ټکنالوژي

فیسبوک د وټس اپ (WhatsApp) پیغام لیږلو اپلیکیشن وپیره

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د پیغام لیږلو مشهور اپلیکیشن اوس د فیسبوک رسمي ملکیت دی او د پیرلو لړۍ يي پرون پای ته په ورسیده.

دغه معامله د ډیرې مودې لپاره د اروپايي اتحاديي تر څیړنې لاندې وه او په دې اړه څیړنه کیده چې دغه معامله به د عامو خلکو په گټه وي او که نه.

فیسبوک د فیبرورۍ په میاشت کې اعلان کړی و چې د وټس اپ اپلیکیشن به په ۱۹ بیلیونه ډالره وپیري او پرون يي په رسمي توگه دغه معامله کې له ایس اي سي (Security and Exchange Commission) سره نتیجې ته ورسیده.

وټس اپ د فیسبوک د تیرو میاشتو د گټو نظر کې نیولو سره د دې اپلیکیشن بیه هم له ۱۹ څخه ۲۱،۸ بیلیونو ته لوړه کړه.

له دې معاملې وروسته د وټس اپ رسمي ایجادوونکی جان کوم (Jan Koum) فیسبوک سره یو ځای شو.

وټس اپ ټول استعمالوونکې حیران دې چې فیسبوک به دغه اپلیکیشن کې څه تغیرات راوړي.

د فیسبوک ایجادوونکی زوکر برگ (Zuckerberg) وعده وکړه چې د اوکول په څیرو ټس اپ به هم د یوې آزادې ادارې په توگه به خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x