افغانستان

حبیب استالف او د پغمان د پېښې مجرمین اعدام شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل) همدا شېبنه مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل د څرخي پله په زندان کې د انسان تښتونکو د بانډ مشر حبیب استالف او د پغمان د پېښي مجرمین د رسنیو او خبریالانو په نه موجودیت کې اعدام شول.

د پخواني ولسمشر د فرمان او د عدلي او قضايي ارګانونو د پریکړې سره سم، مجرمینو ته همدا اوس ماسپښين څه باندې دوه بجې د څرخي پله په زندان کې دننه د اعدام پړي په غاړه کې واچول شول.

په دې وخت کې د زندان امنیتي تدابیر خورا ټینګ نیول شوي او د زندان ټولې دروازې تړل شوي دي.

امنیتي چارواکو ژمنه کړې، چې ډېر به د اعدام شویو انځورونه او په دې باب نور تفصیلات له رسنیو سره شریک کړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx