افغانستان

ناڅرګندو وسله والو روزګان کې دوه ډاکتران وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۱۶مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار وختې د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دوه ډاکتران ، چې د  خپل کارځي  په لوري په موټر کې روان ول، د ناڅرګندو وسله والو تر برید لاندې راغلي او وزل شوي.

د روزګان د امنیه قومندانۍ ویاند صالح محمد نیکزاد د دوو ډاکترانو وژل کېدا تایید کړه؛ خو د پېښي د لامل او انګیزې په اړه یې څه ونه ویل.
ویل کېږي، چې دا پېښه د دهراود ولسوالي په لنډیانه سېمه کې نن سهار شاوخوا شپږ بجې را منځته شوې.

د امنیه قومندانۍ ویاند دا هم ور زیاته کړه، چې له دغو دوو ډاکترانو سره یو د پولیسو یو افسر او یو بل کس هم په موټر کې سپاره ول.

دا جوته نه ده ، چې ډاکتران به د خپلمنځي شخړې په پایله کې وژل شوي وي او که به د وسله والو غلو یا نورو کړیو تر برید لاندې راغلي وي.

خو په دې سېمه کې وخت نا وخت دا ډول پېښي را منځته کېږي.

تر اوسه چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

همدارنګه په روزګان کې نن د یوې بلې خپلمنځي نښتې په ترڅ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي، چې پلار، ورور، وراره او درې مېرمني پکې شاملي دي ، وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د سېمي اوسېدونکي په دې ډول پېښو کې ډېری مهال د اربکیانو او خپلسرو وسله والو لاس بولي. دوی وايي، چې په سېمه کې د حکیم شجاعي تر قوماندې لاندې زیاتره اربکیان د خلکو په تښتولو، رټلو ، وژلو او کړولو کې لاس نېغ په نېغه لاس لري او هېڅوک یې مخنیوی نشي کولای.

د عامي روغتیا وزارت د پېښې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x