fbpx

د هلمند دښمنان څه غواړي؟

helmand_anzoor_sayed_raheemبي ځايه تبليغات، پوچ ورد ويل، درواغ ، آوازې اوپروپاګنډه خپرول دهغو خلكو كار دى چي په هلمند كي يې ناروا ګټي په خطركي لويدلي دي.

داخبره مي تردې پوري وكړه چي څه موده وړاندي مي د هلمند والي ښاغلي منګل او نورو همكارانو په اړه چي هلمند كي شپه او ورځ ستړي وي او د ولس لپاره كار كوي ځيني ليكني ولوستلې چي پكښې د درواغو سربيره پكښې د يوه خاص شخص چي نوم ښودل يې نه غواړم ګټي ساتلي وې

او داسي ښكاريده چي دا د هغه شخص لخوا د يو څو ليكوالانو رانيول او د هغو د قلم څخه ناوړه ګټه پورته كول دي.

كه زه دغه ليكنه دپيسو، قدرت او يا غوړه مالۍ لپاره كوم مادي خداى (ج) لدې نړئ ورك او دوزخي كړي خو داسي يو شمير كسان چي ځان ته خبريالان، ليكوالان، شاعران اوسياسي كارپوهان وايي د يو داسي كس لخوا رانيول كيږي چي هغه خپله بېسواده او د زماني لډر دى.

افسوس پداسي بي غيرته كسانو چي د پيسو لپاره زما د ګران هلمند نوم بدوي، پداسي حال كي چي ددغه ډول ليكنو ليكوالان خپله كابل كي دي او په هيڅ هم نه دي خبر خو هغه څه چي اوري ځكه نسي زغملاى چي هلمند اوس هغه پخوانۍ هلمند نه دى.

هلمند اوس دزون حيثيت لري، مارجه نوې ولسوالي سوه، دامنيت له اړخه دلښكرګاه ښار له هرات، مزار شريف او مهترلام له ښارونو سره په كتاركي ودريده او امنيت يې افغان ځواكونو ته ځكه وسپارل سو چي پكښې امنيت ښه دى اوهرڅه ښه پرمخ ځي.

هلمند اوس هغه پخوانۍ نا امنه هلمند نه دى، لښكرګاه خپله بڼه ښاري كړې.

پوليس روزل سوي، ډله بازئ له منځه وړل سوي، مافيايي ډلي ځپل سوي، دكوكناروكچه ټيټه سوې او خلكو ناروا ګټي په خطر كي لويدلي دي.

اوس دهلمند د پرمختګ، بيارغوني، امنيت او خلكو دښمنانو اور اخيستى اوغواړي چي دغه د پرمختګ پروسه يو ډول له خنډ سره مخ كړي، خو هيڅكله هم حق لار برياله لاسه نه وركوي.

خو زه ديوه بيطرفه اوهلمندي ليكوال په توګه هغه ليكوال ته چي دغه ډول ليكني كوي دا وايم چي هلمند خو آخر زما او ستا دى نو بيا ولي د پرمختګ په رامنځته كيدو خوا بدي كيږو.

آخر وطن خو د مور حيثيت لري نو بيا ولي دخپلي مور نوم بدوو او خلكو ته په ډاكه  درواغجني ناري وهو چي په هلمند كي داسي حال روان دى چي څه يې كوې ؟ خو حقيقت داسي نه دى، تاسي دګوتو په شمار ليكوالان دخپلي مور يا هلمند عزت، پرمختګ، امنيت او خونديتوب نسي زغملاى او هر څه چي پرخوله درغله ليكنه پرې كوئ.

خو زما ګرانو وړونو  ليكوالانو تاسو پرحقيقت هم سترګي مه پټوئ، يوازي په هلمند كي ستونزي نسته ، كه څه ناڅه ستونزي وي نو پرمختګونه، لاسته راوړني او برياوي هم سته.

كه تاسو بيطرفه ياستئ نو مهرباني وكړئ هغه څه هم وليكئ چي ما درته په پورته كرښو كي وويل.

كه حقيقت كي تاسي دهلمند سرلوړي غواړئ يوازي منفي ټكي مه ليكئ ،انتقاد وكړئ خوسالم، بي كفايتي راڅرګنده كړئ خو پرحقيقت ولاړ، اسناد وړاندي كړئ خو چي منطقي وي.

زه ديوه هلمندي په توګه تاته دا وايم چي ته (ليكوال) ځانته باسواده وايي نوولي بيا د پخوانيو چارواكو په ډالرو باندي ځان اوقلم خرڅوي، آخر دا خو هم دخپل وجدان سره شريكه كړه چي زه څه كوم؟

دوستانو هيڅكله هم قوم تر حقيقت مهم مه ګڼئ ، قومي پالنه مه حقيقت پالنه وكړه چي تل مو بريا په نصيب سي.

بلخوا د سايټونو له مسئولينو څخه غوښتنه كوم چي ځان بيطرفه وساتي اوځان د نورو د هدفونو ښكار نكړي.

په ځينو سايټونو كي خو هسي كنځاوي يا په هلمندي لهجه ښكنځل خپريږي اوهغه پښتانه چي شپه او ورځ دپښتنو له غمه ستړئ وي پكښې سپك كيږي ، آخر ولي؟  ايا د پښتنوسايټونه ددي دپاره دي چي پښتنانه وځپي او كه پښتانه وپالي؟

كه د هيواد نورو قومونو ته پام وكړو ، هغه خپل مشران پالي اوقدر يې كوي او پوچ او رد نه پسې وايي خو بدبختانه پښتانه پخپله وسله پښتون ځپي او غندي يې نو بيا د نورو څخه څه ګيله.

راځئ خپل پښتانه مشران كه والي وي، كه وزير، كه رئيس جمهور وي كه ساده مامور وپالو او په ښو كړنو يې ووياړو.

————-
په درنښت
سيد رحيم خپلواك، هلمند


avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د