امريكايى جنرال او لوګرى ماشوم – د شپونکي لیکنه

talks_to_an_Afghan_childله څه مودې راهيسې په افغاني او نورو مطبوعاتو كې په افغانستان كې د امريكايي قواو د اوږدمهالي پاتې كيدا خبره توده ده .

امريكايي چارواكې  په بيلا بيلو ډولونو  همدغه خبره اړوي را اړوي ، تر څو ددې موضوع په اړه دعامو افغانانو، ګاونډيو هيوادونو، او سيمه ييزو قوتونو نبض ځانته معلوم كړي ،

ددې موضوع په اړه كه له يوې خوا د پردې تر شاه دكابل دګوډاګيو چاواكو، په پارلمان كې دمطرحو جهتونو او اشخاصو، سياسي احزابو، او پر قومي بنسټونو د ولاړو تنظيمونو او امريكايانو ترمنځ ( پټپټانې ) روانې دي ،  هره ډله يې په جلا ډول تطميع كيږي، او د سياسي او مالي رشوتو دوعدو په وركولو دامريكايانو د پلان تائيد او تنفيذ ته تشويقيږي ، نو له بلې خوا امريكا يوه ډله سيكولر( بې دينه ) او په پرديو پورې تړلي كرايي ډنډورچيان چې د ( سياسې كارپوهانو) په نامه يې مطبوعاتو ته راويستلي دي،  او وخت په وخت مركې ورسره كوي ،  تر څو خپل مقاصد دهمدوئ په خوله خلكو ته شرح كړي . 

امريكا دوئ هم  د همدي موضوع په اړه د خلكو د ذهن جوړولو په مقصد توظيف كړي دي .
امريكا هڅه كوي چې ددغو ( كرايي ) كارپوهانو په توسط په افغانانو كې داسې ذهنيت ايجاد كړي چې ګوندې دلته دامريكا پوځي شتون په افغانستان كې دثبات د تضمين لپاره ډير ضروري دى ، او كه چيرې دغه يرغلګر پوځونه  دلته نه وي نو افغانستان به د ګاونډيو هيوادونو دمداخلو او جنجالونو ډګر وګرځي، خو دغه ( كرايي ) كارپوهان،  توظيف شوي سياسى خيړونكي، او اكسپاير شوي زاړه كمونست جنرالان ،  له خلكو دا خبره پټوي چې دكابل همدا اوسنۍ اداره دګاونډيانو دمصالحو دتامين او تمثيل لپاره له هغوئ سره د مشتركې موافقې په نتيجه كې رامنځته شوې ده ، او تر هغې به دا مداخلې روانې وې چې تر څو دغه اداره له منځه نه وي تللې .
اوس راځو دې خبرې ته چې دلته دامريكا د اوږدمهالي شتون په اړه دافغانانو داجتماعي ذهنيت اورايې تمثيل او ترجماني څو هغه ګومارل شوي ، دبل چا په كتاب او نصاب روزل شوي ، او دخپل ملت له عيني واقعيتنو ليرې د پرديو په دفترونو او مؤسساتو كې نوكر ( پروفيسوران ) او د سفارتونو تنخوا خواره ښه كولى شي ؟  او كه ددې ولس عام خلك ، چې شپه او ورځ له يرغلګرو پوځونو او دهغوئ په لاس له جوړې ادارې كړيږي؟
ددې لپاره چې دامريكا د قواؤ او د هغوئ له لوري د چليندونكو مؤسساتو په اړه مو دكرايي پرفيسورانو د تبصرو په مقابل كې ددې ولس دخلكو د حقيقي، بې تصنعه ، او فطري احساساتو مثال هم وړاندې كړى وي،  لاندې دوه واقعي كيسې يادوو چې يوه ئې ديوه امريكايى جنرال او يوه لوګري ماشوم ده ، او بله يې  دګرديز د ښار د يوې پښتنې ميرمنې كيسه ده چې د امريكايانو او دهغوئ دمؤسساتو په اړه زمونږ دولس دخلكو فطري عواطف وركې تمثيل شوي دي ،  د دواړو كيسو له لوستلو وروسته راته ښه معلوميږي چې زمونږ دولس د افرادو فطري احساسات ددې ملت دداجتماعي رايې ښه ترجماني كوي ؟  او كه د پرديو لخوا د ډالري تنخواګانو د پرفيسورانو مغرضانه تبصري  چې د امريكايانو ددائمي او يا اوږدمهاله پاتې كيدلو لپاره توجيهات او دلائل تراشي ؟

