fbpx

هاغه بشرپالان نن چیرته دي ؟؟

injured_childهغوئ  چې تل به  یي د میډیا په څپو کې پر افغانانو د اوښکو  سیبلابونه بهول هر وخت به یې ویل چې افغانستان کې د بشر حقوق تر پښو لاندي شوي او واکمن د ښځو او ماشومانو حقوق ترړولې  دي ، ولسواکي به دا ټول حقوق بیرته  را اعاده کړي او سربیره پدې به افغانانو ته دژوند هر ډول هوساینه برابره کړي،

مګر اوس د لویدیځوالو حنجرې اختناق شوي او دخبرو هغه پخوانۍ خوږه لهجه یي بدله شوي ، په ځانګړې توګه د امریکا دبشریت پالنې او افغان پالنې اصلي څیره نن ښه  بربنډه شوي او ټولو نړیوالو ولیدل چې پر زمونږ دښځو او ماشومانو دحقوقو مدعیانو څه وکړل اوڅه به کوی او هم یي  د امریکایانو له لس کلن تاړاک نه وروسته د دوئ بشرپالنه اوخونړۍ دیموکراسي هم په غبرګو ولیده.

دهوا نه د مرستو او خوراکي توکیو  دهغه زهرجنو خوړو او بمونو ډکې کڅوڼې هم ولیدل شوي  چی د دوئ الوتکو به  ورته را وغورځولې او په نس وږیو افغانانو به را ټولولې او هم یې د دوئ دهغو وحشت ناکو او هولناکو بارودو لوخړې هم ولیدې  چې دوئ به دافغانانو دودونو او جنازو په مراسمو کې یی پرې ارمغان کولې  .

افغانانو د امریکایانو دا درواغجنه لاپه هم وازمویله چې ویل به یې چې مونږ به افغانانو ته د روزګار چارې برابرې کړو او دوئ به د مسکنت او فقر له دریابه  را وباسو.

دادی کتل کیږې چې پرله پسې کابل کې د مسکنت او لوږې تود باد را الوزې او افغانان له لوږې اوبې وسۍ نه  خپل کوچنیان پلورې ، د نورې کورنۍ د ژغورنې لپاره پرې یو کپ ډوډۍ پیدا کوي، بل خوا لویدیځوال هر کال بیلیونونه ډالره مرستی اعلانوي او د خلکو د اغفال لپاره یو ډول نمایشی نندارې جوړوي .

یوه ورځ مې یوه لویدیځه ورځپاڼه کې د امریکا د لویو درستیزوالو  د اوسنې مشر یوه برسیرونه ولوسته چې خورا ډیره هیښونکې او دردونکې  وه، هغه یوه مرکه کې ویلی و چې (( د افغانانو مړینه ورته تفریح ده او لدې وژنو خوند اخلې)) چې بیا هغه مهال د یو لړ نیوکو لاندې هم راغی خو څرګندونه یي دهغه حقیقت سره اړخ لګاوه چې دا لس کاله یي له امله لښکر کشي پیل کړي ده ، امریکایان رښتیا هم د افغانانو له وژنو خوند اخلې او دا ددوئ لپاره ښه تفریح ځکه ده چې پر دوئ هره چاودنه کې دوئ خپل انتقام له ولسي وګړیو  اخلې او خپلې خونکارې سینې پر ملکي وکړو یخوي ، ددې د اثبات لپاره په ګرد هیواد کې سلګونه داسې پیښې پیدا کیدای شې چې ددوئ دټول وژنې سیاست ترې تر لمره هم روښانه معلومیدای شي چې دا دی پدې وروستیو کې د کونړ ولایت د غازی آباد ولسوالۍ ولس وژنه  د دوئ د بشری جنایت یو نه هیردونکی داستان  دی چې دبشریت تاریخ به یي تر پایه په خپله سینه کې وساتې .

