شعـــــرونه

سلګۍ چيري ځي ؟ – سید الهام

شاعر: سید احسان الله الهام

دغه  ويرونه  ،فريادونه  او سلګۍ  چيري ځي  ؟
دا دشليدلي ګرېوانه  ماتي  تڼۍ  چيري  ځي  ؟

نا پامه راشي خلي راوړي او چنار هم ړنګ كړي
له وراني وروسته  آزاري  وحشي سېلۍ چيري ځي

چي نه غرقيږي نه يې باد وړي زه  هم ځم  ور سره
داد شهيدو قافلو ډكه كشتۍ چيري ځي

هغه ځوانان چي دنجلۍ په څېر پيكى ګرزوي
دخداى دپاره  ورنه  دا  د سر پګړۍ  چيري ځي

ځمه  روان  يم  ګوندي  بيا  يې  له  نږدې  ووينم
څنګه تياره ده اف چي دا سپينه سپوږمۍ چيري ځي

زړګى مي چووي ډير سوالونه مي  جواب نلري
اختر چي تېرسي دا دزړونو خوشحالۍ  چيري  ځي

چي په شېبه كي دلوځمكې كناروته رسي
الهامه ! دا دفكر باز دى كه كبلۍ چيري ځي
2014/10/08
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عیسي نبیل

مننه الهام صاحب بلکل دافغان نمائینده ئي دمظلومانو آواز ئي خو ګوره ما باندي ډیر مه لګېږه ههاهاهاههاهاهاه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x