
د تلویزیونونو ځورونکی حالت
امت، کالم: د افغانستان د تلویزیونونو حالت ډېر ځوروونکی دی. تلویزیوني کانالونه چې د افغاني ټولنې هېڅ اصل ته ژمن ندي د حیاء او شرم له مسیره دومره وروسته پاتې دي چې حالت یې اکثرو وګړو ته له زغم څخه وتلی دی. یوازې هغه څه چې همدا وګړي ډېر ځوروي، د اسلام او جهاد په نامه د ملیونونو وګړو د قربانیو مسئله ده. انسانان وینې تویوي چې د وینو د بهاء پور پرې کاندي. اروپا چې تمدن او مدنیت ته یې د رسېدو لپاره سترې قربانۍ ورکړې، خو په نتیجه کې یې داسې تمدن خپل او ترلاسه کړ چې د انسانیت له مسیره ډېر وروسته پاتې دی او کوښښ کوي چې همدا تمدن د عقدې له مخې په نوره نړۍ خصوصاً په مسلمانه نړۍ هم جبري کاندي.
عقده مې ځکه وویل چې د بشري فطرت دا خاصه ده چې کله یو انسان خپل ګرانبیه څیز له لاسه ورکړي، نو پخپل سیال بیا د هغه څه د درلودو توان او طاقت نلري. د غرب بېحیایي له انحصار او حدودو وتلې او داسې یوه پړاو ته داخله شوې چې کنټرول یې له وسه وتلې خبره ده.
نن ورځ همدا خبره کټمټ د شرق په اولسونو تطبیق شوې او په افغانستان کې د تطبیق په حال کې ده. افغانستان سنتي ټولنه لري خو سنتي دا مانا نه چې د حیا او بېحیایۍ ترمنځه په تفکیك قایل ندي. افغانستان پرمختګ غواړي او ورته اړتیا لري خو دا مانا نلري چې پرمختګ دې د حیاء او شرم ټولې پردې څیرې کاندي او پداسې یوې هیولا واوړي چې ټول بشري ارزښتونه او نورمونه تر پښو لاندې دل کړي.
په افغانستان کې حاکم نظام د وارداتي دیموکراسۍ زوړ او بېکاره ماشین ته یوازې نوی پوښ ورکړی خو په اصل کې هماغه نظام دی چې یوازنۍ موخه یې د بشري فطري ارزښتونو لهمنځه وړل دي. په حکومت کې ځینې ځانګړي افراد چې د فساد په همدغه ترویج کې مهم رول لري د همدې وارداتي دیموکراسۍ پليکوونکي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو قانون اوله ماده کې داسې راځي چې: نوموړی قانون د اسلام د مبین دین د احکامو او اصولو په رڼا کې، د اساسي قانون د څلوردېرشمې مادې په تعقیب او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د نولسمې مادې په رعایتولو سره د فکر او بیان د خپلواکۍ د حق د تأمین او د رسنیو د فعالیت د تنظیم په موخه وضع شوی دی. خو د همدغې مادې د اهدافو په توضیح کې د اسلامي ارزښتونو او اصولو هېڅ څرک نه لګېږي.
د اسلامي احکامو او اصولو خبره دلته ډېره خندنۍ ده. دوی یوازې د اسلامي اصولو او احکامو توري لیکلي ترڅو هغه رسمي او تشریفاتي پروسه طی کړي او ملت ته د ګیلې کولو چانس پرېنږدي. د (اسلام ـ اسلامي احکام ـ اسلامي اصول او ارزښتونه) په دولتي صفحو کې یوازې نمایشي نومونه دي او نور د اسلام په نامه په حقیقت کې هېڅ څه شتون نلري.
د تلویزیونونو او راډیوګانو معیار د پروګرامونو په علمي کیفیت کې ندی بلکې فحشاء، بدلمني، سازوسرود، بېحیایي او بېشرمي معیار ګڼل شوی دی او هر یو یې دا کوښښ کوي چې له نورو څخه دا سیالي وګټي. د تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند ډمانې راولي او پر داسې یوه سبک یې په تلویزیون کې راڅرګندوي چې د خلکو ذهنیتونه فحاشۍ ته مایل کړي او داسې یې جوړ کړي چې ګواکې دا یو لوی انساني هنر او فن دی او بختور د انسانانو به له دې بخته ګټمن کېږي.
د طلوع تلویزیون د (افغانستوري او افغانستان غږ) دوه مترادفې فحاشې او بېحیا برنامې دي چې موخه یې یوازې د نوي نسل بربادول او ډم کول دي. پر دغو برنامو کې د افغانیت او اسلامیت ټول معیارونه او ارزښتونه د جام او د مغان له پیالو او روسپيګانو قرباني کېږي. یوه ورځ په همدې برنامه کې کوم ډم چې د نورو په شیطاني غږونو د قضا په بستر ناست وه، هغه ته په خطاب سره وویل چې؛ زه باور لرم چې ستا په غوږ کې د آذان پر ځای خدای سندره ویلې. (په نقل قول کې که راڅخه اشتباه شوې وي، مخکې له مخکې بښنه غواړم). کابل مېشتو مفتیانو پر دغه لوی شیطان د کفر فتوی ورکړه او دا یې اسلام او اسلامي شعایرو ته لوی سپکاوی وباله. خو فتوی داسې باد یوړه لکه د نورو زانیانو، غلو او قطاعالطریقانو له سره یې چې وړي. هغې فتوی هېڅ ځای ونه نیوه او دا شیطان یې د محکمې مېز ته راکش نکړ.
یو ځای بل ځای چې ددې ډمانو او ډمو کتارونه وینم پدوی کې یو لوی اوښتون رامنځته شوی دی. هغه داسې چې مخکې به ځای پر ځای ولاړ او ولاړې وې خو اوس ورسره رقص او ګډا هم کوي. مخکې به پټې وې خو اوس بربنډې شوې دي. مخکې به یې غوښې نه ښکارېدې خو اوس یې شرمګاوې هم ښکاري.
د Rumi Awards په نامه د آریانا تلویزیوني کانال د فحاشۍ، اسلامدښمنۍ او بېحیایۍ هغه ستر پروګرام مخته وړي چې موخه یې په کال کې یو ځل د همدې ډمانو راټولول دي. نوموړی پروګرام، اول څو کلونه په هند کې دایرېده خو سږکال په کابل، د بابر په باغ کې دایر شو چې د مسعود د مړینې له ورځې سره یې سمون لاره. د نوموړي پروګرام د اداکارۍ انځورونه بيبيسي خپاره کړي دي او اوس یې هم پر انټرنټي پاڼه کې موجود دي.
څو خبرې لرم؛ لومړی د مولانا جلالالدین رومي رحمه الله چې یو لوی دیني عالم او متصوف تېر شوی دی، د هغه په شان کې ډېره لویه بېادبي او ګستاخي کوي. د هغه په نامه د فحاشۍ د یوه پروګرام رامنځته کول او هر کال د فاحشو، لوڅو او بربنډو روسپيګانو لمانځل د علماؤ لوی سپکاوی دی چې نه دولت او نه هم خلکو پدې اړه څه کړي.
دوهم دا چې هماغه د فحاشیو، بدلمنیو او بربنډوالي خپرول او ترویج دی چې په یوه او بل نامه د افغانستان په مسلمان ملت تپل کېږي.
دریم: د علماؤ او روحانیونو له نامه څخه د غلطې استفادې تر چتر لاندې خپل دغه نامشروع او ناافغاني کار ته مشروعیت او افغانیت ورکوي. دوی هڅه کوي داسې ذهنیتسازي وکړي چې تصوف العیاذبالله همدې ډمتوب ته وایي او کوم خلاف کار ندی.
دوی باید پدې پوه شي چې افغانستان یوازې د کابل ښار ندی او افغانان یوازې همدا د ګوتو په شمېر لنډغر او لنډغرې ندي چې دوی د افغانانو او افغانستان فرهنګ، کولتور، رسم او عنعنه
نړۍوالو ته وړاندې کوي. دوی په هېڅ ډول د افغانانو د افغاني هنر او فن استازیتوب نشي کولای. د افغانانو په نامه دا فحاشي باید بنده شي، دا یوازې زما غږ ندی دا د ټولو هغو افغانانو غږ دی چې پلرونو او نیکونو یې د شریعت د استقرار پخاطر د وطن په هره دره او هره لاره وینې توی کړي دي.
امت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی اسیا
ﻋﺘﻴﻘﺰﻱ ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﻗﻠﻢ ﺩﻱ ﺑﺮﻛﺖ ﺳﻪ ﭘﻪ ﺩﻱ ﻓﺎﺣﺸﻮ ﺩﻱ ﺯﻣﺎ ﺯﺭﻩ ﻳﺦ ﻛﻲ.