوي او لاسونه د یې تل تر تله روغ رمټ وي.

بله ډله هغه څوک دي چي له دې نعمت څخه ناوړه ګټه آخلي خپل نفس او شیطان غولولی وي او د هغوی دلیکنو نوره هیڅ ګټه نه وې یواځي د دین د بنیادونو دورانولو, دمسلمانانو تر مېنځ دکرکي او نفرت داچولو لپاره یو کولنګ وي هغوی ته یواځي دومره ویلای شو چي الله تعالی مو هدایت او رهنمایې په برخه کړه .

زمونږ دا یقین او باور دی چي د اسلام ډېوه به د قیامت تر ورځي پوري بله وي ,دچنګېز، تاتار، انګلېس او کمونېزم ناتارونو دادین محو نکړ اونه به يې نور یرغلونه که اوس دي اوکه په راتلونکي کي له مېنځه یوسي ځکه چي الله تعالی ددې دین د ساتني هوډ کړی دی فرمایې :

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (9) سورة الحجر

مونږ همدغه وعظ او نصېحت (قرآنکریم ) (زمکي ته) را ښکته کړی دی او مونږ به ضرور د هغه تل ساتنه کوو .

خو دا دمونږ مسلمانانو رسالت او مکلفیت دی چي ددې دین لپاره به په هره سطحه چوپړ وهو اود الله تعالی راکړي نعمتونه به په همدغه د حق په لارکي استخداموو، ولي نه چي اوس د انبیاوو سلسله قطع شوي ده , د بشریت د رهنمایې او د الله تعالی لورته د بلني دنده مسلمانانو ته ور په غاړه ده ځکه خو الله تعالی دې امت ته په ټولو امتونو غوره والی او برتري ورکړی ده قرآنکریم مسلمانانو ته خطاب کوي فرمایې :

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آَمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (110) سورة آل عمران

تاسو غوره امت ځکه یاست چي په نېکو کارونو د حکم کولو لپاره او له بدو کارونوڅخه د منع کولو لپاره دې انساني ټولنی ته را اېستل شوي یاست او هم به په الله تعالی ایمان لرئ , كه اهل كتابو ايمان راوړی وای دابه دهغوی لپاره خیر وای ، په دوی کي ځېني د ایمان خاوندان شته خو اکثریت يي فاسقان او بد کاران دي .

دا رسالت د ټول امت دی خو د کته ګوري په لحاظ د هغه چا مسئولیت تر ټولو زیات دی چي الله تعالی ورته د علم او پوهني تر څنګ د فصاحت , بیان او د لیکني استعداد ورکړی وي الله تعالی فرمایې :

وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) سورةآل عمران

ستاسو له مېنځ څخه د خامخا یوه داسي ډله وي چي هغوی د ښېرازۍ لورته بلنه ورکړي او په ښوکارونو امر وکړي او له بدوکارونوڅخه (خلګ) راوګرزوي او همدغه کسان (په دنیا او آخرت کي) بریالي دي .

مفسرین ددې آیت په تفسېر کي لیکي چی په دې آیت کي مخاطبه ډله علماء او پوهان دي .

زمادا لیکنه د بیان او فصاحت هغواتلانو ته ده څوک چي د صحافت او خبریالي او یا په اصطلاح د ژورنالېزم په ډګر کي کار يا زدکړي او تجربې کوي او د خپل ژوند خوږې شپې روڼوي تر څو نړۍ ته هغه رسالت ورسوي کوم چي هغوی ته د خپلي دندي په اساس ور په غاړه ده ، په چاچي الله تعالی دا نعمت لورولی دی او په دې ډګر کی یې په نښه شوی مهارت او د شهرت مقام تر لاسه کړی دی ، هغوی ته زما دا کرښی د هغي میني او وفا زېږنده دي کومه چي زه یې له هغوی سره لرم، هغوی که خپل قلم د اېمان په رڼا کي د شرعي موازینو له په نظر کي نېولوسره روغ وچلوي نو زه په ټېنګ باورسره ویلای شم چي اجر اوثواب به یې له هغو مرابطینو او د اسلام له سپاهیانو څخه کم نه وي څوک چي تل د اسلام په مورچل کي له ډښمن سره جنګېږي او د اسلام د بندرونو ساتنه کوي دا ځکه چي د نظامي سنګرترڅنګ تبلیغاتي مورچه فعاله ساتل د بري د لاس ته راوړلو لپاره یوه لازمي برخه ده نو راځي چي څه ډول هغه رسالت چي مونږ ته د یوه مسلمان په صفت د صحافت او ليكوالي په ډګر کي را په غاړه ده سرته ورسوو په دې هکله خواله سره وکړو.

نن ورځ صحافت او یاژورنالېزم د عمومي ذهنیت په جوړښت کي د پام وړ رول لوبوي او د لوستونکیو د خبرېدلوهغه مرجع جوړوي کوم چي هغوی د نړۍ له حالاتو ، روانو چارو او خبرونو څخه خبروي په دې اساس ژورنالېزم د نړۍ والو اوسېمه اېزو نوښتونو اساسي منبع ګڼلای شو ، ځکه خو هغه ته د هغو لاسونو په اعتبار چي دا وسله کاروي یوه داسي وسله ویلای شوکه د امانتدارواو وېښو انسانانو چې په صحیح مسیرکی یې کاروي په لاس کي وي د ځورېدلیو پرګنو د امیدونو او آرمانونو دتحقق کار ورڅخه آخېستل کېږي ، او که د بېباکه انسانانو لاسونوته ورسېږي کېدای شي عمومي ذهنیت ګمراه ، حالات نور هم سره ګډوډ او اوضاع نوره هم کړکېجنه کړي او بالآخره پخپله د هغه هم غاړي غوڅي کړي .

د ژورنالېزم د مسلک وروڼه هم ددې اسلامي امت د جسم د یوه اندام حیثیت لري په داسي حال کي چي ټول قومونه اوپرګنې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره په سیالۍ سره کار کوي هغوی ته په کار ده چي په لومړي قطارکي ودرېږي، اود سیمي په سطحه دخپل اسلامي هېواد او مسلمان ملت او په نړیواله سطحه د ټول اسلامي امت د ګټو د خوندي ساتلو لپاره لېڅي ور ونغاړي ، دا کار اخلاص ، بشپړ زیار او هڅواو مهارتونو ته اړتیالري ، همداراز هغوی باید په داسي ثابتو اخلاقي معیارونو سمبال وي چي له هر ډول انحراف او ښوهېدني څخه يي راوګرځوي ، هغوی ته په کارده چي د راپورتاژ او سیاسي څېړنو په تهیه کولو او خپرولو کي تر هرڅه د مخه د الله تعالی دمراقبت او څارني ټېنګ خیال وساتي .

الله تعالی فرمایې :

مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (18) سورة ق

هیڅ داسي یوه خبره د بنده له خولې څخه نه راوځي مګرله هغه سره دوه لېکونکي فرشتې دي چی هر وخت ددې لپاره د تیارسۍ په حال کي وي چي هغه ثبت او ولیکي .

مفسرین لیکي چي دوه ملائكه دورځي لخوا په هرانسان مکلف دي چي تر ماښامه د هغه ټول کړه وړه ثبتوي او دوه بيا د ماښام له خوا تر سهاره پوري موظف دي چي د هغه انسان اعمال او اقوال ثبت کړي، او هر سهار او ماښام د انسان دکړووړو راپورتاژ د الله تعالی حضور ته وړاندي کوي .

د ژور نالېزم په ډګر کي انحراف ډېر ژر په دې وجه ممکن دی چي په هغه باندي کوم سانسور او قیودات نشته، یواځیني قیودات هغه داخلي رقابت دی چي یو مسلمان ژورنالېست یې دداخلي تقوا او وېښ ضمېر په اساس احساس کوي کوم چي دا احساس هغه د شیطان په لومو کي له ښکېل کېدلوڅخه راګرزوي .

