افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان د پغمان پېښه کې د پړو اعدام «عدالت ته توهین» وباله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) ویلي چې د پغمان د جنسي تیري په پېښه کې د ۵ تنو پړو اعدام  عدالت ته توهین دی.

دوه میاشتې وړاندې ۷ کسان د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې پر ۴ تنو ښځو تر جنسي تیري او غلا وروسته ونیول شول چې ۵ تنه یې درې محکمو پر اعدام محکوم کړل او  رییس جمهور هم ددوی د اعدام حکم لاسلیک کړ.

ددغو ۷ تنو له جملې ۲ تنه  تورن کسان د جنسي تیري له توره بري الذمه شول خو په وسله واله غلا کې په ۲۰ کلونو بند محکوم شول. د کابل پولیس وايي چې ۳ نور کسان چې په دغه پېښه کې یې لاس درلودلو لا هم ورک دي.

نن د چهارشنبې په ورځ د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د پغمان د پېښې د عاملینو او تښتونکو د بانډ مشر اعدام غندلی او سخته نېوکه یې پرې کړې.

ددغه سازمان د اسیایي برخې رییس ډیويډ ګریفیس ویلي چې اعدام عدالت نه دی، بلکې یوه لنډ انتقام اخېستل دي.

د نړیوال سازمان په باور اعدام یوه ناوړه او ویرونکي سزا ده او باید په هيڅ ډول شرایطو کې باید اجرا نشي.

د یاد سازمان له قوله دغه ډول محاکمې پر انصاف ولاړې نه وي او دا اعدام کې هم عدالت نه دی تامین شوی.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي وي چې دغه قضیه یو ځل بیا له سره وګوري او د اعدام حکم وځنډوي.

خو شننونکي وايي چې د بخښنې نړیوال سازمان پر جنایت کارانو رحم کوي خو پر هغو چې جنایت شوی هیڅ زړه سوی نه کوي.

زیات شمېر افغانان هم  د پغمان د پېښې د عاملینو پر  اعدام نېوکه کوي او وايي چې د اسلامي قوانینو سره سم سزا نه ده ورکړل شوې.

د دوی په وینا څرنګه چې د اسلام احکامات دي، باید هغه ډول سزا ورکړل شي، د غل لاس پرې شي، زناکار که متأهل وي په تيږو وویشتل شي او که مجرد وي په درو ووهل شي.

ددوی له قوله  دا هر څه باید په علني توګه ترسره شي څو د نورو لپاره عبرت شي او نور له ورته جنایتونو  وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx