افغانستان

کاپیسا کې د ملي اردو یو افسر د ښکاري ټوپک په وسېله وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۱۶مه، ۱۳۹۳ل): له کاپیسا ولایت څخه ترلاسه شوی خبر وايي، چې د دغه ولایت د  حصه اول کوهستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو یو افسر د ښکاري ټوپک په وسېله وژل شوی دی.

د کاپیسا د حصه اول  کوهستان ولسوالۍ ولسوال عبدالفتاح شفیق رسنیو ته د پېښې د تایید تر څنګ د پېښې د څرنګوالي به اړه حیرانتیا وښوده.

نوموړي زیاته کړه، د ملي اردو یو افسر چې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د خم ګزر سېمي اصلي اوسېدونکی و او له ډيرې مودې راهیسې یې په کابل کې دنده لرله، د یو کس له لورې چې ښکاري ټوپک ورسره و، د خپل کور مخې ته ووژل شو او وژونکی يې په تېښته بریالی شوی.

د ولسوال په خبره ، د پېښې د څرنګوالي او عاملینو د نېولو لپاره یې پلټنې پيل کړي.

نوموړي د پېښي پړه پر چا ور وانه چوله، خو په وینا یې، د دې احتمال شته ، چې دا پېښه دې د کورنۍ شخړې له کبله را منځته شوې وي

.
د یادونې ده، چې په کاپیسا کې د روان کال په اوږدو کې دا څوومه پېښه ده، چې را منځته کېږي. له دې وړاندې هم په انفرادي توګه ګڼ حکومتي او امنیتي منسوبین وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x