ورزش

کرکټ: افغانستان د نیوزیلنډ شمالي ولسوالیو لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا  (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ شمالي ولسوالیو لوبډلې ته په یو ورځېنۍ سیالۍ کې په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۵ز کال د نړیوال جام ته د تیاریو په موخه افغان لوبډله د نیوزیلنډ او استرالیا کې تمریناتي سیالۍ کوي.

افغانستان په دغه سیالۍ کې پچه وګټله او د لومړی توپوهنې پریکړه یې  وکړه.

په پیل کې نوروز منګل ټپي شو او د توپوهنې څخه کیناست. د نورو منګل تر کیناستو وروسته نجیب الله ځدران د عثمان غني سره په ګډه لوبه پیل کړه، دواړو لوبغاړو تر ۸۰ پورې منډې وروسولې چې عثمان غني وسوځېد. تر عثمان غني وروسته نوروز منګل توپوهنې ته یو ځل بیا راووت خو د ۲۷ منډو په کولو سره وسوځېد.

د افغانستان له لورې ښه او تیزه لوبه اصغر ستانکزي وکړه، نوموړي په ۴۷ بالونو د ۶ شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ ۶۳ منډې وکړلې. همدا راز  نبي، شینواري، او نجیب الله ځدران هم ښه لوبه وکړه.

افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۶۴ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې ۲۶۵ منډې هدف وټاکلو.

د نیوزیلنډ د شمالي ولسواليو توپوهنه ښه پیل کړه، لومړی لوبغاړی یې په ۲۷ منډو او دوهم په ۱۰۱ منډو وسوځېدل. تر دې وروسته یو څه تر فشار لاندې راغلل او نورو لوبغاړي یې هم ژر تر ژره وسوځېدل. درېیم لوبغاړی په ۱۱۷ څلورم په ۱۵۴، پنځم په ۱۶۷ شپږم په ۲۱۰ اوم په ۲۲۰ اتم په ۲۲۲ او نهم په ۲۳۶ منډو وسوځېدلو.

یادې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې  ۲۶۵ منډو په مقابل کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې او په ۱۶ منډو یې لوبه وبایلله.

افغانستان تر دې مهاله په نیوزیلینډ او استرالیا کې ۸ سیالۍ کړي چې ۴ يې ګټلي او ۴ نورې یې بایللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x