fbpx

افغان علماء، ليکوالي، انټرنيټ، او بيا هم د اسلامي معلوماتو فقر

لیکنه : ( شپونکى )books

په افغاني ټولنه کې دمسلک له مخې تر بل چا ددين علماء ډير دي، تر ډاکترانو، انجينيرانو، ژورنالستانو، پوځي افسرانو، اجتماعي کارکوونکو، اديبانو، شاعرانو، سياسي او حقوقي کارپوهانو، او بالآخره د بل هر مسلک تر درلودونکو ډير دي ، نه يوازي دا چې شمير يې ډير دى ، بلکه په ټولنه کې منلي ، محترم، مطرح، او د نفوذ خاوندان هم همدوئ دي ، ځکه چې افغاني ټولنه تر ډيره حده متدينه ټولنه ده ، د ژوند په ډيرو چارو کې ددين علماؤ ته رجوع کوي ، لارښوونه ترې غواړي، او په خبره يې باور او عمل کوي .
خو اوس چې د کمپيوټر او انټرنيټ زمانه رارسيدلې او ټول بشري او ديني علوم کمپيوټر او انټرنيټ ته ورلويدلي دي، په هره موضوع کې په مليونونو پاڼى معلومات په ډيره آسانه پيداکيږي او د هر مسلک خلک ورڅخه خپل ضرورتونه پوره کوي ، او هغه علمي کارونه چې ترسره کولو به يى پخوا کلونه غوښتل اوس يوازې يو څو دقيقې غواړي ، مثلاً که پخوا به چا غوښتل چې يوه کتابخانه حاصله کړي، نو هغه بايد ښي ډيرې پيسې لرلاى ، په ښو ډير وکتابونو پسې کرځيدلى واى، ډيرې کتابخانې يې چاڼ کړي واى ، او بيا يې په ډير تکليف خپل مطلوب کتابون اخيستي واى، او د ډيرو مشلکاتو په زغملو يې هغه خپل کورته راوړى واى ، او دهغو د سمبالولو لپاره يې مناسب ځاى او ډيرې المارې جوړې کړې واى ، او بيا يې په کلونو وزګار وخت درلودلى چې دا ټول کتابونه يې يوځل کتلي واى، تر څو يې محتوى‌‌ ځانته معلومه کړې او بيا يې د ضرورت په وخت کې مراجعه ورته کړې واى .

خو اوس دا ټول کارونه پرته لدې چې مال ورباندې مصرف کړي ، سفرونه او ستونزې وګالي ، او يا هم وخت ورته فارغ کړي يوازى په يو څو لحظو کې ترسره کيږي ، او هغه داسې چې په خپل کمپيوټر کې يوازې يوه د کومې ( مکتبې ) سي ډي چې په زرګونو کتابونه ورکې موجودي داخله کړي، او بيا يې دخپلى مطلوبې موضوع لپاره د ( سرچ ) بټن ووهي، نو وبه ويني چې دده مطلوب معلومات چې په هر کتاب کې وي فوراً به يې مخې ته راووځي . او که وغواړي چې د نړۍ له بل هر ځايه خپل مطلوب معلومات په فوري شکل حاصل کړي، نو انټرنيټ ته به خپل مطلوب عنوان ورداخل کړى، په څو ثانيو کې به يې ټول معلومات له مراجعو سره په خدمت کې حاضر وي .

خو ددې ټولو امکانياتو او وسائلو له شته والي سره بيا هم د افغاني ټولنې علماؤ ليکوالۍ او انټرنيټ ته شاکړې ده ، چې نه ورڅخه په خپله استفاده کوي، او نه ورته خپلې ليکنې ورپورته کوي ، چې پدې ډول يى دخپل ملت نوى نسل په انټرنيټ کې دديني معلوماتو له فقر سره مخ کړى دى .

دا چې ددينې معلوماتو دحاصلولو، او د معنويت غريزه په انسانانو او په خاص ډول په مسلمانانو او بيا په افغانانو کې يو فطري ضرورت دى ، نو خلک هڅه کوي چې له هرې لارې چې وي خپل ضرورت رفع کړي، او دا چې دخپلې ټولنې علماؤ ورته څه نه وي ليکلي، او يا يې کمپيوټر او انټرنيټ ته نه وي ورپورته کړي، نو هماغه وي چې ځوانان پرديو افکارو او نظرياتو ته رجوع کوي، او خپلې ټولنې ته داسې افکار، نظريات، عقائد، او فلسفې راواردوي چې په ټولنه کې د تفرق، انقسام، تشنج،او تاوتريخوالي اسباب رامنځته کوي، او پرځاى ددې چې خلک خپله دينې تنده خړوبه کړي، د فکري او مذهبي کشمکش په جنجال اخته کيږي .

په اوس وخت کې افغانانو ته هر څوک خپلې ليکنې اوخپل فکري ادبيات د اټرنيټ له لارې مخې ته ږدي، كه هغه له اسلامه په تيښته نشنلستان دي ، او که غرب ځپلې ديموکراتان دي ، او که بې بندوباره ډمان، سندرغاړي، نڅاګر، دفحشاؤ خپرونکي، او د غرب له وراسته او بې لارې فرهنګ څخه متاثر خلک دي . خو هغه څوک چې ونډه اوتاثيريې په انټرنيټ کې لږ ده، او فکري تاثير يى په ځوانانو کې کمزورى دى، هغه ديني علماء دي .