زما پخپله په دې ډګر کي پوهنه نشته خو هغه چا چي دا مسلک یې په منظم شکل لوستي وي هغه به ددې مسلک په اصولو او ضوابطو ضرور زیات خبروي خو دلته چي مونږ د کوم څه د لیکلو لپاره لېڅي رانغښتي دي هغه ځیني اسلامي مقررات دي چي باید په پام کي ونیول شي .

ترڅو خبره زیاته اوږده نه شي هغه څه چي زمونږ ددې بحث بنیادي مقصد دی هغه داچي یو مسلمان ژورنالېست ددې لپاره چي دا مقدسه وظېفه په مطلوب شکل اداکړي او هغه رسالت چي هغه ته دده د مسلک (Proffession) په اساس ورپه غاړه ده سرته ورسوي څه باید وکړي ددې پوښتني د لنډځواب لپاره راځۍ دا لاندي کرښی وګورو :

۱- ترهرڅه د مخه باید هغه خبري منابع چي یو مسلمان ژورنالېست ورڅخه خبرونه لاس ته راوړي باید اخلاقاً پټ وساتي او د هغو تعهداتو پابند واوسي کوم چي دده او هغي منبع تر مېنځ ورباندي اتفاق شوی وي تر څو خبري منبع ته نقصان او ضرر و نه رسېږي ، ډېر داسي ژورنالېستان مو آورېدلي دي چي کله تر تحقیقاتو لاندي راشي هرڅه معلومات ورکوي خو د معلوماتو منابع نه ښیې همدا سي ژورنالېستانو ته ټولنه اړتیالري دا ځکه چي د رازونو لوڅول د امانتداري خلاف کار دی او سترخیانت بلل کېږي الله تعالی فرمایې :

وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (8) سورة المؤمنون

او هغه کسان کامیابه او بریالي دي څوک چي د خپلو امانتونو او تعهداتو ټېنګ خيال ساتي چي خیانت او دوکه به نه پکي کوي .

بل دا چي د اسلامي شرېعت له مخي مونږ مکلف یود تعهداتو په ټینګه پابند واوسو . الله تعالی فرمایې :

وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا (34) سورة الإسراء

تفسېر : او تاسو په هغو ژمنو وفا کوئ کوم چي له الله تعالی او د هغه له بندګانو سره موکړي دي او په رېښتیا به د کړیو ژمنو په هکله پوښتنه درڅخه کېږي .

۲- کوم معلومات چي لاس ته راوړې هغه په امانتداري سره په بشپړه توګه کټ مټ خپرندویه وسایلو ته رسول دی، نه داچي دسیاسي مقاصدو لپاره په هغه کي د کمي او زیاتي لوبي وشي ، دا ځکه د اسلامي امت جوړښت د سالمي پوهوني او صحیح معلوماتو په اساس دی او روغه پوهونه هغه وخت امکان لري چي پوهوونکي په هغه څه کي چي را نقلوي یې او وړاندي کوي یې د امانتداري خیال وساتي الله تعالی فرمایې :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (27) سورة الأنفال

اې د ایمان خاوندانو تاسو له الله تعالی سره او د هغه له رسول سره خیانت مه کوئ او مه په هغو امانتونو کي خیانت کوئ چي تاسو یې یوبل ته وسپارئ په داسي حال کي چي تاسو پوهېږئ چي د امانت پالل واجب دی .

۳- يو ژورنالېسټ باید موضوعاتو ته د خپلي پوهني له مخي او د اوضاع له په نظر کي نېولو سره د اهمیت په اساس د ړومبي توب ترتېب ورکړي او هغه نتایج په پام کي ونیسې چي دوړاندي شویو معلوماتو په وجه د عمل په ډګر کي را مېنځ ته کېږي ځکه چي كله یو راپور خپور شوی نه وي مړ وي چي کله خپور شي عکس العملونه راپاروي چي ځیني یې عامو مسلمانانو ، یاځینو شخصیتونو ، یا مؤسساتو ته او يا پخپله د راپور وړاندي کوونکي ته تاوان رسوي ، او یا دیوې عقېدې, مذهب, تګلاري، مفکورې یا کوم شخصیت سپکاوی په کي شوی وي .

