fbpx

د روهي ادبي بهير د ٢٠٩ غونډي د راپور له وړاندي کېدو وروسته

Meeting_about_Ajmal_Khattak_-_Kandahar_10د لر اوبر څخه په کندهار کي د روهي ادبي بهېر دغونډو راپورنه خپريږي او زه هم کله ناکله چي انټرنيټ پيداسي ګورم يې ، دا ځل هم يو راپور خپور شو چي يوه عجيبه خبره پکې ليکل سوى ده، چي ستاسو پام ورته راګرزوم .

((د يادوني وړ ده چي تېر ځل هم د بېنوا فرهنګي ټولني د خوا د بهيروالو دپاره ورته ګامونه پورته سوي ول چي د شعر پېژندني ، سيرت د دورې او د موسيقي زده کړه يې ښه بېلګي بللاى سو )).

عجيبه ده!

له ٣ کلونو ورورسته د موسيقۍ پروګرام پېل کيږي خو له ٦ کلونو ورورسته بيا دنبوي سيرت تصميم هم نيول کيږي دا په داسي حال چي هم خپلو يارانو ته موسيقۍ ور زده کوي او هم يې د نبي کريم صلى الله عيله وسلم له ژوند څخه خبروي .

وګورئ دې توپېر ته! له څلورو کلونو وروسته داسي احساس شوه چي بايد بهېروال موسيقي زده کړي او ٦ کاله وروسته بيا شرايطو ته په کتو سره داسي احساس شوه ، چي د نبوي ژوند په اړه معلومات هم څه ناڅه ارزښتمن وګڼل شو .

زه نه پوهيږم ايا کيداى سي چي اوبه دي په اور کي واچول شي يا برعکس ؟!

اوس که دا تصميم د دې له پاره نيول شوى وي ، چي شرايط سره بل ډول دي او يا د دې له پاره چي يواځي د خلکو په سترګو کي خاورې ور واچول شي، نو ستر ظلم ښکاري .

او که د دې له پاره د نبوي سيرت درسونه پيل کيږي چي عمل پري وشي نو ايا امکان لري چي په سينما کي دي خلکو ته پداسي وعظ پيل وشي چي اې خلکو !

تاسو د سينما په ځاى قران ته مخه کړئ !؟ ايا امکان لري ؟!

حقيقي خبره دا ده چي روهي ادبي بهېر په ښکاره ډول د شعر او شاعري له پاره ځيني ناخبره ځوانان ور جذب کوي او شعر هم بايد داسي شعر وويل سي چي تل پکې د همسايه دکور دنجلۍ او يا د تره د لور صفت وشي، که له دې نه ور ها خوا ( دظلم په ضد، دپاڅون د راپارولو …. ) شعر وويل سي هغه بيا په بهېر کي ډېرزيات ارزښت نه لري اوپه چکچکو نه بدرګه کيږي .

خو په ورستيو کي روهي ادبي بهېر خپل اصليت څرګند کړ چي د دوى ياران په اصل کي د نور محمد ترکي، اشرف غني احمدزي، عبد الطيف فدرام …. ويده ځلميانو په لار روان دي ، او څه وخت وړاندي په لر اوبر کي د (( يار )) يو ليکنه هم خپره شوه . چي ګوند ته يې د (( ودان افغانستان نوم ورکړی)).

کله چي د بهېر له ځينو يارانو سره تاسو کښينئ نو درمعلومه به شي ، چي د بهېر کسان ياد دوى په اصطلاح ياران څومره له مذخرفاتو سره خوښحال دي او څومره په اسلام کي د مسلمانانو ضد فعاليتونه کوي .

د افسوس ځاى خو دادى چي همدغه کسان بيا له ځان پرته نور ټول انسانان بي شعوره او بي تمدنه ګڼي ، دوى فکر کوي څوک چي ښځي د باندي نه راباسي دا نو ستره بي تمدني ده. دوى د موسيقي اوريدلو،زده کولو، او يادولو ته دومره ليواله دي چي باور ولرئ قرآن يې دومره ندى خوښ.

خو البته ټول کسان نه بلکي هغه کسان چي د بهېر اساس پرې ولاړ ده .

هو ځيني کسان لکه قلم مل ، ناکرار ،سعد، او نور د اسلامي مفکوري کسان هم يادو غونډو ته ورځې، خو له مجبوري ورځي .

ځکه نور څوک نشي کولاى چي اسلامي شاعري، غونډي ، مجلس، او يا حلقي ته په دومره لوړ لګښت ځاى برابر کړي ، خو په روهي ادبي بهېر پسي خو د))ړنګ افغانستان )) نيمه بوديجه ور روانه ده .

څوک چي ځان ته مسلمان وايي او څوک چي ځان ته روښنفکره وايي نو پکار ده چي اسلام يي اصل او نور کارونه د اسلام په دايره کي تر سره کړي، نه دا چي ځان ته مسلمان هم وايي : دروغ هم وايي ، موسيقۍ هم راپورته کوي ، غيبت هم کوي ، په لهو لعب باندې فخرهم کوي ، داسلامي مبارزينو غندنه هم کوي، شراب خوړل يا ورته فعاليت هم روا ګڼي، شعر هم له دين نه انحراف ګڼي ، بي لارۍ ته هم خلک رابولي ، بازار ته دښځو را ايستل هم ابتکار ګڼي ، اسلامي فعاليتونو ته هم په سپکه سترګه ګوري ، شعار يې هم دا وي چي وطن، ژبه، اسلام برعکس مسلمان هم ده ، روښنفکره هم ده او جنت ته به هم ځي . دې ته وايي : عصري استدلال .

زه پوهيږم چي ډېر کسان به زما دليکني په رد کي خپلې ځوابي ليکني وليکي ځکه د کعبي قريشو هم قرآن شعر او نبي کريم صلى الله عليه وسلم يې شاعر ، او مجنون باله .

خو حقيقت دادى، چي هرڅوک پوهيږي چي (غوا توره شيدې يې سپېني)

زړه مي ده چي د ودان افغانستان په ګوند باندي هم خپله مطالعه له تاسو سره شريکه کړم که ژوند وو ان شاء الله تعالى.

ليكنه: علي احمد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د