نړۍ

هند او پاکستان تر منځ سرحدي نښتو کې ۱۹کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان او هندي ځواکونو تر منځ پر دوه پولو «ورکنګ باونډري او لاین اف کنټرول» باندې له تېرې یکشنبې  راهیسې نښتې روانې دي.

د پاکستان او هند تر منځ د اوربند د تړون څخه سرغړونه د اکتوبر له ۵مې پیل شوې او تر دې مهاله په کې ۱۹هندي او پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي.

د پاکستان د سیالکوټ پر پوله د پوځ پر څوکۍ ناست  د پاکستاني ځواکونو یو تورن جنرال طاهر جاوید ویلي چې تېره شپه د هندي ځواکونو په ډزو کې نور ۳ ملکي وګړي وژل شوي.

جاوید زیاتوي چې د هند سره پر دغه پوله د هندي ځواکونو په ډزو کې تر ۳۰ زیات کسان ټپي شوي هم دي.

د پاکستان پوځي چارواکو له قوله هندي ځواکونو همدا راز د کنټرول پر کرښه ۱ کس پر ډزو وژلی او ۹ نور يې ټپیان کړي دي.

پاکستاني چارواکو په وینا تر دې مهاله د هندي ځواکونو په ډزو کې ۱۲ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي.

بل پلو د هند  سرحدي  ځواکونو چارواکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې تېره شپه د يوې ښځې په ګډون ۲ کسان وژل شوي.

د هند سرحدي ځواکونو په وینا د چهارشنبې په شپه د شپې پر ۸ بجو د پولې له هاخوا ۱۳ پوستې پر نښه شوې.

د یاد ځواکونو د ویاند در میندر پاریک په وینا د شپې له ۸ تر سهار ۸ بجو پورې د پولې هاخوا څخه په ډزو کې ۳ ځوانان وژل شوي او ۱۱ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سرحدي ځواکونو ویاند زیاته کړې چې د ۶ اکتوبر راهیسې په روانو ډوز کې تر دې مهاله ۷ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شويدي.

د ډزو له امله د کنټرول کرښې ته څېرمه سلګونو کلیو اوسېدونکو کورونه پريښي او او په ښوونځیو او نورو دولتي ودانیو کې یې پنا اخېستي.

د هند او پاکستان تر منځ د څو کلونو راهیسې د سیالکوټ په ورکنګ باونډري او د کشمیر په لاین اف کنټرول باندې  د اوربند تړون کړی و خو د تېر کال راهیسې دواړه لوري د دغې تړون څخه سرغړونه پیل کړه او د  یو نیم کال راهیسې د اوربند سرغړونې څو پېښې رامنځته شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x