له کومې ګناه نه په غیر یې دوه څلویښت معصوم ماشومان او اتلس بی ګناه ښځې او څو سپین ږیرې د بمونو په ورولو شهیدان کړل اوپه لسګونه نور یي ټپیان کړل ، تردې چې دناټو غلامې ادارې هم نور ونکړای شول چې  ددې پیښې جزئیات له چانه پټ کړي او وراستول شوي پلاوي یي په څرګنده د امریکایي الوتکو لخوا په وینو لړلې ماشومان اوښځې په غبرګو وکتې ، مګر دناټو امریکایي قوماندان او جنرالانو یي ددې پرځای چې په غولونکې بڼه دمعمول سره سم دا غمیزه خپله تیروتنه تلقې کړې په شرمونکې اومکاره ژبه یي رسنیو ته وویل چې دا دومره ډیری ماشومان  او ښځې امریکایانو نه بلکې پخپله افغانانو وژلې اوبیا یي ځکه سوځولې چې د ناټو عسکر پری بدنام کړی!!!

دا نو د امریکایی جنرالانو هغه غټه سپین سترګې اونه بښونکی جسارت  دی چې یو وګړی به یې هم له یاده ونه باسې  او نه به یې دا ډول جرایم  وبښې ، لومړی یې ځنګلي عسکرو بې ګناه وګړې   شهیدان کړل او بیا یې خپل مور او پلار پرې ملامت کړل چی د امریکایانو د بدنامولو لپاره یی ګوندې خپل  بچیان په اور سوځولی !!؟ ښایې دا پر انساني عوا‌طفو د امریکایانو لوی  ګوزار وي او دوئ کیدای شي پدې سره دمسلمانانو عواطف دخپلو هغو سره ورته بولې .

رښتیا هم چې دې بشري  جنایت د امریکایانو  اصلی څیره  لاپسی  بربنډه کړه او آن اغفال شوي خلک به هم  د دوئ دې برخورد ویرولې وي  ځکه هیڅوک به داسي نوې چې خپل زوی او لور په اور کې وسوځوي، شاید داسې کارونه د دامریکایانو غوندې په شرابو او کبابو مستو عسکرو او نړیوالو مجرمینو کار وې او د همدوئ پدیده به وی .

خو هغه بشر پالان او د بشریت له غمه مړه نه څه شول چې په وازکومې به یي ورته چیغې وهلې او له غمه به یي پرې د اوښکو باران جوړکړی و؟؟

اوس دې دغازی آباد ددې شهیدانو په ویر کې  دخواخوږۍ اوښکې تویي کړي او لږ خو دې د اړوندو کورنیو سره په ژړا کې دګډون په بڼه دا بشري جنایت کاران وغندي !!

خو کتل کیږې چې نن د بشر د حقوقو د سازمانونو دغندنې خولې مهرولاک دي  او د نړیوالو جنایتکارانو په وړاندی هیڅ هم نه وایي یوازې افغانان ملامتوي او دوئ د پیښو عاملین بولې .

هو!! دا ددې جاني عسکرو لومړی جرم ندی ، تر دې وړاندې هلمند کندهار هرات ننګرهار او کندز کې هم دې نړیوالو جنایتکارو عسکرو ډیر بې ګناه ولسي وګړې د خارو لاندې  کړل او لا هم دا لړۍ روانه ده خو له بد مرغه چې دنیاوال   نن پدې  ډول انساني فجایعو چوپه خوله دي او دا عام قتلونه  دامریکایانو منل شوی  حق بولې .

خو تر کومه ځایه چې د افغان ولس پورې اړه لري هغه دا ده چې  هرومرو به د خپلو بې ګناه شهیدانو بدل اخلې او د خپلو وینو په نذرانو به د دوئ عزایم ناکاموي  ، ډیره نږدې به وې چې  دوئ دخپل ولس قاتلان داسې  وځغلوي لکه څنګه چې یي   ددوئ پلرونه  پیرنګیان   وځغلول او تر نن پورې یې پر ټنډه د ماتې پیغور نقش دی .

لیکنه: شاهد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د