په بولدک کې څه روان دي

abdul_raziq_komandan_boldakخالد افغان زوی

دکندهار  سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک ددې ولایت له مهمو او کلیدي سیمو څخه شمیرل کیږي ، داسیمه که له یوې خوا له پاکستان سره په مهمه تجارتي لار پرته ده بله خوا دوېش دتجارتي ښارګوټي له رامنځته کیدو سره یې دتجارت او عائداتو له نګاه دهیواد په کچه خورا ډیر شهرت او اهمیت خپل کړی دی  .

له همدې امله دبولدک په خوا دهیواد مزدور کارو او سوداګرو هم توجه اوښتي او اوس داسیمه د نفوس او ګڼې ګوڼې له اړخه دکندهار په سطحه بې سیاله سیمه بلل کیږي .

مګر هغه څه چې ددې تجارتي سیمې داوسیدونکو ژوند یې ورتریخ کړی ، په همدې ولسوالۍ کې میشت دکندهار دسرحدي ځواکونو قومندان عبدالرازق دی چې له څو کلونو راهیسې دامریکایانو په مستقیم ملاتړ دبولدک په خلکو راج چلوي .

څو ورځې وړاندې دسفر په مهال دهمدې سیمې له څوتنو اوسیدونکو سره مل وم ، کله مې چې د بولدک دحالاتو په اړه ترې وپوښتل ، نوټولو په یوه اواز ددې ښارګوټي له حاکم  عبدالرازق څخه شکایتونه پیل کړل او نوموړی یې یو زورواکی او ظالم  چارواکی وباله .

دوی وویل په بولدک کې ولسوال او نور حکومتي چارواکي هسې په نامه ناست دي ، دچارو واک ټول دهمدې عبدالرازق په لاس کې دی ، چې امریکایان بیخي ډیرې پيسې ورکوي  او په بشپړه توګه یې حمایه کوي .

دوی وویل عبدالرازق کوم مسلکي پولیس نه دی چې کوم تعلیم یامسلکي روزنه یې ترلاسه کړي وه بلکې نوموړی تردې وړاندې دټوپکیانو په وخت کې دبولدک دمشهور غله منصور انډیوال وه ، وروسته یې دپاکستان په چمن کې غلاوې او بدماشۍ کولې او کله چې امریکایان راغلل ، نو دی هم ورسره ملګری شو چې دهغوی په وړاندې دکامل اخلاص او اطاعت له وجې یې دبولدک واکمني وروسپارله .

ددوی په وینا عبدالرازق دافغانستان دنورو حکومتي مشرانو په خلاف بېل دیکتاتوري نظام جوړ کړی دی ، دی له تیرو څوکلونو راهیسې په دې هڅه کې دی ، چې خلک دخپل ظالمانه او قساوتي پالیسي په زور ترروحي فشار او رعب لاندې وساتي او په دې توګه خپل راج ته دوام ورکړي .

دبولدک اوسیدونکي وایي چې رازق دهغه چا په وړاندې چې دی یې دبیلابیلو انګیزو له مخې خپل مخالفین بولي یا دمخالفت شک پرې کوي ډیر ظالمانه چلند کوي ، ددوی په وینا نوموړي څو کاله وړاندې  خپل دبدماشۍ د وخت څوتنه شخصي مخاصمین چې شمیر یې ترلسو زیات وه په سپینه ورځ چارماري کړل او مړي یي په دښته وغورځول .

سره له دې چې دبولدک ددې اوسیدونکو سرټکونې او ګیلې مانې خورا زیاتې وې ، مګر هغه څو پیښې چې ما له دوی څخه یاداښت کړې او ددوی په وړاندې تیرې شوې وې په لاندې توګه وې .

۱ په بولدک کې رازق دعسکرو له لوري څو تنه  (شهید عبدالحکیم دکندهار اوسیدونکي په قوم پوپلزي، شهید رحمت الله دنظر محمد زوي دبولدک اوسیدونکي او عبدالباري دتور زوي ) شهیدان کړل شول وروسته یې  جسدونو ته سپي ورپرېښودل  او دهغوي دبدن غړي یې  وخوړل  دبولدک ددې اوسیدونکو له جملې یو  وایی زه خپل دهمدې شهید په جنازه کي وم چی کله مو دنوموړي جسد وکتی  دشهید زړه او دبدن نوري غړي یې ترې خوړلی وو .

