د نن سرلیکنه

د پغمان د جنایت د عاملینو ترڅنګ نور مجرمین هم باید مجازات شي – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: بالآخره له یوې میاشتي عدلي او قضايي جروبحث وروسته د پغمان د زړه بوږنوونکي جنایت ۵ تنه عاملین اعدام کړای شول.

له قانون سره سم په ټولنه کې د جزايي عقوباتو پلي کول د ټولنې د افرادو د اصلاح لامل ګرځي ، همدا وجه ده چې د اسلام په جزايي نظام کې د حدودو پرتنفیذ ډیر ټینګار شوي اوپه قرآني نصوصوکې له قاتل څخه د مقتول له قصاص اخیستلو نه په حیاة (ژوند) سره تعبیرشوی دی.

د ټولنې هغه سرکشه او بي بندوباره انسانان چې ژوند یې د نورو انسانانو د وژني او ځورونې لامل ګرځي باید د خپلو جنايي کړنو له امله مجازات او د قانوني شواهدو دموجودیت په صورت کې له منځه یوړل (اعدام) کړل شي.

د مجرمینو مجازات د اسلام په مقدس دین کې د ټولني د اصلاح په نیت یو مهم امر دی او هرځای چې د وضعي قوانینو د رعایت په خاطر دغه مهم امر له پامه غورځیدلي هلته ټولنه له فساد ، اخلاقي انحراف او ډول ډول جنايي پیښو سره مخ شوې ده.

په تیرو دیارلسوکلونو کې چې زمونږ په هیواد کې د د يموکراسي ، بیان او عمل د آزادي په پلمه د شرعي حدودو تنفیذ له پامه لویدلی په ټولنه کې مو د اخلاقي انحرافاتو اوجنایاتو ګراف ترټولو لوړې کچې ته پورته شوی.

قتل، غلا،زنا، لواطت د شرابو څښل د لویو لارو شکول، اداري فساد ، درشوت ترویج د عامه شتمنیو غصبول او… دا هرڅه د شرعي حدودو د عدم تطبیق نتیجه ده چې زمونږ د مسلماني ټولنې د وګړو آرام ژوند یې نا آرامه کړی دی.

کله چې د اسلامي شریعت د حدودو تنفیذ د وضعي قوانینوله نظره پر بشري حقوقو تیری وبلل شی نتیجه یې دا کیږي چې د افغانستان غوندي په اسلامي ټولنې کې حیوان صفته انسانان پرخپلې لور او خور باندې د جنسي تیري کولو جرآت پیداکوي ، اوهمدا راز کم عمره ماشومان د وحشي خویه انسانانو لخوا تر تیري لاندې نیول کیږي.

یوه میاشت مخته د پغمان جنایت هم په افغانستان کې د شرعي حدودو د اهمال محصول دی .

داچې اوس د پغمان د جنایت کارانو له جملې څخه یې یوشمیر مجازات شول دغه مجازات به حتما پرټولنه باندې مثبت اغیز لري خو واقعي اغیز به یې هغه وخت ډیر زیات وي چې دغه حکم (اعدام) په ټولو هغو مجرمینو تطبیق شي چې پرهغوی د جرم د اثبات شواهد موجود دي.

د پغمان د پیښې له عاملینو پرته نورهم ډیر مجرمین شته دي چې د منصب او دولتي زور په مټ اوس هم سرې سترګې ګرځي او هیڅوک یې د محاکمې کولو جرأت نشي کولای چې د قانون دغه نیمګړی تطبیق هم په خپل ذات کې د ګډوډي او بي ثباتي لامل ګرځي

د شرعي حدودو تطبیق چې امریکایان یې پربشري حقونوتیری بولي په حقیقت کې د بشریت د آرامي اوسعادت لامل دی.

د طالبانو دحاکمیت پرمهال چې شرعي حدود عملي کیدل د اوسنۍ دورې په نسبت د جرائمو او اخلاقي انحرافاتو کچه بلکل د نشت په حساب وه ، سره له دې چې هماغه مهال د ملګرو ملتونو د بندیزونو او وچکالې له وجې دفقر او نیستۍ کچه تر اوس مهال ډیره لوړه وه ، خو د شرعي حدودو انفاذ د غلا، قطاع طریقي او نورو ټولنیزو مفاسدو ډیر مخنیوی کړی وه او افغانانو تر اوس مهال ډیر د امنیت احساس کاوه.

اوس هم که مونږ وغواړو چې له اخلاقي انحرافاتو پاکه او با أمنه ټولنه ولرو باید د شرعي حدودو تطبیق د یوې شرعې فریضې په حیث پر ټولو مجرمینو باندې عملي کړو ؛ ځکه دشریعت تطبیق په مجموع کې د بشریت دسعادت تر ټولو غوره وسیله ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx