fbpx

یو بل تیري جونز (دسرلوڅ دلیکنې په ځواب کې)

tary_jonez_one_more

قاري حبیب

حاضرې ګړۍ چې موږ بدمرغه په کې ساه کاږو، ښایي  دزمان په تاریخ کې ترټولو تورې  شیبې وي ، ځکه په دې زمانه کې انسانیت دلومړي ځل لپاره ولیدل چې یووحشي شوی انسان راپاڅید، دخپل خالق ، مالک او سترمنان څښتن جل جلاله  کتاب یې لومړی دمحاکمې میز ته ودراوه (العیاذبالله ) ددرستې نړۍ په وړاندې یې دهغه دوسیه واوروله ، بیا یي په اور کې دلولپه کیدلو

( اعاذنا الله منها) سزا ورته وټاکله، اووروسته یې دخدای اودهغه ددرست منت بار مخلوق ، ځمکې ، اسمان ، لمر ، سپوږمۍ او ټول بشریت په وړاندې  دخدای کریم ، عزیز او شریف کتاب په اور کې لولپه کړ!!!!

داکومه پټه یاخیالي صحنه نه وه ، نږدې دلسو دقیقو لپاره درست بشریت لیدل چې له قرآنه لمبې پورته کیدلې ، قرآن داور په بټ کې راګیر وه ، او پاڼې پاڼې ، آیت آیت یې داور عتاب ګاله !!!

رښتیا هم الله تعالی ډیر احسان کوونکی او حلیم ذات  دی ،داچې هغه ګړۍ اسمانونه  راونه نړېدل ، ځمکې ونه رېږدېدې ، غرونه دوریځو په شان په هوا نه شول ، سمندرونه ونه خښمیدل ، او بالاخره دا ګناه کوونکی او ګناه لیدونکی بشریت پوپناه نه شو. . .

دایو خورا له تحلیل او زغم نه لوړ رویداد وه ، که تاسو خیال کړی وي ، په تېر سپتمبر کې  چې دغه بدمرغه پادري تیري جونز دقران دسوزولو یوازې ګواښ  قدرې وکړ نو ټوله نړۍ  سره وښوریده ، مظاهرې پیل شوې ،تردې  چې دغه ظالم یې له دې کاره راوګرځاوه ، مګرداځل چې قرآن وسوزید، بیا هم نړۍ ګونګه وه او دچاترستوني آه  نه اوچتیده ، زما خپله تجربه او خپل تحلیل خودادی ، چې ددې درنې پیښې نه وروسته دقرآن رښتیني معتقدان بیخي زبون وهلي شول ، دې درانه خبر داسې وبوږنول چې په لومړیو کې نه پوهیدل څه ترخولې وباسي او څه ډول غبرګون وښیي ، ښایي له همدې امله به وه چې طالبانو چې ځانونه داسلام او قرآن ددفاع ټیکدران بولي  معمول خلاف یې دپیښې تروقوع یوه اونۍ وروسته  غبرګون وښود ، دغه راز دافغانستان په شمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې اعتراضیه مظاهرې هم دوه اونۍ وروسته  ګرمې شوې او خلک دقرآن په ننګ راووتل .

داچې دددې لړزوونکي پیښې له امله بې زغمه شویو خلکو دخپلومظاهرو په لړکې څه وکړل یا څه پیښ شول ، زمالپاره دبحث وړ موضوع نه ده ، ځکه ټول خلک یي درسنیوله لارې ویني ، خودایوحقیقت دی ، چې دقرآن په وړاندې ترسره شوی عمل خورا درونددی ، چې لزوما به یې عکس العمل هم دروند راخیږي ، مسلمان اولس سخت شوک خوړلی ، داولس په ایمان ساتونکي زړه سخت وار شوی دی ، اواوس  لاچاره لاس اوپښې وهي چې دا درد سوړ کړي .

دلته زما لپاره  دبحث موضوع دسرلوڅ مرادزي په نامه دکوم لیکوال هغه لیکنه ده ، چې همدااوس مې په یوشمیر پښتو ویب پاڼو کې ولوسته ، داچې ما خپلې لیکنې ته د(یوبل تیري جونز ) عنوان وټاکه تاسو باور وکړئ چې دسرلوڅ همدې بدمرغې لیکنې هم همدومره وځورولم لکه  دتیري جونز کرغیړن جنایت ، دغه لیکوال  دخپلې لیکنې عنوان ټاکلی ( مذهبي لیونیان  دوحشت په عروج کې ) !! چې په ټوله کې مرادزی  مسلمان افغان او په قرآن معتقد اولس  مذهبي لیونیان بولي او دقرآن په ننګ راپاڅيدل یې دوحشت عروج انګیري !!

