افغانستان

ماليې وزارت دوه نيم سوه ميليونه ډالره پوروړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت شا او خوا دوه نيم سوه مليونه ډالره پوروړی دی او د بوديجې د کمښت له امله دوی نشي کولای، چې دغه پورونه اوس مهال ادا کړي، مګر دوی کوښښ کوي، چې د دغو پورونو د پرې کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د ماليې وزرات د خزاينو ريس محمد اقا کوهستاني وايي، چې دغه وزارت شا و خوا دوه نيم سوه ميليونه ډالره له هغو قرارداديانو څخه پوروړی دی چې په بېلا بېلو وزارتونو کې يې کارونه کړي، پروژې يې بشپړې کړي، او يا هم د بشپړيدوپه حال کې دي او دوی اوس په دې لټه کې دي چې دا پور څنګه او کله ورکړي، مګر د دې پورونو د ادا کولو لپاره يو څه وخت ته اړتيا لري، چې امريکا او نړيواله ټولنه ماليې وزرارت سره پېړنۍ مرستې وکړي او دوی پرې دغه پورونه ادا کړي.

ښاغلی کوهستاني زياتوي، چې د دې پورونه د نه پرې کولو ستر لامل د نړيوالو همکارانو د مرستو پر وخت نه رسيدل دي او تر څو چې دغه مرستې دوی ته نه وي رسيدلي، نو دوی به د دغو پورونو د پرې کولو جوګه نه وي.

د کوهستاني په وينا د ملکي مامورينو د تنخواګانو په اړه کومه ستونزه نه لري او دوی خپلو مامورينو ته د تېرې مياشتې تنخواګانې ورکړي او د راتلونکې مياشتې لپاره تياری کوي، مګر نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ماليې وزارت د لوړپوړو چارواکو له قوله ليکلي، چې ماليې وزارت د ملکي مامورينو لپاره د راتلونکې مياشتې تنخواګانې نه لري او که د امريکا متحده ايالات دوی سره د ۵۳۷ ميليونه امريکايي ډالرو بېړنۍ مرسته ونکړي نو د دوی اداري جوړښت به له سخت ګواښ سره مخ شي.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې کوم هېواد پر پرديو مرستو تکيه کوي، هيڅکله به د خپل اقتصاد څښتن نشي او تل به له دغسې اقتصادي ستونزو سره لاس و ګريوان وي.

نيويارک ټايمز په خپله تازه سرمقاله کې ليکلي، چې هر وخت امريکا پر افغان حکومت خپلې مرستې ودرلوې، نو هغه مهال به پر افغان حکومت سمدستي قيامت راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x