د راپور په وړاندي کولو کي باید د هغه ګټي او ضررونه په پام کي ونېول شي نه داچي د مسابقې په شکل چي څه لاس ته راوړي او تر نورو يي مخکي خپرولو ته وړاندي کړي، مونږ دانه وایو چي له ژورنالېزم څخه د لاس واخېستل شي بلکي زمونږ مقصد یواځي دادی چي د ژورنالېزم وظېفه باید د اسلامي اصولو او اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کي سرته ورسېږي .

۴- یوې وړې خبرې ته د غټي بڼه او غټي خبري ته د وړې بڼه ورنه کړل شي او حقایقو ته د مادي ګټو او یا ځان غوښتني په اساس تغېر ورنه کړل شي ، بل داچي د ژورنالېست مسئولیت دی چي هره خبره تول کړي او لکه چي مو وویل د اهمیت په اساس ورته مناسب حجم اوځای ورکړي ، د معلوماتو محتوا په پام کي ونېسي او د هغې په اساس مناسب سرلېک وټاکي ځکه چي ډېر مو لیدلي د ورځپاڼي په مخ وېروونکیه لویه سرخي ليكلي وي خو چي کله د هغې سرخي تفصیلات وكتل شې اويايي تحقيق وشي دومره اهمیت به نلري او یا به دروغ وي او ياچي معلومات وکړې هېڅ به نه وي پېښ شوي آیا دا د عامه ‌ذهنیتونو ګمراه کول او د خلګو د جېبونو لوټول نه دی نو څه دی؟

۵- بل داچي مونږ په یوه داسي عصر کي ژوند کوو چي حالات په کي کړکېجن او فتنې په کي زیاتي دي یو مسلمان ژورنالېست بایدپه داسي متشنجه اوضاع کي تر هرڅه د مخه د ثبات او وېښتابه په فکر سمبال وې په دې پېړۍ کي چي جګړې او شخړي د نړۍ په سطحه زیاتي دي مسلمان ژورنالېست تر هرڅه دمخه د هغو معلوماتو په هکله چي لاس ته یې راوړي باید د رېښتینوالي او دروغو پخلی وکړي نه داچي په څه خبر شوهغه سمدلاسه نشر ته وسپاري ځکه چي الله تعالی فرمایې :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6) سورة الحجرات

تفسېر : اې د ایمان خاوندانو که تاسو ته یو فاسق سړی یوه خبره راوړي نو د صحت او دروغو په هکله یې پوره تحقیق او بشپړ معلومات کوئ ثبات خپلوئ او په فوري عکس العمل لاس مه پوري کوئ ددې له وېري چي یوه قوم ته به د غلطو معلوماتوپه وجه تاوان ورسوئ او بیا به تاسوپه هغه څه چي کړي مو وی پښېمانه یاست .

کله خو د معلوماتو په وړاندي کولوکي تلېواره نه یواځی داچي د هغه ژورنالېست اجتماعي او ټولنېز حیثیت ته صدمه رسوي بلکه د هغه دېن او عقېدې او ملت ته هم یو ستر ګواښ متوجه کوي چي مسئولیت به یې په دنیا او آخرت کي د هغه په غاړه وي .

۶- د مسلمان ژورنالېست ټولي څېړني او سیاسي تحلیلونه باید د اسلام په اصولو بناء وي ، د هغه تنقېدونه باید د اصلاح لپاره وي، د هغه پرېکړي دشریعت او عقل په چوکاټ کي وي اوعادلانه وي ، نه داچي د احساساتو اوعواطفو په نتېجه کي وي ، ځکه چي احساساتي لیکني تر ګټي زیات نقصانونه رسوي ، هغه د اختلاف او تنقید په صورت کي د انانیت او تعصب لاره نه خپلوي بلکه تر هرڅه زیات ورته د حق او حقیقت پلوي ارزښت لري :

جاء رجل إلى عبد الله بن مسعود فقال علمني كلمات جوامع قال تعبد الله ولا تشرك به شيئا وتزول مع القرآن أينما زال ومن جاءك بصدق من صغير أو كبير وإن كان بغيضا لك فاقبله منه ومن جاءك بكذب وإن كان حبيبا أو قريبا فاردده عليه (تاريخ مدينة دمشق)

عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه ته یوسړی راغی او ورته ويي ویل چي ماته یوڅو جامعي خبري وکړه هغه ورته وفرمایل: چي د الله تعالی بندګي کوه او شریک مه ورسره نیسه او له قرآنکریم سره پیوست اوسه هرچېرته چي وي اوکه یوڅوک رېښتیا درته ووايي خواه که هغه لوی وي او که کوچنی وي منه يي ولوکه هغه ستا دښمن هم وي او چي یوچا درواغ درته وویل خواه که هغه لوی وي او که کوچنی وي مه يي منه ولوکه هغه ستا دوست هم وي او خبره ورواپس کوه .

د مسلمانان ژورنالېست نظر لېري لګېږي هغه خونه په خطا باندي پټ خولی پاته کېږي او نه دغلطي خبري ملاتړ کوي بلکه تر وسه وسه پوري د غلطي د ازالې لپاره د حکمت لاره په هغه شکل خپلوي چي نتېجه یې مثبته تسلي بښونکي او د ټولو په ګټه وي .

۷- د مسلمان ژورنالېست سینه د هغه چا په وړاندي پراخه وي چي له ده سره د رای اختلاف اود نظر توپیر لري ، لطیف او نرم مزاج وي ، دځان او د مقابل لوري په مېنځ کي د نظرونو اختلافات په خپرندویه وسایلو کي ددښمنیو د څرګندولو لور ته نه بیایې مګر که یې پوخ یقین شي چي د مقابل لوري نظر یې غلط دی او په خپل باطل نظر باندي ټېنګ دی او که پټه خوله پاته شي عمومي ذهنیت بېلاري کوي بیا چي یې خوښه وي هغه د حکمت لاره ورسره غوره کوي ترڅو چي خلګ پرې خبرشي او دهغه په باطل نظر ونه غولېږي .

۸- د مسلمان ژورنالېست ترهرڅه ړومبی په فکركي د مسلمانانو او اسلامي امت خيرخواهي وي ، د هغوی ستونځي او مشکلات څېړي او دنړۍ خپرندویه وسایلوته یې په هغه شکل رسوي چي د نړۍ والي ټولني پام او همدردي د هغوی خواته ور واړوي، هغه که هرچېرته وي که په ختېځ کي وي او که په لوېدیځ کي او که په هره سطحه ژوندکوي خو د خپل اسلامي امت او مسلماني ټولني غم یې ملګری وي ،کله هم مادي ګټي ، ذاتي مصلحت ، مقام او موقعیت د هغه او دې فکر تر مېنځ خنډ نه پرېوزي ، هغه که په لوېدېزه بې دینه چاپېریال کي هم وي خو د اسلام دښمنانو ته چک چکي نه وهی اونه دهغو لادینو افکارو او تبلیغاتو په وړاندي پټه خوله پاته کېږي كوم چي د اسلام د مورچلونو د سپاهیانو په ضد خپرېږي.

۹- مسلمان ژورنالېست له اسلام سره دمیني په اساس د اسلام د علماوو قلباً اوقالباً احترام ساتي ، کله هم د اسلامي امت فقهي مراجعو(علماوو) ته په سپکه سترګه نه ګوري ، د هغوی په خلاف تبلیغات نه کوي او د هغوی ځیني اشتباه ګاني (که چېرته وي) له هغو څخه ددښمنانو د خوشاله کولو او د هغوی د سپکولو لپاره کار نه آخلي،هغه کله هم د علماوو اشتباه ګانو ته سترګي په لاره نه وي چي څه لاس ته راوړي ورته خوشاله وي او ورپوري مختاړونه او روستاړونه وتړي اود هغوی د توهین په منظوریې خپرندویه وسایلو ته ورسوي، هغه په دې پوهېږي چي که علما دټولني په نظر کي منفور شي بیا یې څوک حقي خبري ته هم غوږ نه نیسي اوکه علماء نه وي نو داساده لوحه مسلمانان به ډېر ژرداسلام ددښمنانو په جال کي ښکېل کېږي چي پایلي به یې یوازي د اسلام ددښمنانو په ګټه وي، هغه له ځان څخه مفتي نه جوړوي ، حلال نه حراموي او حرام نه حلالوي ، او اسلامي نصوص په خپله ګټه او د خپل غلط نظر د ملاتړ لپاره نه کاروي ، یوازینی فکر چي هغه تل مشغول ساتي په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو مادي او روحي ستونځي وي چي تل یې د حل دلارو د را اېستلو په سوچ اوتکل کي وي .

