fbpx

کله چې انقلاب اشغال ته لاره هواره کړي

collation_strick_over_lybiaليبيا په شمالي افريقا کې د نفوس له پلوه د نړۍ په کچه اولسم او د مديترانې د بحر پر څنډو د پرتو هيوادونو له جملې څخه د بحر سره تر ټولو اوږد سرحد يعنې يو زر نهه سوه او پنځه پنځوس کيلو متره سرحد لري.

تر اسلام دمخه د يوناني ، روماني او تر اسلامه راپديخوا د  فاطمي او عثماني خلافت څخه وروسته د نولس سوه او دولسم او نولس سوه او اوه ويشت کلونو په منځ کې د ايټاليې د هيواد تر اشغال لاندې ؤ

او دا هغه موده وه چې د ليبيا د مسلمانانو اتل او د ايټاليوي اشغال پر ضد د مجاهدينو رهبر عمر مختار په نوموړي هيواد کې د اشغال پر ضد جنګيده.

په نولس سوه او څلويښتم کال کې د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته د برطانيې په مرسته ليبيا د فرانس تر اشغال لاندې راغله خو په نولس سوه او يو پنځوس کې ليبيا خپلواکه او ادريس السنوسي د نوموړي هيواد د بادشاه په توګه اعلان شو .
د نولس سوه او نهه شپيتم ميلادي کال د سپتمبر د مياشتې په لمړۍ نيټه د ډګروال معر القذافي په مشرۍ د فوځ يوې ډلې پر ادريس السنوسي کودتا وکړه او اوسنې جمهور رئيس (قذافي)  واک ته ورسيد.

پر ليبيا د فذافي د دوه څلويښت کلونو حکومت څخه وروسته د دوه زره او يوولسم ميلادي کال د فرورۍ په مياشت کې هغه مهال چې د عربي نړۍ د تونس هيواد څخه د واکمنانو پر ضد  وولسي پاڅونونه پيل شول او بيا په تونس کې د نظام تر ړنګيدو وروسته دغه پاڅون په مصر کې بريالى او د سعودي عربستان ، بحرين ، عمان ، الجزاير ، يمن او يو شمير نورو عربي هيوادونو په څير په عربي نړۍ کې خپور شو د ليبيا خلک هم لدې امله چې د (قذافي) څخه خفه وه د هغه پر ضد راپاڅيدل خو لدې کبله  چې قذافي د تونس او مصر د ولسمشرانو په څير هيواد او اقتدار پرينښودل ، مظاهرين يې  تهديد کړل ، پر هغوى يې وسلې راوګرځولې او جګړه پيل شوه.

د جګړې د پيل څخه وروسته د ليبيا يو شمير فوځيان د مخالفينو سره ملګري شول ، يو وزير مصطفى احمد عبد الجليل د هغوى مشري په غاړه واخيسته  او د بنغازي ښار يې ونيولو چې بيا د څو پرله پسې برياليتوبونو څخه وروسته مخالفينو د ليبيا جنوبي سيمې ټولې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې او د قذافي پر ضد يې پر خورا کلک وسله وال مخالفت لاس پورې کړ.
خو يواځې څو ورځې دمخه د يو شمير عربي هيوادونو د مشرانو (عرب ليګ) او غربي هيوادونو تر منځ د پاريس په ښار کې غونډه شوه او د ملګرو ملتونو د قرارداد پر بنسټ يې تړون وکړ چې په ليبيا دې فوځي بريدونه وشي .

