fbpx

دمسلمانانو دوحدت هاکران

hackerپدې وروستیو وختونو کي چي دالله تعالی په مرسته او دننګیالیو مجاهدینو په مټه مو دښمن دماتي په درشل کي وروستۍ سلګۍ وهي دلته او هلته کله ناکله ځېني داسي کسان ترسترګو کېږي چي كار يې داوي دمسلمانانو په خلاف په قصدي توګه ناوړه تبلیغات وكړي، غواړي عمومي ذهنیت بېلاري کړي، دتبلیغاتو له لاري څخه نور مسلمانان هم په شکوکو او شبهاتو اخته کړي اودرزونه نور هم زیات کړي،

کله دطالب او ملا په خلاف، کله دحزب اسلامي او حكمتيار په خلاف، کله دجمعیت اصلاح دمجاهدینو وروڼو په ضد، اوکله بيا توکمېزي شخړي را ولاړوي, كله بيا دکفر ټاپې لګوي ځیني خو يې تريوه حده پوه کسان هم وي چي دخپلو پوچو تبلیغاتو د ښه انځورولو په خاظر قراني آیتونه او نبوي احادیث هم کاروي , ترڅويې لوستونکي داسلام خواخوږی تلقي کړي خو په حقیقت کي هغوی هغسي دي لکه چي وايي (کلمة حق أراد بها الباطل) خبري رېښتيا کوي خو موخي يې دباطل چوپړ او دفساد خپرول وي، دا كسان نه خو خپل حقیقي انځورونه وړاندي کوي نه خپل ځانونه ښيي بلکه په مستعارو نومونو لیکني کوي او د مچانو غوندي دپرهارونو تلاش کوي ترڅو میکروبونه واچوي ، مونږ چي کله ناکله ورسره دبحث په انټرنېټي بانډار ځایونو کي مخامخ شو هرڅومره چي ورته په مخلصانه ډول دامت او مسلمانانو دوحدت په هکله توصیه وکړو خو بيا هم پخپلو درېځونو ټېنګ ولاړ وي که دځای او نوم پوښتنه ځېني وکړې ډډه کوي،  زه خو لومړۍ دې کسانوته یوه عاجزانه هیله دلته هم ستاسو په مخکي وړاندي کوم چي مسلمانان دقرانکریم په نص په خپل مېنځ کي یودي بل هغه خواږه وروڼه دي چي هېڅ ډول طبقاتي، توکمېز، جغرافيايي واټنونه، لساني او نژادي توپېرونه يې يوله بل څخه نشي بېلولای،  ته يې دي الله تعالی په روی دخپل نس اوهوس دمړښت په خاطر په مېنځ کي دېوالونه مه دروه ، دجهاد او مقاومت په صفوفو کي واټنونه مه جوړوه ، هغه تاریخي وياړ او بری چي زمونږ دمسلمان ولس او په حقیقت کي دټول اسلامي امت په برخه کېدونکی دی ته يې دشنډولو هڅی مکوه، دا دنفاق لاره او دښمن ته مستقیم یا غیر مستقیم چوپړ پرېږده، کورونه او قامونه په نويوغمونو مه اخته كوه، دغه ځورېدلی او کړېدلی ساده ولس دخدای لپاره نور په اوتو بوتو مه غولوه ، که مخلص مسلمان او اسلام ته هوډمن يې، او دآخرت په ورځ ، حساب او کتاب ایمان لرې داسلامي امت ديوه فعال اندام په حیث ديوه مصلح رول ولوبوه اوکه دي دخیر کار په وس کي نه وي دشر چابي هم مه جوړېږه، که دحسن ظن له مخي ستا لیکني او خبري دنېک احساس زېږنده وګڼو نو هم پداسي عامو محضرونو کي ددې ډول ناندریو را پارول دعمومي ذهنیت له ګمراه کولو پرته بله معنا او نتيجه نلري ، څوک دي چي نېمګړتیاوي به نلري، نه خو دلته فرشتې شته او نه پیغمبران چي وړه ګناه به هم نه ورڅخه پېښېږې ، لږ خو خپل ګرېوان ته سرټېټ کړه ، داسي يې فرض کړه چي ته پاکه فرشته يې خو الله تعالی ته به ددې پوښتني ځواب څه ډول ورکوې کله چي هغه درنه وپوښتي چي ما فرمايلي وو چي:

إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ (92) سورة الأنبیاء

داستاسو (مسلمانانو) امت يو امت دی او زه ستاسو پالونکی يم نو تاسو ټول زما عبادت کوونکي جوړ شئ .

تاولي هغوی په يوه اوبل نامه نه يوازي سره بېلول بلکه نورمسلمانان دي هم دې ډول خوځښتونو او فساد ته راپارول ؟

ته به درسول الله صلی الله علیه وسلم ددې حدیث دڅرګندي سرغړوني څه ځواب وايې ؟ چي فرمايي :

عن عبد الله بن عمر  عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :  لا ترجعوا بعدي كفارا ، يضرب بعضكم رقاب بعض (صحيح البخاري)

له ما وروسته كافران مه جوړېږﺉ چي ځېني مو دنورو غاړي غوڅوي .

