ټولنیزه برخه

د خلکو د رضا کولو ناروا لارې

لیکوال: حامد افغان

أبو نعيم أحمد بن عبد الله الأصبهاني په خپل کتاب حلية الأولياء کې د امام الشافعي یوه خبره راخیستې ده چې ربیع نومي کس ته وایي: يا ربيع رضى الناس غاية لا تدرك فعليك بما يصلحك فالزمه فإنه لا سبيل إلى رضاهم. یعني ای ربیع! د خلکو رضا ترلاسه کول هغه موخه ده چې نشي ترلاسه کیدی، هغه چارې خپلوه چې ستا له پاره ګټه لري، او په هغو بوخت اوسه ځکه د خلکو رضا ترلاسه کول سخت دي. داراز يونس بن عبد الأعلى وایي: ماته امام الشافعي رحمه الله وویل: ای ابوموسي! د خلکو رضا ترلاسه کول هغه موخه ده چې نشې ترلاسه کیدی، له خلکو نه سړی ځان نشي ساتلی، په کوم کار کې چې ستا ګټه وي په هغه پسي ګرځه، خلک او د خلکو کارونه پریږده.

دا خبره کره ده چې د ټولو خلکو رضايت او خوښه ترلاسه کول سخت او آن ناشونی کار ده، خو که یو انسان رښتيني مومن او ښه عمله وي له هغه نه بیا ښه خلک او مومنان خوشاله کیدلی شي لکه قرانکریم وایي: إِنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا {مريم: 96}. یعني بېشکه هغه څوک چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه کوي مهربانه ذات به خامخا هغوی ته (دخلکو) مینه پیدا کړي. ابن کثیر رحمه الله وایي: څوک چې د الله په شریعت عمل کوي الله به د نیکانو خلکو په زړونو کې له ده سره مینه پیدا کړي، او دا کار خامخا کیدونکی ده. امام قتادة رحمه الله د دې ایت “سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا” په تفسیر کې وایي: یعني د اهل ایمان او رښتینیو مومنانو به له ده سره مینه پیدا شي.

که څوک الله راضي کړي په شریعت عمل وکړي مومنان او ښه خلک به خامخا له ده راضي کیږي او نور خلک که راضي نشي د هغو پروا لرل مهم ندي ځکه الله یې د هغو له شره ژغوري لکه عائشه رضی الله عنها روایت کوي، دا وایي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوريدل ویل یې: څوک چې د الله رضا ترلاسه کړي که څه هم خلک خپه او غوسه شي د خلکو د ستونزو په باره کې الله ورته کافي ده، او که څوک د خلکو رضا وغواړي او الله خپه کړي الله به یې خلکو ته وروسپاري. عَنْ عَائِشَةـ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ـ قالت: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: مَنْ الْتَمَسَ رِضَا اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنْ الْتَمَسَ رِضَا النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ وَكَلَهُ اللَّهُ إِلَى النَّاسِ. رواه الترمذي.

داراز په یوه بل حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې د الله رضا کول وغواړي که څه هم خلک ورنه خپه شي الله به هم ورنه راضي شي او خلک هم، او څوک چې د خلکو رضا کول وغواړي که څه هم الله ورنه خپه کیږي الله به هم ورنه خپه شي او خلک هم. عَنْ عُرْوَةَ بْنِ الزُّبَيْرِ ، عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنِ الْتَمَسَ رِضَا اللَّهِ ، بِسَخَطِ النَّاسِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، وَأَرْضَى عَنْهُ النَّاسَ ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَا النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ ، سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِ ، وَأَسْخَطَ عَلَيْهِ النَّاسَ . رواه الترمذي وابن حبان في صحیحه.

متاسفانه نن سبا ډیری خلک د نورو د خوشاله کولو او راضي ساتلو له پاره مختلفې لارې چارې خپلوي او د دې په کیسه کې نه دي چې په دې کار الله خپه کیږي او د شریعت مخالفت راځي، العیاذ بالله، په موجوده وخت کې د خلکو د خوشاله کولو او د هغوی د زړونو خپلولو څو مشهورې ناروا او حرامې لارې چارې په لنډه توګه دلته درته ږدم، الله دي وکړي له دې ناروا لارو ځانونه وژغورو.

– سحر او کوډې

– رشوت او بډې

– ناحقه شاهدي

– د خلکو د خوشالولو په موخه په چا ظلم

– په ناحقه د چا صفتونه او ستاینې

– په میلمستیاو کې اسراف او بېځايه لګښتونه

– د کومې ادارې یا کار مشر ته د ځان ورنږدې کولو په نیت هغه ته د نورو غیبت او نمیمت کول

– د خلکو د خوشاله کولو له پاره په ناروا کارونو او منکراتو چوپتيا

– چاپلوسي او غوړه مالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom

سلامونه مو قبول کړۍ لیکوال حامد افغان اونشروونکو په ګوتوکې دې الله (ج) برکت واچوی چې یو داسې ښه معلومات یې خپاره کړل چې تر ډیره وخته ورته انتظار مې کړﺉ زه تاسو اوستا سو ملګرو ته اکثر سلامونه او یا ستاینه درلیژم دا په دې خاطر چې ستا سو ډاډینه وشی چې دې خپل کار ته نوره هم دوام ورکړۍ او مسلمانان وروڼه له نویو دینی او دنیاوی معلوماتو او د کفری نړۍ له دسیسو خبر کړۍ ځنې خلک بیا چې د علم په قدر نه پوهیژی ناپړیتې تبصرې کوی چې داسې تبصیرو سره انسان ناهیله کیژې او خپله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x