افغانستان

نيويارک ټايمز: افغانستان کې د امريکا بې ځايه مالي زيانونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، چې د روان کال تر پايه به امريکايي کانګريس د افغانستان د بيا رغونې او مالي بحران د مخنيوي لپاره نوره مالي مرسته هم لاسليک کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا د افغانستان پر بيا رغونه د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بيا رغونې پیسې مصرف کړي دي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې په تېره لنډه موده کې د نړيوالو مرستو ۱۰۴ ميليارده ډالر د چارواکو له لوري غلا شوي او پاتې نور يې په ډېره ناوړه طريقه کارول شوي دي او هغه ودانۍ چې په دغو مالي مرستو جوړ شوي، ډېری يې کمزوري دي او کېدای شي ډېر ژر له کاره ولېږي.

سرمقاله زياتوي، چې ډېری افغان چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي او څه موده وړاندې يو شمېر لوړپوړي چارواکي دوبۍ کې له لکونو ډالرو او قاچاقي توکو سره نيول شوي وو، مګر حکومت هم د کورنيو ستونزو او اختلافاتو له امله پرې خپلې سترګې پټې کړي او هيڅ ورته نشي ويلای او که يو کال ورورسته امريکا او نړيواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې ودوري، نو پر افغان حکومت به سمدستي قيامت راشي.

پينټاګان، چې روان کال تر پايه افغانستان کې خپل نظامي فعاليتونه پای ته رسوي، مګر د امريکا او نړيوالو ايتلافي هېوادنو ماليه ورکوونکي ولسونه به تر نامعلوم وخته پورې خپلې پیسې د افغانستان د جګړې او بيا رغونې لپاره ورکوي.

امريکا تر اوسه يوازې دا ګټه وکړه، چې افغانستان ورسره امنيتي سند لاسليک کړ، چې له مخې به يې د امريکا او ناټو عسکر افغانستان کې پاتې وي.

امريکا او ناټو افغانستان سره منلې، چې هر کال به افغان امنيتي ځواکونو لپاره پنځه اشاريه يو ميليون ډالر ورکوي او دا لړۍ به تر ۲۰۱۷م کال پورې روانه وي.

افغان حکومت له غربي مرستندويه هېوادونو څخه تمه لري، چې دوی بايد خپلو ميلياردونو مرستو ته دوام ورکړي، تر څو د افغانستان بيا رغونه او اداري جوړښت نور هم غښتلی شي.

څو اوونۍ مخکې هم د افغانستان ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال له امريکا د ۵۳۷ امريکايي ډالرو بېړنۍ مرسته غوښتې او ګواښ يې کړی و، چې که امريکا ژر تر ژره افغانستان ته دغه مرستې ورنکړي، نو دوی راتلونکي مياشت لپاره د خپلو ملکي مامورينو تنخواګانې نه لري او کېدای شي اداري جوړښت يې له سقوط سره مخ شي.

نړيوال بانک اټکل کړی، چې افغان دولت به تر ۲۰۱۸م کاله پورې هر کال ۷،۷ميليارده امريکايي ډالره مالي زيان سره مخ وي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې نوی حکومت بايد خپله رښتونولي او د اداري فساد پر وړاندې خپل جديت وښي او امريکا هم بايد په دې اړه خپل پريکنده دريځ ونيسي؛ ځکه چې که افغان حکومت د اداري فساد په له منځه وړلو کې پاتې راځي، نو امريکا او نړيواله ټولنه بايد خپلې مرستې ورسره بندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x