
شمالي وزيرستان کې بې پيلوټه الوتکې څلور تنه وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان قبايلي سيمې شمالي وزيرستان دته خيلو کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په توغنديز بريد کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او يو ټپي دی.
ځايي خلک وايي، چې د پېښې ټول قربانيان ولسي وګړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې دا پنځمه بې پيلوټه حمله ده، چې شمالي وزيرستان کې کيږي او تر اوسه پکې شاوخوا څلويښت کسان وژل شوي دي.