د غربي او عربي هيوادونو دليل او مجوز دا دې چې قذافي په ليبيا کې ملکي وګړي وژني او بايد د هغوى غوښتنو ته ځواب وويل شي چې په همدې اساس  په 2011-03-19 نيټه د فرانسې هوايي ځواک په ليبيا لمړې بريد تر سره کړ او ورپسې  د انګلستان او امريکا سمندري ځواکونو د خپلو سمندري بيړيو څخه پر ليبيا لسګونه کروز توغندي وويشتل او دغه سلسله لا دوام لري چې تر اوسه پورې پکې د دوه سوه تنو په شا او خوا کې د ليبيايانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوې چې په دوى کې فوځيان او ملکيان دواړه شامل دي .
پدې بريد کې اوسمهال  فرانسه ، انګلستان ، امريکا ، کاناډا او ايټلي برخه لري چې ايټلي يواځې خپل هوايي ډګرونه او فوځي مرکزونه د بريد کوونکو قواوو په واک کې ورکړي دي .

له بلې خوا روسيې د ملګرو ملتونو هغه پريکړې ته چې پر ليبيا دې فوځي بريد وشي منفي رايه ورکړه ، چين پدې بريد تآسف ښکاره کړ ، افريقايي اتحاديې او د وينزويلا مشر هوګو شاويز پدې بريدونو نيوکه وکړه او په سمدستي توګه يې د بريدونو د درولو غوښتنه وکړه .
د وينزويلا جمهور رئيس سربيره پر دې وويل چې امريکا او اروپايي هيوادونه په ليبيا کې د ملکي وګړو د خوندې کولو لپاره نه ، بلکه د ليبيا د تيلو په زيرمو د خيټې اچولو لپاره پر هغه هيواد بريد کړى دى .

بايد وويل شي چې چين هم د ملګرو ملتونو د امنيت په شورى کې د ليبيا پر سر د نه الوتنې د قرارداد د اعلان پر مهال دې قرارداد ته رايه نه وه ورکړې .
بل پلو د ليبيا جمهور رئيس بار بار د خپلو مخالفينو څخه وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کيږدي او د مخالفت څخه لاس واخلي ، کله خو يې هغوى په نشه روږدي خلک ياد کړل ، کله يې د نورو لخوا لمسول شوي او کله يې وويل چې هغوى د القاعده غړي او تروريستان دي چې غواړي د ليبيا امنيت ګډوډ کړي خو کله چې اروپايي هيوادونو او امريکا پر ليبيا بريدونه پيل کړل نو معمر قذافي د يوې اوږډې جګړې ګواښ وکړ او ويې ويل چې شمالي افريقا اوس د جګړې ډګر دې او ليبيا به يوه اوږده جګړه وکړي ، هغه د خپلو وسلو د زيرمو د دروازو د پرانيستلو اعلان وکړ ، د ليبيا اوسيدونکي او فوځ يې د خپلې خاورې ، خپلوکۍ او خپلې ابرو  څخه د دفاع لپاره د بريد کوونکو پر ضد جګړې ته راوبلل .

له بلې خوا نه يواځې دا چې پر ليبيا فوځي يرغل پيل شو فرانس د ليبيا په سياست کې هم ځان داخل کړ او ويې ويل چې د قذافي د مخالفينو حکومت په رسمي توګه سره پيژني.
خو قذافي په سياسي ډګر کې  اعلان وکړ د هغه قرارداد  (نولس سوه او درې اويا کال پريکړه) نور په رسميت نه پيژني چې له مخې يې پر ليبيا بريد تر سره شوې دى.

دا چې ډګروال قذافي څه ډول واک تر لاسه کړ او بيا يې د ليبيا پر ولس څومره ظلمونه وکړل بيله خبره ده او حقيقت هم دا دې چې قذافي د خپل ولس سره د يو ديکتاتور په توګه مخامخ شوې او سره لدې چې ليبيا د تيلو ډيرې چينې او د طبيعي شمتنيو څخه برخمن هيواد دې خو بيا هم د ليبيا د اوسيدونکو د ژوند کچه په هغه اندازه نده چې بايد واى.

له بلې خوا دا هم يوه ځانګړې موضوع ده چې ايا د قذافي پر ضد د ليبيا د عوامو  پاڅون پر ځاى  دې او  که څنګه ؟  او تر دې  دمخه د ليبيا په څير يو هيواد کې بايد د انقلاب لپاره څه ډول لار هواره او بيا په څه ډول د برياليتوب له پولو واوړي .