۱ –     دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه :
استاذ عبدالله ( مستعار نوم ) زمونږ ګاونډي دى ، هغه دلوګر په مركز د پل علم دښار په يوه ليسه كې استاد دى ، هغه راته خپله دسترګو ليدلې كيسه داسې پيل كړه : دلته هر وخت په لوګر كې ميشت دامريكايى پوځ قومندانان افغاني مكاتبو ته راځي، دمكتبونو له استاذانو اوشاګردانو سره خبرې كوي . او كله نا كله ماشومانو ته ژاولې چاكليټ، بسكټ او ځينې دلوبو سامانونه هم وركوي، په همدې لړ كې هغه بله ورځ يو امريكايى جنرال له څو نورو پوځي قومندانانو او پوځيانو سره د پل علم ليسې ته هم راغلل ، د ليسې له مدير او استاذانو سره يې وليدل ، ځينې صنفونو ته يې هم سر ورښكاره كړ ، او بيا يې وغوښتل چې د ليسې مربوط د ابتدايې څانګې ته ورشي ، مدير زه  ور سره وليږلم ، په ابتدايه كې امريكايى جنرال،  ورسره قومندانان ، او څو نور كسان ټول دوهم صنفل ته ورداخل شول ، امريكايې پوځيانو پر ماشومانو چاكليټ او بسكټ وويشل، دترجمان په وسيله يې له هغوئ سره خبرې وكړې، او بيا امريكايې جنرال په صنف يوترټولو وړوكي شاګرد ته ورغى، څه نور چاكليټ او يو اندازه روپۍ يې وركړې، او بيا يې ترجمان ته وويل چې ته لدې ماشوم څخه پوښتنه وكړه چې : ( ستاسو دښمنان څوك دي؟ ) ترجمان ماشوم ته دهغه په ژبه وويل جنرال صيب وايې چې ستاسې دښمنان څوك دي؟ ماشوم چې پوښتنه واوريده پورته شو، او دلنډې شيبې لپاره همداسې په فكر كې چوپ ورديد، ترجمان هڅه وكړه چې پوښتنه ورته تكرار كړي،  اوماشوم په خبرو راولي ، خو امريكايي جنرال ترجمان ته وويل :  پرې  يې ږده ! هغه په خبره پوه شوى دى ، او په ځواب يې فكر كوي .
استاذ عبدالله وايې چې زه ، امريكايې جنرال ، او راغلي ټول خلك د ماشوم د ځواب په انتظار وو چې څه به وايې ؟!  ما فكر كاوه چې ماشوم به تر رعب لاندې راغلى وي ، او داسې ځواب به ووايې چې محض ځان ورباندې خلاص كړي . تر ښه فكر كولو وروسته جنرال په ډيرې مهربانۍ بيا پوښتنه ترې وكړه چې : ستاسو دښمنان څوك دي؟ داځل دې اوه يا اته كلن ماشوم ښه په زغرده  امريكايې جنرال ته ځواب وركړ چې : ( زمونږ دښمنان امريكايان او كافران دي ) .  د ځواب په اوريدلو زه هم حيران شوم ، ترجمان هم ډير حيران شو، او د حيرانتيا اواضطراب په حالت كې يې امريكايې جنرال او ورسره وفد ته وويل : ( ماشوم وايې چې زمونږ دښمنان امريكايان او كافران دي ) .
دځواب په اوريدلو امريكايې جنرال آه كړ ، سوړ اسويلى يې وكړ، سر يې د ( نه كيږي ) په ډول وخوځاوه،  او ويې ويل : دا ملت په هيڅ صورت مونږ  نه مني .  او دهمدې خبرې په كولو ټول امريكايې وفد پرته له خداى پامانۍ له صنفه ووت ، عبدالله استاذ وايې دي پيښې زه هم حيران كړم ، او امريكايان يې هم حيران كړل ، خوزمونږ  دواړو دحيرانۍ تر منځ فرق ؤ، زه ددې اته كلن ماشوم زړورتيا ، ريښتنولۍ، او دهغه دځواب فطريت ته حيران وم، خو امريكايان بيا دې  ته حيران ول چې يوافغان ماشوم سره لدې چې امريكايانو چاكليټ او پيسې هم وركړې، دتصنعي مهربانۍ اظهار يې هم ورباندې وكړ، خو هغه  بيا هم امريكايان او كافران  خپل دښمنان بوبلل . دعبدالله استاذ دې كيسې ماته هغه بله  دګرديزۍ مور كيسه راياده كړه چې زما يوه همنصفي راته څه موده مخكې داسې كړې وه :

