fbpx

راډيويي ودونه د فضل الرحمن زرغونى لیکنه

RadioYawaliGhagپه افغانستان باندي د امريکا او د هغوى د ملګرو له يرغل سره سم په دې هيواد کي د زړې يوناني ابۍ (ډيموکراسۍ)  دزړو او لغوه شويو قوانيو د تطبيق له پاره  له صفر څخه کار پېل شو.

د امريکايانو، اروپايانو او ځينو افغان ملګرو هڅه يې دا وه چي ژر تر ژره دا قوانين تر تطبيق پوري ورسوي،  چي د دوى په وينا په دې لرغوني هيواد کي به سم سمکى يا په اصطلاح مدنيت او امنيت رامنځ ته شي .

دا چي موږ د يونان له زړې ابۍ ( ډيموکراسۍ)  سره بلد نه وو،  نو ځينو کسانو تر غرب هم پخپل ځان ښه ډيموکراسۍ عملي کړه،  پدې لړ کي د  نورو کارونو ترڅنګ  ډيرى هغو کسانو ته کوږدې  او  ودونه پيدا شول،  چي په تېرو کلونو کي يې مورکۍ  ټول کلي پسي پل کړى وو خو چايې زوى ته کوژده نه ورکوله .

د ډالرو په باران کي رسنيو بلخصوص محلي  F . M   راډيو ګانو په ډېره تېزي او شدت سره په کار پېل وکړ.  او د څوکلونو په تېريدو سره اوس په ټول هيواد کي تر ٢٠٠ پوري محلي راډيو ګاني خپل نشرات کوي .

پدې راډيو ګانو کي ډيرى نوي ځوانان او پيغلي په ښه معاش ورکولو سره جذب شول او تر څنګ يې ورته د تيلفون، انټرنيټ، او کيمره لرونکو مبايلونو او کمپيوټرونو امکانات مساعد کړل   .

په يادو راډيو ګانو کي د اړتيا له مخي له نوي راډيويي کمپيوټري پروګرامونوڅخه ګټه اخيستل پېل شول چي د نارينه ږغ په ښځينه او د ښځينه ږغ په نارينه بدلوي .

همدارنګه دا پروګرامونه د ډيرو نورو  اسانتياوو ترڅنګ کولاى سي چي مختلف ږغونه سره ګډ کړي ،    د راډيوګانو د پاليسو سره سم بايد ټولي راډيو ګاني  د اوريدونکو په پيدا کولو کي  سخته سيالي وکړي  د دې لپاره چي   هره يوه  راډيو بايد  دا سيالي وګټي نو  راډيو ګانو ته نورې پيغلي او  ځوانان  چي ښې حنجري يې لرلي پسي ورمات شول .

ورپسي په راډيو ګانو کي تيلفوني خپروني پيل شوې چي نيست  يې  په هست بدل کړل .

ورځ تر بلي د نجونو او هلکانو تر منځ تيلفوني اړيکې ټينګي شوې   چي يو لورى د ازاد خبريال په نوم او بل لوري د اوريدونکي په صفت  دې اړيکو ته پراختيا ورکړه .

دا ټيلفوني  اړيکي   له هغه چا سره نيول کيږي چي له حنجرې څخه شه ډبل ږغ ايستلى شي  او ډيرى وخت مقابل لورى نجوني وي چي له دې  راغلې او تلونکي ډيموکراسي څخه استفاده کوي .

دا  اړيکي لومړى د اوريدونکي او ازاد خبريال  د اصولو نه په استفادي سره د راډيوګانو د خپرونو د ارزښت په اړه ټينګي شوې ،  وروسته يې شخصي ژوند ته لاره ومونده .  ورپسي  د نجونو او هلکانو ترمنځ دا  اړيکي دومره کلکي شوې چي د ځينو کسانو ترمنځ يې د واده او کوږدې کولو ته لاره پرانسته او ځيني لا داسي هم شته چي اوس هم څړه ګرځي،  خو اُميد لري .

يو څو کاله وړاندي به که چا ويل چي په بهر کي کوږدې او ودونه  په انټرنيټ کي سره کيږي د تعجب خبره وه،  خو اوس دې  بهرنيان مونږ ته حيران شي ، چي تر دوى مو هم  وړاندي ګام کېښود او د راډيويي ودونو تهداب مو کېښود .

دا چي په افغانستان کي اوس څومره کسان راډيويي ودونه لري او يا اوس څومره کسان  د خبريالي له موقعي نه په استفادي سره  وعدې سره کوي،  يوې دقيقي احصايې ته اړتيا ده ځکه چې لدې راډيويي ودونو څخه راپورته کيدونکو لانجو ته لا وخت شته چي تيارى ورته نيول اړين ښکاري ،  دا وړاندوينه ځکه کيږي چي نجوني خو په هلکانو ندې عشقاني بلکي د هلکانو په حنجرو عشقاني وې  خو اوس يې چي خاوند ورسره ږغيزي  له راډيويي ږغ  سره ډېر زيات توپېر لري ځکه،  چي هلته اصلي کمپيوټر ږغ ښايسته کاوو نه  دا چي  د ازاد خبريال ږغ ښه او په زړه پوري وو .

زما په فکر دا څيړنه بايد د په افغانستان کي د ازادو خبريالانو ټولنه وکړي ځکه چي دا ټولې اړيکي او  ودونه   له رسنيو او خبريالۍ نه په استفادي سره تر سره شوې دي .

مونږ هم له سترڅښتن څخه د بخښنى اُميد لرو ځکه چي الله جل جلاله غفور او رحيم دى .

د زړې يوناني ابۍ ( ډيموکراسۍ  دماتي او د واقعي اسلامي نظام د رامنځ ته کيدو په هيله .

فضل الرحمن زرغونى

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د