خو زما د ليکنې موضوع د تيرې شنبې په ورځ پر ليبيا د عربي هيوادونو په مرسته او ملاتړ د غربي هيوادونو هوايي بريد دى چې ايا په ريښتيا سره هم امريکا ، فرانسه ، انګلستان ، کاناډا او ايټاليا د قذافي څخه د ليبيا عوام ژغوري او د قذافي د پلوي فوځ لخوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه نيسي او که بل څه ؟

که وکتل شي نو نه يواځې دا چې ليبيا د يو مسلمان هيواد په توګه د لويديځو هيوادونو تر بد نظر لاندې ده بلکه وخت په وخت يې کوښښ کړې چې د ليبيا واکمن په يوه نه يوه بهانه له واکه ليرې او د نوموړي هيواد د تيلو د چينو پر غاړو پخې پلتۍ ووهي .

د يادونې وړ ده چې ښايسته موده دمخه کله چې امريکا او ملګرو ملتونو د ليبيا سره د اتومي وسلو د جوړولو لاتجه راولاړه کړه نو هم هدف يې قذافي ته د يوې بهاني لټول وه خو هغه مهال ډګروال فذافي  خپله ټوله اتومي بټۍ په ديارلس بيړيو کې بار او امريکا ته يې وسپارله چې پدې سره د عراق د جمهور رئيس صدام حسين په څير قذافي د امريکا د بريد هدف ونه ګرځيد او بچ شو  خو دا چې ګرد لويديځ او په ځاګړي توګه هغه هيوادونه چې د تيلو ډيره برخه د ليبيا څخه تر لاسه کوي په څو کې وه څو په نوموړي هيواد کې د وروستي وولسي پاڅون څخه وروسته هغوى ته د مرغۍ لار پيدا او ليبيا ته په ننوتلو کې يې هيڅ درنګ ونه کړ.

د بشر د حقوقو مدافعين داسې څرګندوي چې ګوندې د ليبيا د فوځ څخه د ليبيا د عوامو د ژغورلو لپاره يې پر دې هيواد فوځي يرغل وکړ خو که وګورو نو دوى هغه څه کوي چې قذافي يې ورڅخه منعه کولو پدې معنى چې نړيوالو د قذافي څخه د وولسي پاڅون په وړاندې د زور د نه استعمال غوښتنه کوله خو اوس په خپله د قذافي پر ضد د زور څخه کار اخلي ، همدا راز هغوى په ليبيا کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د انديښنو څرګندونه کړې وه خو اوس د دې ضمانت څوک کولاى شي چې د مديترانې د بحيرې څخه ويشتونکي کروز توغندي دې په طرابلس کې د عامو خلکو په کورونو ونه لګيږي؟ او هغوى ته دې زيانونه ونه رسيږي؟ بل پلو د ليبيا د رسمي اعلان سره سم په لمړي بريد کې هم پر يو شمير فوځيانو سربيره ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي چې نړيوال بريدګر يې منلو ته چمتو نه دي .

له بلې خوا د فرانسوي الوتکو د لمړي بريد څخه وروسته د قذافي هغو مخالفينو چې د نوموړي پر ضد راپاڅيدلې او د هغه د نظام د ړنګولو لپاره په خپلو سرونو لوبې کوي وويل که څه هم د ليبيا د اوسني حکومت څخه خوښ ندي خو د بهرنۍ مداخلې منلو ته په هيڅ ډول چمتو نه دي  نو هر کله چې په ليبيا کې د وولسي پاڅون سرخيلانو د لويديځو هيوادونو د مرستې څخه انکار وکړ او بريد يې بهرنۍ فوځي مداخله وبلله نو بيا کوم دليل دې چې بريدګر هيوادونه د بريدونو د دوام خبرونه ورکوي او د قذافي د منځه وړلو پورې د جګړې اعلان کوي؟