۲ –    مور مې وايې مونږ كافرانو ته بيلچه نه وركوو:  
انجنير راشد زما دابتدايې د مرحلې همصنفى وو، مونږ دواړه شپږ كاله د كابل دچارقلعه په ابتدايه كې يو ځاى درس ويلى، هغه اوس انجنير دى،  او دپكتيا په مركز دګرديز په ښار كې په يوه نادولتي موسسه كې كار كوي . هغه بله جمعه چې كورته راغلى وو عجيبه كيسه يې راته وكړه . انجنير راشد راته وويل : ياره دا دي افغانستان خلك لا څومره له كفارو كركه كوي ؟!  د ومره كركه ترې كوي چې اوس دهغوئ په مؤسساتو كې كار كوونكي مسلمانان هم ورته ( كفار ) ښكاري. ما ورته وويل : انجنير صاحب خيريت خو به وي ؟ بيا دې څه اوريدلي؟
هغه په خندا شو او ويې ويل : هغه بله ورځ مو دګرديز د ښار په يوه كوڅه كې دمؤسسې د دفتر لپاره يو كور په كرايه ونيو،  ښه كور  وو، خو هغه ته ورغلې لار كنده كپره وه چې د بارانونو اوبه او خټې به هم تر ډيره  وخته وركې دريدلې، دمؤسسې رئيس څوموټر خاوره اوشګه راوغوښتله چې لار پرې جوړه كړي،  كله  چې  شګه راورسيده نو دهغې د اوارولو لپاره ددفتر ټول خلك راووتو، هلته په كوڅه كې ديوه كور مخې ته يو شپږ ، اوه كلن هلك ولاړ وو،  ما هغه ته  وويل بچيه لاړ شه!  له كوره دې يوه بيلچه راوړه !  چې شګه ورباندې اواره كړو. 

