ټکنالوژي

فیسبوک د جعلي خوښونو پر خلاف جگړه پیلوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): فیسبوک د جعلي لایک کوونکو شبکو خلاف د جگړې اعلانولو سره د داسې اکاونټونو د بندولو فیصله کړې.

د ویب پاڼې په وینا تر اوسه قانونې عملیاتو په ترڅ کې يي ۲ میلیارده ډالره د مختلفو قضايي فیصلو په نتیجه کې د جعلې لایک ورکوونکي شبکو څخه لاسته راوړي.

ډیرې تجارتې ادارې د جعلې لایکونو لپاره پیسې ورکوي تر څو د هغوي کاروبار د فیسبوک نورو استعمالونکو ته مشهوره وبریښي.

فیسبوک خپل امنیتې بلاگ کې لیکلی و چې دوي د جعلې لایکونو له منځه وړلو کې مصروف دي؛ ځکه چې کاروبار هم باید له سمې طریقې وشي نه جعلي.

د فیسبوک په اساس دغه جعلي لایک ورکوونکې شبکې د ۱۰۰۰ لایک ورکولو لپاره پیسې اخلی او د دې لایکونو ورکولو لپاره جعلي اکاونټونه جوړوي او یا هم ځینې رسمي اکاونټونه هیک کوي.

فیسبوک کې همدا راز لیکل شوی و چې د قانوني لارو سربیره داسې الگوریتم به جوړوي چې د دا ډول اکاونټونو په پیژندلو او بندلو کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x