که په يوه مسلمان ورور تنقید لرې او غواړې چي هغه خپلي نېمګړتياوي اصلاح کړي ورشه ورور یې وګڼه اودحسن تفاهم له لاري داختلاف ټکي ورسره مطرح کړه خو دايې طریقه نده چي خپل میکروب نوري ټولني ته په ډاګېزه بڼه له مجهولو لارو څخه په مجهوله څېره نقل کوې ، ددې ډول څرګندونو ثمره به يواځي داوي چي دښمنان مو چي درسوا ماتي په حالت کي دي بېرته په پښو ودرېږي او زمونږ کړېدلی ولس له يوه ناورېن څخه خلاص او په بل ناورېن يې سرشي .

عامو مسلمانو وروڼو ته وايم که هغوی دا ډول مصلحانه تګلاره نه خپلوي او له اسلام او دهغه له ارزښتونو سره تړاو نلري له هغو مسلمانو وروڼو څخه چي له دې مافیا سره مخامخ کېږي هیله کوم چي هغه څوک چي دې ډول اختلافاتو ته لمني وهي او مړې سکروټي تازه کوي باید ويې پېژني او لیکنو ته يې نه خو ارزښت ورکړي او نه ځواب, دا ډول کسان یاخو دخپل هوا او هوس غلامان دي چي دامت د دردونو احساس ورسره نشته او ياهم ددښمن له خوا ګمارل شوي ایجنټان دي ترڅو ديو څو ډالرو په مقابل کي ورته مخلصانه چوپړ ووهي . ياهم سابقه رټل شوي وطن پلورونکي کمونسټان دي چي دیرغلګر له ماتي وروسته نور دمسلمانانو په مېنځ کي دناستي لپاره ځای نلري هڅي کوي خپله بقاء دمسلمانانو په ورکه کي ولټوي تاسو يې لیکني او ويناوي بابېزه اچوئ خبرو او پوچو تبلیغاتو ته يې ارزښت مه ورکوﺉ ، هڅه وکړﺉ ويې پېژنئ او نورو وروڼو ته يې هم وروپېژنئ .

خو د دې ډول انټر نېټي مافیا لوڅول او پېژندل هومره اسان کار ځکه نه دی چي هغوی په ورځ کي لس ځله څېرې بدلوي او د مږو غوندي کله له يوه غاره او کله بیا له بله غاره پوزي راښکاروي ترڅو يې دهويت پېژندل  او دټاټوبي په ګوته کول ناممکن شي .

که نن ورنه بې تفاوته پاته شو او عام ولس یې په نیتونو او اهدافو خبر نکړو نو خدای مکړه ولس ، ټولنه، او امت به مو دتېر په څېر سبا بیا په خپل مېنځي جګړو کي راګیر وي او يو دبل په خلاف به يې مسلحانه سنګرونه نېولي وي . خپل او پردي به را باندي لاسونه ټکوي او داسلام دښمنان به مو تماشې کوي او دجهاد ثمره به مو په کورنیو جګړو اوړي بيا به دهغو کسانو خبري حقیقت ثابتي شي چي نن زمونږ سپېڅلي مقاومت او جهاد ته فساد وايي لکه پرون چي ويل او بيا هماغسي وشول چي دجهاد پایلي مو په کورني فساد بدلي شوې چي اوس يې هم لا ځېني پردي اجېران، پشتانه قوم پرستان خپلو اتباعو او عامو ساده لوحو مسلمانانو ته هره ورځ په توهین امیزه بڼه مثالونه یادوي .

مونږ ته دباشعوره مسلمانانو په توګه په کارده چي هرطالب، هرحزبی، هراصلاحي او هرمسلمان که هغه له کومي ډلي سره تړاو ولري او يانه چي ديرغلګر په وړاندي يې په يوه نه يوه بڼه سنګر نېولی وي، داسلام او مسلمانانو په خلاف له سازش کولو څخه کرکه کوي، دایمان په څړېکه او له اسلام سره په مینه يې زړه بډای وي خپل وروڼه وګڼو دهرمورچل سپاهي که د وسله وال مقاومت مورچل وي که دقلم مورچل وي که دلېکوالي او ژورنالېزم مورچل وي که دانټرنټ او نورو خپرندویو وسایلو مورچلونه وي دا ټول په حقیقت کي ديوه بدن اندامونه دي چي يو يې بل تکمیلوي او هر يو پخپل ځای خپله دنده سرته رسوي زمونږ وروڼه دي او دلاس دګوتو په شان راته برابر، زیار او هڅی يې دستایلو وړ دي .

(المؤمن للمؤمن کالبنیان یشد بعضه بعضا- الحدیث )

مونږ باید داسلام دسرلوړۍ په خاطر نور دتفرقې توري له خپلو قاموسونو څخه لېري کړو يو او بل ومنو او ددښمنانو دلوبو اله کار نشو او ټول داسلام ددېوال دټېنګولو په لار کي دپخو خښتو رول لکه څرنګه چي دذکرشوي حدیث شریف مدلول دی ولوبوو نه داچي کوم چاڅه راته وويل په پټو سترګو يې په لومو کي ښکېل شو او دپردیو داهدافو دپلي کولو او دمسلمانانو دکمزوري کولو په لارکي په لاشعوري توګه قرباني شوالله ولي التوفیق .

داسلامي ورورولۍ دتحقق او داسلامي امت دیووالي په هیله

لیکنه: ابو خلیل قدوسی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د