هلك كورته ننوت او لږه شيبه وروسته بيرته خالي لاسونه راووت ، ما ورته وويل بيلچه دې ولې رانه وړه ؟ هغه په ډيره معصومانه لهجه راته وويل :  ( مور مې وايي چې مونږ كافرانو ته  بيلچه  نه وركوو) دځواب په اوريدلو هك حيران شوم ، نه پوهيدم چې څه ووايم . ما خو مخكې داسې فكر كاوه چې دكوڅې خلك به زمونږ  په راتګ خوشحاله شوي وي ، او دا چې لاره يې ورته جوړوو نو بايد زمونږ مننه هم وكړي ، خو دا چې په مونږ پورې دمؤسسې نوم وو، او مؤسسې  خو نن ورځ په خارجيانو او امريكايانو پورې تړلي دي ، نو ګرديزۍ مور له همدې امله مونږ هم كافران  بللو، او د بيچلې مرسته يې هم نه راسره كوله .
انجنير راشدوايي : د ګرديزۍ مور ځواب زما پام  ديوه ستر حقيقت په لور ورواړاوه ، او هغه دا چې ددې ولس پاك ، فطري، او هغه خلك چې تر اوسه  لا د غرب له افكارو او نظرياتو څخه ندي متاثر شوي په هيڅ صورت په خپله خاوره كې د غربيانو منلواو زغملو ته تيار ندي ، كه څه هم چې غربيان يې لارې او سركونه هم ورجوړ كړي .
پورتنۍ دوه كيسې كه څه هم چې دكومو ستر پيښو په هلكه ندي، خو ډير ستر او ژور سياسي، فكري، ديني او ملي،   دلالتونه لري ، چې ځينې يې په لاندې ډول مشخصوو:
۱ –   لوګري ماشوم چې امريكايې جنرال ته ئى ځواب وركړى  د اوو يا اتو كلونو به وي ، ځكه چې هغه د دوهم صنف شاګرد دى ،  ددې خبرې معنې دا ده چې دا  ماشوم دامريكايانو داشغال په وخت كې دنيا ته راغلى ، د  همدوئ په واكمنۍ كې را لوى شوى ،  دهمدوئ دميډيا تبليغات يې اوريدلي، او د همدوئ په پيسو په يوه جوړ شوي مكتب كې ، د داسې معلمينو مخې ته  ناست دي چې همدوئ ورته تنخوا وركوي، خو له لدې هر څه سره بيا هم پدې پوهيږي چې مجاهدين يې دښمنان نه ، بلكه امريكايان  او كافران يې دښمنان دي .
۲ –  لوګري ماشوم چې كوم  كتاب لولي،  پر هغه يې د پاسه هم  ليكلى چې : ( دامريكا د USAID )  په مرسته چاپ شو ) . او دكتاب په مقدمه كې هم دامريكا او نبراسكا د پوهنتون له مرستو مننه شوې ده ، خو لوګرى ماشوم بيا هم په زغرده امريكايې جنرال ته  وايې چې تاسې زمونږ دوستان نه ، بلكه دښمنان ياست .
۳ –  لوګرى ماشوم پداسې حال كې امريكايې جنرال ته خپل نر  لوګرى ځواب وركوى چې هغه چاكليټ او نغدې پيسې هم وركړ ې دي ، خو دى  يې تر احسان لاندې نه راځي، او پر مكارې مهربانۍ  يې نه تيروځي .   هغه په ښه فكر كولو پر مناسب ځواب غور كوي، او بيا امريكايې جنرال ته وايې چې : امريكايان او كافران زمونږ دښمنان دي .
۴ –  امريكايانو زمونږ له ټول تعليمي نصاب څخه دجهاد، جګړې، له كفارو سره ددښمنۍ،  او له هغوئ  څخه دكركې په اړه ټول مضامين او مفردات وويستل ، او پر ځاى يې د هيومنزم  د فلسفې مطابق دسولې ، محبت ، او له جګړې څخه  دكركې كولو موضوعات ور داخل كړل ، خو له لدې هر څه سره يې زمونږ دنوي نسل په زړونوكې د  امريكايانو دوستي ځاى نه كړاى شوه ،  بلكه په بالعكس او فطري ډول هر مسلمان او ريښتني افغان بچى امريكايان او كافران خپل دښمنان ګڼي چې ښه مثال يې د دوهم صنف لوګرى ماشوم دى .
۵ –  امريكايان هم نور دخپلو افغانو كرايي او ډالري څيړونكو ، تش په نامه سياسي كارپوهانو،  ړندو مبصرينو، او له حقايقو څخه دناخبرو چاپلوسانو په تملق او درواغجنو تبصرو او راپورونو باور نه كوي ، بلكه غواړي له داسې چا څخه دخارجيانو په اړه ددې ملت حقيقي رايه اوذهنيت معلوم كړي چې نه يې چاپلوسي او تملق  زده  دى ، او نه يې هم تر اوسه د ډالرو  خوند ليدلى دى ، نو ځكه  خو يې اوس جنرالان  د مكتبونو له شاګردانو څخه د هغوئ د دوستانو او دښمنانو معلومول غواړي .
۶  –   كه څه چې مونږ د ګرديزۍ مور له دې موقف سره موافق نه يو چې هر په مؤسسه كې كار كوونكى دې كافر وي ، ځكه  چې په مؤسساتو كې ډير مسلمان اوحتى مجاهدين خلك هم كار كوي چې له يوې خوا  وطن ته د خدمت روحيه لري ، او له بلي خوا مجاهدينو ته د خارجي مؤسساتو په اړه كره معلومات وركوي، خو دګرديزۍ مور په ځواب كې د خارجى مؤسساتو په اړه دعامو افغانانو د فكر او انګيرنې عكاسي پرته ده ، چې كه دخارجيانو مؤسسات هر څو مره ځان افغانانو  ته ورنيږدي هم كړي ، هغوئ بيا ورته دشك او كركې په نظر ګوري، او  پر ارادو يې باور نه لري، او حتى چې نه غواړى دشګې د اوارولو لپاره بيلچه هم  وركړي .
پورتنۍ دواړه كيسې د غربيانو، او خارجي قواوو په اړه زمونږ د ملت دعامو خلكو دتفكر او عمومي رايې ښكارندوي كوي ، او دا جوتوي چې دا ملت په هيڅ صورت له نامسلمانو سره نه پيوند  اخلي ، او نه  دلته د هغوئ مؤقتي او يا  دايمي شتون مني .  او تاريخ  هم  د افغانانو او د  يرغلګروو  قواوو  او دهغوئ دغلامانو په اړه د همدې حقيقت ګواهي  وركوي چې د چنګيز، انګريز، روسانو ، او امريكايانو په خلاف د افغانانو پاڅونونه يې ښه مثالونه دي .
پاتې شوه دكرايي سياسي كارپوهانو خبره، دهغو په اړه حقيقت دا دى  چې هغوئ دخپل ملت دعواطفو او احساستو ترجماني نه كوي ،  بلكه هغوئ هغه څه راډيوګانو او تلويزونو ته  په خپلو مركو او څرګندونو كې وايې چې لا دمخه يې د هغو حق الزحمه له امريكايانو څخه په يوه او يا بل شكل اخيستې وي .  نو ويلاى شو چې  ريښتني  افغانان هيڅ كله په خپله خاوره كې د پرديو شتون نه مني،  او نه د هغه لپاره دلايل برابروي .

( شپونكى )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د