داخومنل شوی حقیقت دی ، چې دقرآن په ننګ په مظاهرو سرخلک عام افغان اولس دی ، چې ترهیڅ ډلې پورې نه سیاسي تړاو لري او نه یي کومه ډله دکړنو مسؤلیت او کریډیټ دځان کولی شي ، که څوک داخلک ددوی په اصطلاح مذهبي سخت دریځي یاطالبان بولي ښایي څوک یې ورسره ونه مني ، که په مزارشریف کې دومره طالبان وای چې دښار په منځ کې دداخلي او خارجي چارواکو سلطه وننګوي ، نوبیاخو به مزارښار لا له وړاندې دطالبانو لاس ته لویدلی وه ، دغه راز په کندهار او دهیواد په نورو برخوکې هم همداسې قیاس وکړه ، چې دمظاهرو ګڼوالی او قوت یي په  ولسيتوب  باندې دلالت کوي .

نوچې مظاهره کوونکي عام اولس دی ، معلومه شوه چې سرلوڅ  افغان اولس مذهبي لیونیان بولي ، لکه دلیکنې په یوه بل پاراګراف کې چې نوموړی وایي  زمونږ مذهبي لیونیان ( اولس ) ددجال او شیطان په لار روان  دي  ( العیاذ بالله )

سرلوڅ  په دې لیکنې کټ مټ داسې ښکاري لکه دفلوریدا جاهل پادري تیري جونز چې په پښتو درته ګډ وي ، دی هو به هو دهمغه بدمرغه په شان  افغان مسلمان اولس په مذهبي لیونتوب او سخت دریځۍ ګرموي  چې سولییز کلتور نه پیژني ، نوموړی استدلال کوي داچې خلکو په دې موضوع کې دده په وینا دمنطق او اعتدلال  لاره ونه نیوله نو ثابته یي کړه چې مذهبي لیونیان دي او وحشت یې عروج ته رسیدلی ، نوموړی دخپلې لیکنې په پای کې یومخ عصباني شوی او لیکنه یې په دې کفریاتو پای ته رسولې چې ( له مذهبي طاعون څخه دملت دژغورلو لپاره باید ډیرڅه وکړو)

ترکومه چې ما دالیکنه ولوسته دسرلوڅ ګروهه او ذهنیت مې هم کټ مټ داسې وموند لکه دفلوریدا دبدمغزي  کشیش ، دوی دواړه په دې خبروکې سره یوه خوله دي چې مسلمانان  اعتدال نه پیژني ، دوی سخت دریځي دي ، دوی خپل مذهب په لیونتوب اړولي او تروروستۍ کچې وحشیان دي .

دلته که سرلوڅ ته  دده په  وینا دمذهبي لیونتوب  فلسفه تجزیه کوم ، ښایي دابې مذهبه . . . دکشمالو بوی حس نه کړي ، نوځکه ترې تېر یم ، خویوڅو جملې لا لیکل غواړم .

زما په باور سرلوڅ داځل  منظما هڅه کوي ، په دې  سخت وضعیت  کې دافغان په قران ځار اولس په زخمي شوي زړه باندې یوبل داغ کیږدي ، اوپه دې توګه دیوه محلي تیري جونز ورسپارل شوی رول ادا کړي ، دی غواړي په مسلمان اولس باندې خپل حجت تام کړي ، نوځکه بیا بیا دمزار شریف او کندهار دمظاهرو تلفاتو ته ګوته نیسي او مسلمان افغانان مخاطبوي چې مونږ همدا ویل چې ستاسو دین یوازې سخت دریځي پيژنی لکه تاسو چې ثابته کړه .

دغه راز سرلوڅ غواړي خپلو کفري راشن والو ته ثابته کړي ،چې  افغانان استغراقا مسلمانان نه دي چې ټول به دقران په ننګ دریږي بلکې داسې افغانان هم شته چې له دغو اعتراضونو سره مخالفت لري اودایوازي مذهبی سخت دریځي ورته ښکاري  .

خوزمونږ باور دی چې دقرآن دشمعې په وړاندې به دامریکایي تیري جونز غوندې  ددغه افغاني تیري جونز پوکی هم  خدای بې اثره کاندي ، دوی به قرآن ، اسلام او مسلمان اولس په سخت دریځۍ متهم کړي ، مګراسلام  به دمسلمانانو لپاره دسولې دین پاته شي ، اسلام به هم دنیا کې دمسلمان اولس ژوند ، مال او ناموس سالم  وساتي  او هم به په اخرت کې خپلو معتقدانو ته له اور څخه سلامتیا ورکړي ، اوبي مذهبه لیوني دښمنان یې هم په دنیا او هم په اخرت کې په تورو کاڼو ویشتل کیږي ، او مخونه به یي تور وي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د