دا څرګنده او  ټولې نړۍ ته ښکاره ده چې اروپايي هيوادونه د ليبيا د عوامو د خوندي کولو لپاره نه ، بلکه د خپلو ګټو د خوندې کولو لپاره پر نوموړي هيواد فوځي يرغل کړې خو د افسوس ځاى دا دې چې عربي نړۍ يو شمير هيوادونه (عرب ليګ) هم د لويديځو هيوادونو سره پدې لوبه کې شريک او د هغوى د فايدو لپاره د هغوى په څنګ کې دريږي .
ايا هغوى د عربي دى متل ته چې ( ِانما اکلت يوم اکل الثور الأبيض.) نه ګوري ، دغه وولسي پاڅونونه خو يواځې تر تونس ، مصر او ليبيا پورې محدود نه دي بلکه نورو عربي هيوادونو ته يې هم لار موندلې او نن چې کوم هيوادونه د ليبيا پر ضد د غربي هيوادونو سره ولاړ دي داسې فکر نه کوي چې بله ورځ خپله هم د دې مکار دښمن په خوله کې غورځيدلاى شي ؟

لا پدې بريدونو دوه اويا ساعتونه ندي تير شوي چې عرب ليګ پښيمانه او غربي ځواکونو خپل حقيقت څرګند کړ او عرب ليګ د پيښيمانۍ پر ټغر کښيناستل .
د عربي اتحاديې (عرب ليګ) سر منشي عمر موسى پر ليبيا د فرانسې او اتحاديانو پر بريد نيوکه وکړه او ويې ويل چې پر ليبيا بريد د هغه قراراداد سره سمون نه خوري چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورى تصويب کړې ؤ .

په پاى کې د ليبيا په اوسني حالت کې د ليبيا جمهور رئيس معمر القذافي او د هغه مخالفين تر ټولو ښه او مؤثر رول لوبولاى شي او کولاى شي چې دښمنو هيوادونو ته په ليبيا کې د لاسوهنې او خپل هيواد د هغوى د مستقيم او غير مستقيم اشغال څخه وساتي پدې ډول که چيرته د قذافي د چوکۍ په پريښودلو کې خير وي نو بايد هغه د يو وړ بديل په رامنځته کولو سره د قدرت واګي وروسپاري او که چيرته د هغه د مخالفت په دريدلو کې ليبيا د سوکالۍ او ارامۍ پر لور تللاى  او د بهرنۍ فوځي مداخلې څخه په امان کې پاتې کيدلاى شي نو مظاهرين په سمدستي توګه بايد د ليبيا د اوسني حکومت د مخالفت څخه لاس په سر او د قذافي په څنګ کې ودريږي او بيا کله چې ليبيا د بهرنيو ګواښونو څخه په امان وي نو د يو سوله ايز او سياسي بدلون لپاره هلې ځلې پيل کړي .

زما په فکر کله چې  انقلابي پاڅون د اشغال لپاره د لاره برابروونکي خوځښت په توګه رول لوبوي نو نه بايد يو ملت دې ډول خوځښت ته خوشبين او پر مخ يې بوځي بلکه د بهرني ګواښ لپاره يو موټې کيدل او د نيواک د ارادو شنډول يې په لمړيتوبونو کې ځاى ولري .
داسې فکر کيږي که چيرته په ليبيا کې د معمر القذافي حکومت نسکور او پر ځاى يې يو بل څوک واکمنۍ ته ورسيږي نو هغه به په تمامه معنى خپلواک نه بلکه د هغه هيوادونو تر اغيز لاندې به وي چې د قذافي په منځه وړلو کې يې کليدي کرادار اداء کړى ځکه هغه به د لويديځوالو د احسان تر غرونو لاندې او د هغوى ګټې به په بشپړه توګه خوندي کوي او داسې نه بريښي چې بيا دې هم د ليبيا عوام هغه څه تر لاسه کړي چې قذافي ورڅخه منعه کړي وه .

مجاهد پښتون – بېنوا ټکی کام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د