هغه ته که د علماوو اشتباه ګاني په نظر ورشي کولای شي له علماوو سره کېني که د هغوی کومي اشتباه ګاني وي ور ته یې متوجه کړي او که په خپله دی په اشتباه کي وي ویې مني ځکه چي غالباً یو څوک دا سي فکر کوي چي حق دده په خوا کي ده خو د مناقشې په صورت کي ورته ثابته شي چي حق له مقابل لوري سره ده او انسان ضرور تېروزي خو چي په خپله تېروتنه اقرار او پښېمانه شي هغه د الله تعالی ډېر خوښ دی .

عن أَنَسٍ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم كُلُّ بَنِي آدَمَ خَطَّاءٌ وَخَيْرُ الْخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ. (سنن ابن ماجه)

له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له هر انسان څخه خطا پېښېږي خوښه خطاکار هغه څوک دی چي په خپله خطا اقرار وکړي پښېمانه شي اوبیا یې خواته ورونه ګرزي .

د علماء دین سپکه غوښتنه د یوه عادي مسلمان په خویونو کي نه وي یو ژورنالېست خو لا په خپل ځای دی ځکه چي هغه خو وېښ او په عالی اخلاقو متصف وي .

۱۰- د لوېدیز خپرندویه وسایل د اسلام په خلاف ناوړه تبلیغات کوي ، هغوی زمونږ دین د وحشت په څېره کي نړۍ والوته ور پېژني ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک شخصیت په خلاف د بيان د آزادي تر پرده لاندي د ناوړو جرایمو ارتکاب کېږي ، په داسي حساسو شېبو کي د یوه مسلمان ژورنالېست دنده دا ده چي هغه د اسلام ددفاع په مورچه کي تل وېښ واوسي او دداسي جرایمو په وړاندي پټه خوله پاته نشي ، د هغوی بېځایه تورونو ته ځوابونه ووایې ، هغه وظیفه لري چي د اسلام روښانه او ځلانده څېره نړۍ والوته ښکاره کړي ، هغه د ژورنالېزم په نړۍ کي داسلام سفېر ګڼل کېږي او اسلامي امت ور څخه د خپل رسالت په ښه توګه سرته رسول غواړي .

۱۱- مسلمان ژورنالېست د وخت د حاکمانو او مسئولینو تر اغېزې او فشار لاندي نه راځي ،هغه د حقایقو په وړاندي کولو کي له چا څخه نه وېرېږي ، دا ځکه چي د حقایقو وړاندي کول او خلګ ورباندي خبرول د هغه د مقدسي دندي برخه ده ، د ټولني اواسلامي امت مادي او معنوي ګټي تر هرڅه ورته زیات ارزښت لري ، که د وخت په حکومت کي هرڅومره د عزت مقام ولري خو دمقام ساتنه یې له حق ویلو او خپرولو څخه نه راګرزوي ، داځکه چي هغه په دې ایمان لري چي د انسانیت نېکمرغي او عزت په اسلام کي ده . عمربن الخطاب د اسلام دوهم خلیفه رضي الله تعالی عنه فرمایې :

إنا كنا أذل قوم فأعزنا الله بالإسلام فمهما نطلب العز بغير ما أعزنا الله به أذلنا الله. (المستدرك على الصحيحين)

مونږ یوخوار او ذلیل قوم وو خو الله تعالی د اسلام په برکت د عزت مقام ته ورسولو اوس که كله هم مونږ بېرته خپل عزت په بل څه کي لټوو الله تعالی به مو بېرته ذلیل او سپک کړي .