۲   ددوی په وینا دغه راز   دوه تنه چې له طالبانوسره دهمکارۍ شک پرې کیده  (حافظ عصمت الله  او عطالله دګل خان زوي ) په بولد ک کې له قومندان عبدالرازق سره بندیان و وروسته هغوي نادرکه شول او هیڅ معلومات یې نه کیده بیاموږ دمنطقې سپین ژیرې عبدالرازق ته ورغلو   عبدالرازق له ډیرو ناندریو وروسته په یوه پوسته باندي لیک راکړ چې کیدای شي دهغې پوستي عسکر مالومات درکړي  کله چې موږ دسرکار والې دمحمد پوستې ته ورغلو  هغوي راته وویل چې لږ بیرته شاته وګرځي په پلانکی شېله کې یې جسدونه پراته دي ،کله چې موږ هلته موږ ولاړو دشهیدانو جسدونه په ازاده فضا په دښته او شېله کې لاس تړلي  پراته وو  بیا مو خپلې منطقې ته انتقال کړل.

۳  دغه راز په یوه بله پیښه کې دعبدالرازق  سرحدي  عسکرد بولدک درباط  سپیره غونډۍ سیمه کې  دحاجي وزیر  کورته  دشپې له مخې په  ډیر وحشت ورغلل  دحاجي وزیر ځوان زوی نعمت الله او میرمن یې په خواږه خوب ویده وو   عسکرو دغه   ځوان  په خپله بستره کې په ډزو وویشت اوشهیدیې کړ.

۴   دبولدک دغو اوسیدونکو زیاته کړه چې درازق له زندانه یوه راخلاص شوی بندي راته کیسه کوله  چې له موږ سره یو ملګري وو ډیر ښایسته ځوان وو اوږدې تورې څڼې یې درلودي  یوه ورځ ملګرو ورته وویل چې داڅڼې  کوچنۍ کړه  داظالمان دي پرې په عذابه وي  نوموړي وویل  چې په څڼو کې څه ګناه ده ، په څڼو خو څه بندیز نه ده لګول شوی   بندي وایي  چې څو ورځې نه وي وتلي  چې نوموړي ښایسته ځوان  دشپې لخوا عسکرو له زندانه ویوست  او هغه مخه یې شوه بیا چا نه دي لیدلی او شهید یې کړ.

۵  دبولدک دناوې په سیمه کې یو موټروان  درازق  عسکرو په دې نامه چې له طالبانو سره همکاري کوي له کوره    بوتلی   ، ددوی په وینا دموټروان  سپین سرې مور  له شا ورپسې لوڅې پښې ځغلیده او په عاجزي یې ورپسي ناري وهلی چی زوي مي بې ګناه دي راپرې یږدئ  خو درازق عسکرو دنوموړي مور پسې واخیسته اوڅو ورځې وروسته دهغه ډرایو مړی وموندل شو .

۶  دغه راز دوی وویل چې رازق په دې وروستیو کې دبولدک دتجارانو اوسوداګرو ژوند هم خورا ورتریخ کړی دی ، نوموړي یوشخصي زندان جوړ کړی دی او که په هرچا یې له طالبانو سره دهمکارۍ شک قدرې هم راشي نو نیسي یې او خپل زندان ته یې اچوي ، ددوی په وینا دبولدک یوشمیر خورا دنامه څښتنان قومي مخور او تجاران له ډیره وخته راهیسې درازق په بند کې پراته دي ، دغه راز رازق ګڼ هغه کسان هم زندان ته اچولي چې خپلوان یې په طالبانو کې وه .

دبولدک دې اوسیدونکو ویل چې رازق په تیرو څو کلونو کې ګڼ قتلونه کړي دي ، ځیني کسان یې په وړو غلاګانو له نیولو وروسته وژلي او په ځینو یې چې دطالبانو دهمکارۍ شک راغلی نو په پټه یې وژلي دي ، دوی وایي چې دبولدک دښار په څنګ کې یوپخوانی څاه دی ، چې رازق خپل مخالفین تروژلو وروسته همالته غورځوي ، دوی وایي چې په بولدک کې څوک نادرکه شي نو خپلوان یې هماغه څاه ته ورځی ترڅو یې مړی په لاس ورشي .

دبولدک دې اوسیدونکو وویل چې رازق اوس نږدې دلیونتوب پړاو ته رسیدلی اولس سخت ترې ناراضه دی خو دامریکایانو له امله او دنوموړي دقساوت له کبله غږ نه شي اوچتولای ، دوی وایي چې دکه دبولدک په حالاتو له سره غور ونه شي ښایي ، ددغه تجاراتي ښار چې دعائداتو له برکته یي دډیرو افغانانو  نسونه مړیږي  وضعه نوره هم خرابه شي ، چې بیا به اوبه له ورخه تیرې وي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د