اشرف غني د څرخي پله له زندانيانو سره وکتل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): بیګاه د شپې نهه نیمې بجې د ايتلافي حکومت نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی څرخي پله محبس ته تللی و او د بندیانو له استازو سره یې ولیدل.

د عرفان الله په نوم يو بندي نن ټکی اسيا ته وويل، چې، ولسمشر غني د بندیانو له استازو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د دوی دوسیې به بررسي کوي او هغه بندیان به خوشې کړي، چې د کرزي د فرمانونو مطابق یې د قید موده پوره ده خو لا هم په پلچرخي کې ساتل کېږي.

د بندیانو استازو له اشرف غني ۱۲ غوښتنې وکړې چې نیمې یې اشرف غني مطلق رد کړې.

بندیانو غوښتنه وکړه چې عمومي بخښنه دې وشي، خو اشرف غني په څرگندو ټکو ووېل چې عمومي عفوه نه کوي.

د بندیانو استازو له اشرف غني وغوښتل چې هر بندي دې له محکمې وروسته خپل ولایت ته انتقال کړای شي، خو هغه ونه منله.

د بندیانو استازو ترې وغوښتل چې بندیانو ته د ولسمشر د عفوې او تخفیف له فرمانونو څخه دې ځینې جرمونه نه مستثنی کېږي؛ اشرف غني ووېل چې په دې برخه کې به کار وکړي.

اشرف غني زياته کړه، چې طالب بندیان او د مخدره توکو په جرم نیول شوي بندیان به ازاد نکړي.

اشرف غني د بندیانو له استازو سره په لیدنه کې استازو ته ډاډ ورکړ، چې دی د سولې راوستو ته ژمن دی.

نوموړي د بنديانو له استازو وغوښتل چې د سولې په اړه له دوی سره مرسته وکړي.

ولسمشر د بندیانو د مشکلاتو له اوریدو وروسته اړوندو مقاماتو ته د مشکلاتو د لرې کولو په اړه سپارښتنه وکړه.

ډاکټر غني احمدزي له ورسره راغلیو د څارنوالۍ له چارواکو وغوښتل چې د بندیانو دوسیې دې د ده مېز ته ور وړي، ترڅو دی پرې کار وکړي.

اشرف غني له بندیانو سره ژمنه وکړه چې د دوی د مشکلاتو او دوسیو د بررسۍ لپاره به ځانگړی کميسيون وټاکي او بندیانو ته به د ښوونې په چارو کې په مکتبونو کې اصلاح راولي.

ولسمشر وويل چې ده د پغمان د پېښې د عاملینو په اړه له ۴۰۰ کسانو مشوره وغوښته چې څنګه وکړي، په هغوی کې له ۲۰۰ زیاتو کسانو د دوی د اعدام غوښتنه وکړه؛نو ځکه ده مخالفت ونکړ.
ډاکټر اشرف غني زياته کړه، چې د پغمان د پېښې د عاملینو له اعدام وروسته د هغوی جنازه د مازيگر له لمانځه وروسته وکړه.

پلچرخي ته د ولسمشر د راتلو پر مهال د پلچرخي ټولې امنيتي پوستې ځانگړي گارد په لاس کې واخیستې او ټول ساتونکي یې خالي سلاح کړل.

اشرف غني نېږدې لس نیمې بجې بېرته په څرخکه کې لاړ.

د يادونې وړ ده، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي څرخي پله زندان ته په داسې حال کې تللی، چې له څه مودې راهيسې د څرخي پله په ګډون د هېواد په ګردو زندانونو کې بنديان د چارواکو او قضايي ارګانونو د ناوړو کړنو له امله وخت پر وخت اعتصابونه کوي او د احتجاج په توګه يې خپلې خولې ګنډيلي.

نوموړي بنديان وايي، چې د دوی دوسيې دې د قانون مطابق وڅېړل شي او د محبسونو مشران بايد خپلې رويې له دوی سره سمې کړي.

يو شمېر سياسي بنديان وايي، چې د محبسونو او قضايي ارګانونو چارواکي له سياسي بنديانو سره د مور مېرې سلوک کوي او د دوی له مجبوريتونو ناوړه ګټې پورته کوي.

دغه بنديان پر چارواکو تور لګوي، چې د دوسيو څېړلو لپاره يې له کورنيو په زرګونو ډالر غواړي، چې د دوی پر وس نه وي پوره او له همدې امله يې دوسيې په کلونو کلونو د محکمو په الماريو کې پرتې وي.

دا چې ولسمشر غني به د بنديانو د قانوني مرستې په اړه تر کومه بريالی شي، تر اوسه يې په اړه څه ويل له وخته مخکې خبره ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د