fbpx

دملګرو ملتونو پر دفتر د برید ترشا څه پراته دي ؟

mazar_demonstration_for_quranپه مزار شریف کې د ملګرو ملتونو کارکونکي د لاریون کونکو له خوا  په داسې حال کې وژل  کیږي چې  ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې دغه ښار  د یوې داسې  سیمې په توګه  اعلان کړ چې امنیتي مسولیت به پکې کورنیو ځواکونو ته سپارل کیږي.

په پرتلیز ډول ارام ښار کې چې ددغسې یوې خونړۍ پیښې تمه نه کیده ، بې له شکه يې  دافغانستان  نړیوال ملګري  په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو ته  سخت  ټکان ورکړی دی.  

ظاهرا ، دغه لاریون د یو بنسټپاله مسیحي کشش د هغه چلند د غندلو لپاره وشو چې دمارچ په میاشت کې  يې د متحدو ایالاتو د فلوریډا په ایالات کې  د قران کریم یوه ګڼه وسوزوله او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د مسلمانانو احساسات ټپي کړل.  

له هغې پیښې  نژدې دوه اونۍ وروسته د مزارشریف په ښار کې دمسیحي کشش په ضد دغه لاریون  د روضې د ملایانو په نوښت ترسره شوی چې پخپل ډول کې یو بیساری عمل دی.

د روضې ملایان چې پر انصاریانو شهرت لري ،په مزارشریف کې دحضرت علی رضي الله عنه روضه خپل جایداد بولي او ددوی لپاره یوه اقتصادي سرچینه ده.

دوی  زیارت کونکو ته د روضې په اړه د مالوماتو د ورکړې سربیره هغوی ته د پیسو په بدل کې  دم ، دعا او داسې ټوټې ورکوي چې  وايی د روضې  له هغه  څادرڅخه يې  جلا کړي چې پر قبر پروت دی.

دوی کوم سیاسي فکر نلري او له طالبانو څخه ددې لپاره کرکه لري چې  د واکمنۍ پر مهال يې  د حضرت علي رضي الله عنه په روضه کې د زیارت کولو پر یو شمیر دودونو بندیز لګولی وو.

طالبانو پر هغه څه هم سخت بندیز لګولی وو چې  له انصاریانو څخه ددم او دعا اخیستل بلل کیږي او د نو روز میله هغسې نه لمانځل کیده چې د روضې ملایان  يې تمه لري . د ډیرو زیارت کونکو نه ګډون  ددې لامل ګرځیدلی وو چې انصاریان  اقتصادي لاسته راوړنه ونلري او د سپیڅلو منجویرانو په توګه  پر خلکو ځانونه هغسې ونشی تپلی چې دوی يې نیت لري.

خو اوس چې د فلوریډا د مسیحي کشش په ضد ، تش په نامه سوله ییز لاریون  د روضې له جومات څخه راپورته شوی دی داسې پوښتنې له ځان سره لري چې باید وڅیړل شي.  ولې یو سوله ییز لاریون پر تاوتریخوالي بدل شو او ولې  د تاوتریخوالي ضد پولیس هلته نه وو؟

که هغو خبرونو او انځورونو ته چې له مزارشریف څخه رارسیدلي دي وګورو نو په زغرده  څرګندیږي چې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید پر مهال هلته  د تاوتریخوالي ضد پولیس نه لیدل کیږي په داسې حال کې چې د مزار شریف په ښار کې د تاوتریخوالي ضد پولیسو یوه مجهزه قطعه پرته ده او په تیرو ټولو لاریونونو کې يې شته والی څرګند وو.

یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي  او  د ملګرو ملتونو له دفتر سره نژدې ژوند کوي ، د ټلیفون له لارې راته وویل چې دملي امنیت کارکونکي چې په دغسې لاریونونو کې تل ځانونه څرګندوي ، د لاریون پر مهال  نه لیدل کیدل.

د ملګروملتونو دفتر  د مزار شریف په زړه کې یو داسې ځای کې دی چې  د ملي امنیت د بیړني غبرګون د  قطعې مرکز ترې یوازې دوه سوه میټره لیرې پروت دی. ویل کیږي چې ددغې قطعې په مرکز کې د لاریون پر مهال هیڅوک نه وو  او که وو هم هیڅ يې غبرګون ونه ښوده.

