افغانستان

روزګان: یو ځوان د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۳ل): روزګان ولایت کې یو ځوان د خپل پلار او ورور په شمول د کورنۍ ۶ غړي وژلي.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر ګلاب خان ویلي چې دغه پېښه د ترینکوټ په ښار په ابرده سیمه کې نن سهار ۷ بجې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د ترینکوټ په ابرده سیمه کې د کورنۍ د غړو تر منځ د لفظي شخړې وروسته  یو ځوان د خپلې کورنۍ ۶ غړي په ډزو ویشتلي.

ګلاب وايي چې په وژل شوو کې پلار، ورور، وراره او ۳ ښځې دي.

د نوموړي په وینا تر دې مهاله لا معلومه نه ده چې وژل شوي ښځې څوک دي او یا هم په وژل شوو کې د نوموړي مور شته یا نه؟

د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر له قوله پولیس د پېښې ځای ته سمدستي ورسېدل چې یاد وسله وال ځوان پرې ډزې وکړې چې په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې شخړه د ځمکې د ویش پر سر رامنځته شوې او په وژل شوو کې د نوموړي پلار، ورور، وراره، یوه خور  او دوه وریندارې شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x