خو که پوه شي چي د هغه په دې خبرو فتنه برپا کېږي او تر ګټي یې ضرر زیات دی بیا د بله حکیمانه لاره غوره کړي فتنه جوړول او فساد خپرول د عادي مسلمان کارنه وي ژورنالېست خو لا په خپل ځای دی .

۱۲- مسلمان ژور نالېست باید د تقوی خاوند وی او په خپل هرڅه کي الله تعالی خپل نګران وګڼي او ژورنالېزم یو ه اقتصادي ذریعه او د دخل وسېله او دشهرت آله ونه بولي بلکه هغه یو ستر مسئوليت او دروند باراحساس کړي چي د هغه په غاړه پروت دی اوکه یې نیت په کي د الله تعالی رضا او د اسلام او مسلمانانو خدمت وي یو ستر عبادت دی چي د مادي استفادې تر څنګ به دالله تعالی په نزد ستر اجرونه ولري .

۱۳ – مسلمان ژورنالېسټ دداسي راپورونو له خپرولو څخه ډډه کوي کوم چي اخلاقي فساد ته وده ورکوي ځکه چي الله تعالی بېحیايي ته تشهبر ورکول دکفارو خوی ګڼلی دی فرمايي :

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (19) سورة النور

بېشکه هغه کسان چي هغوی داخوښوي چي د ایمان په خاوندانو کي بې حیايي خوره او تیته شي دهغوی لپاره په دنیا او اخرت کي دردوونکی عذاب دی او الله تعالی پوهېږي او تاسي نه پوهېږۍ .

عن علي بن أبي طالب قال العامل الفاحشة والذي يشيع بها في الاثم سواء (البخاري في الأدب والبيهقي)

له علي رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی فرمايي چي زناکونکی انسان او د همدغي پېښي بیانوونکی شخص دواړه په ګناه کي سره برابر دي .

۱۴- په اخېر کي به داهم زیاته کړم چي یومسلمان ژورنالېست په خپل مهارت کي دپوهني تر څنګ باید د اسلام پوهنه هم ولري هغه په اسلام او د هغه په اجتماعي نظام کي بشپړه مطالعه وکړي ځانته یو اسلامي کتابتون ولري چي د اړتیا په صورت کي ورته مراجعه وکړي اسلام یو ډېر دخوند اونېکمرغۍ دین دی هغه یو سپېځلی اجتماعي نظام لري خو د خواشیني ځای دا دی چي زمونږ څېړني د هغه په هکله دصفر په نقطه کي دي, مونږ خو دخپلي پوهني دزیاتوالي په موخه د غربیانو کتابونه او ناولونه ګورو خو دخپل سپېځلي دین له ارشاداتو څخه بېخبره پاته یو نور به خپلي چاري په الله تعالی سپارو هغه د هرڅه واکمن او په هرچا برلاسی دی دا بحث پدې شعرونو چي ستر عبرتونه بکي نغښتی دی پایته رسوم .

وما من كاتب إلاسيفنى ويبقى الدهر ما كتبت يداه

فلا تكتب بكفك غير شيئ يسرك في القيامة أن تراه

هر لېکونکی به ضرور له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټوي او د زمانې په لوحه به یې د لاس لېکني تل پاته وي نو په خپل لاس یواځي هغه څه لیکه چي غواړې د قیامت په ورځ یې په لیدلو خوشاله شې او سترګي د ورباندي یخي شي .

كتبت وأيقنت يوم كتابتي أن اليد تفنى ويبقى كتابها فإن كتبت خيرا ستجزى بمثله وإن كتبت شراً عليها حسابها

ماچي کله دا لیکنه کوله پدې باور وم چي لاس به مي پنا کېږي او لیکنه به پاته وي که مي لاس ښه او دخیر لیکنه کړي وه ښه بدل او ثواب به ورکړل شي اوکه يې بده لیکنه کړي وه نو بيا به يې الله تعالی ته ضرورحساب ورکوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د