په داسې حال کې چې  خلک د لاریون لپاره  د روضې د جومات د امام په بلنه راغونډ شول ،د بیړني غبرګون د قطعې غړو ته پکار وو چې د ملګرو ملتونو او نورو هغو بهرنیو خیریه ټولنو امنیت يې ساتلی وای چې ګومان کیده لاریون کونکي يې په وړاندې ټولیږي.

هغه لاریون کونکي چې ټپیان شوي دي د ملګرو ملتونو پر دفتر له برید او د بهرنیو کارکونکو له وژلو وروسته بیا د سیمه ییزو پولیسو په ډزو وژل شوي دي. یو عیني شاهد وویل چې له پیښې وروسته پولیس د ښار په بیلا بیلو څنډو کې راپیدا شول او دیخوا اخوايي ډزې کولې. څو تنه پولیس بیا د روضې جومات ته ورغلل او هلته يې پر یو زاړه  سړي ډزې وکړې .

تش په نامه سوله ییز لاریون ولې پر تاوتریخوالي بدل شو؟ ولې سیمه ییز پولیس د لاریون دکنټرول لپاره نه وو ؟ په داسې حال کې چې هلته د ملګرو ملتونو او سیمه ییزو خلکو ترمنّځ اړیکي ډير ښه وو.که ټولو حالاتو ته وګورو نو ددې برید تر شا درې علتونه کیدای شي .

یو دادی چې دغه ولایت د پرتلیزې ارامۍ سره سره  بیا هم دېته چمتو نه دی چې سیمه ییز ځواکونه پکې مسولیت په غاړه واخلي او ددې لپاره سیمه ييز پولیس په دې کې پاتې راغلل چې د ملګرو ملتونو د دفتر ساتنه وکړي. دغه ننداره ددې تاوتریخوالي له لارې وښودل شوه.

دوم لامل يې دادی چې حامد کرزی  نور نه غواړي چې  دغلته د سر کشه والي  په توګه  عطا محمد نور پاتې شي  او د مرکزي حکومت اعتبار ته نور ګواښونه جوړ کړي. ښايی دا د یوې پلمې په توګه  د عطا محمد نور  د واک او ځواک د پایته رسولو لپاره له مخکې پلان شوی عمل وو.  

دریمه مساله داده چې ، عطا محمد نور  د جنبش او وحدت ګوند له ډلې سره د بلخ  په ولایت کې د واک له شریکولو تل ډډه کړې او ددوی ملګري يې ان  له کارونو ګوښه کړي دي. ددغه تاوتریخوالي تر شا ښايی داسې سیمه ییز تنظمي سیاست پروت وي چې د عطا د لیرې کولو لامل وګرځي.

دا داسې علتونه دي چې د افغانستان د سیاسي حالت بڼه یو مخ بل لوري ته اړوي ، په دې مانا چې د شمال ټلوالې د ځواکمنو  قومندانانو په اړه چې د کرزي په حکومت کې لويي څوکۍ لري ،یو کمپاین پیلیدونکی دی چې په دې او هغې پلمې له واک لیرې کړی شي.   

ګنې په مزارشریف کې خو د ملګرو ملتونو پخلاف  د خلکو  ترمنځ کوم بد نظر نه وو لیدل شوی او ددغې نړیوالې ټولنې  کار د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول په  مزار شریف کې  تل ډیر ګټور  او حیاتي بلل شوی . دا  ددې لپاه چې ملګري ملتونه  په افغانستان کې  ثبات او ملکیتوب ته د ټولنې د بیولو لپاره هڅې کوي او افغانانو ته د کار په پیدا کولو او د هیواد د ودانولو لپاره مرسته کوي.

خو  په ۲۰۰۴ کال کې د وحدت ډلې د وسله والو او د عطا محمد نور د ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ملګروملتونو د دفتر دوه افغان ساتونکي وژل شوي وو ، دغه پیښه هیڅکله د ملګروملتونو پر دفتر برید نه وو بلکې د تنظیمي تربګنۍ نتیجه وه.

ليکوال :حنان حبیبزی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د