ورزش

د کرکټ اتل سچن ټنډولکر افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په وینا د هندوستان د کرکټ اتل سچن ټنډولکر غواړي افغانستان ته راشي.

ابدالي وویل: «سچن ټنډولکر افغانستان ته د راتگ بلنه منلې ده»

ابدالي په خپل ټویټر کې لیکلې چې دوي د چهارشنبې په ورځ له سچن ټنډولکر سره ملاقات درلود چې په ترڅ کې يي نوموړي ته افغانستان ته د راتگ بلنه ورکړل شوه او سچن ټنډولکر دغه بلنه ومنله.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د آسیايي لوبو په جریان کې د افغانستان کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود له نړیوالو لوبډلو او لوبغاړو لکه سچن ټنډولکر څخه وغوښتل چې سیالیو لپاره افغانستان ته راشي.

په همدې غونډه کې مسعود د هندوستان او جرمني هیوادونو څخه د هغوي مرستو لپاره مننه وکړه.

هیره دې نه وي چې روان کال هندوستان په قندهار کې د کرکټ لوبغالی جوړولو لپاره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x