عجيبه معادله :

په اوسني وخت کې په افغاني ټولنه کې تر دوو لکو زيات علماء او د ديني مدارسو د لوړو درجو زده کوونکي لرو، که داسې وګڼو چې هر عالم او د لوړي درجې طالب دې په مياشت کې يوازې يومضمون په يوې ديني ، اخلاقي، او يا کومې اجتماعي موضوع کې وليکي نو بايد مونږ په مياشت دوه لکه نوي مضامين ولرو، او که داسې وګڼو چې په هرو سلو تنو ديني علماؤ کې يوازې يوتن يې د ليکوالۍ استعداد لري ، نو بايد لږ تر لږه په مياشت کې دوه زره نوي مضامين او موضوعات د ټولني افرادو ته تقديم کړاى شي .

خو که د عمل او واقعيت په ميدان کې وګورو نو يوازې يو څو تنه ديني علماء داسي لرو چې دين ته د ليکوالۍ له لارې خدمت کوي ، او په ډيرو محدودو معاصرو موضوع ګانو يو څه سطحي ليکنې کوي . او هغه چې ليکنې يې انټرنيټ ته راووځي د ګوتوپه شمير دي . اوس پوښتنه دا ده چې دا په لس ګونو او ياهم په سلګونو زره علماء ولې ليكل نه كوي؟

آيا شرعي علوم يې ندي ويلي ؟

آيا ليكل يې ندي زده ؟

آيا د ټولني ضرورت نه درك كوي ؟

آيا په ټولنه كې دواردشوو معاصرو جاهليتونو او بې لارې نظرياتو او افكارو تاثير نه احساسوي؟ آيا د ادب او ليكوالۍ دفن اړوند د صرف ، نحوې، بديع، بيان ، معاني ، او دمنطقو علوم يې ندي لوستي؟

او كه په تدريس، امامت ، دعوت، او جهاد كې دومره مصروف دي چې په مياشت كې هم ديوې صفحې مضمون ليكلو لپاره وخت نه پيداكوي ؟

نن ورځ چې انټرنيټ پاڼې ګورو نو وينو چې ډير داسې خلك چې په اصل كې د نورو مسلكونو خاوندان دي، خو دخپل ذوق، استعداد، او مطالعې له مخې په اجتماعي ، اخلاقي، اوحتي په عقيدوي او شرعي موضوعاتو كې كتابونه اومضامين ليكي، خو په مقابل كي يې ډير داسې عالمان شته چې يه ټول عمر كې يې يومضمون هم ندى ليكلى .

زه په خپله په لسګونو داسې عالمان پيژنم چې ښه مشهوره استاذان دي ، خو تر اوسه يې په هيڅ موضوع كې نه يومضمون ليكلي ، او نه يې هم كومه وينا اويا تقرير ثبت كړى ، اوخلكو ته يې دخپل ديني رسالت د ادا كولو په مقصد وړاندې كړى دى . آيا دا به ډير د تاسف ځاى نه وي چې په سلګونو زره علماء دهمدې ملت په مصاريفو علوم زده كوي، خو له زرګونو صفحو علومو څخه چې حاصلوي يې لس صفحي هم بيرته د خپل ملت دپوهولو پخاطر دهغه مخې ته نه ږدي؟ زمونږ شكايت دا ندى چې علماء دخلكو لارښوونه نه كوي ، بلكه شكايت ددې خبري دى چې هر څه په شفاهي ډول تر سره كيږي، او تاثير يې هم په هماغه يوه مجلس، او يوه ځاى كې محدود پاتې كيږى . زمونږ علماؤ بۀ په همدې لسيزه كې هم په لكونو موعظې ، ويناوې او درسونه وركړي وي ، خو له هغو ټولو څخه يې يو فيصد هم په لاس كې نه لرو. خو كه ددې هر څه يوه لږه برخه هم ليكل شوې او يا ضبط شوې واى، او بيا انټرنيټ ته پورته شوې واى، نو اوس به مونږ د عربي نړۍ دعلماؤ په څير د خپلو علماؤ په لسګونو زره مضامين او ويناوې درلودلاى .

د ليكوالۍ پراخه ساحه او بې شميره موضوعات :

ډير ديني علماء چې د ليكوالۍ استعداد لري، خو عملاً د ليكلو ډگر ته ندې ورداخل شوي، هر وخت چې د څه ليكلو غوښتنه ورڅخه وشي نوځواب يې دا وي چې : زه نو څه وليكم ؟ په كومه موضوع كې يې وليكم ؟ څنګه يې وليكم ؟ او داسې نور . خو حقيقت دا دى چې ديني علماء تر بل هر چا زيات د ليكلو لپاره موضوعات لري . ديني علماء بايد خلكو ته قراني علوم لكه ترجمه ، تفسیر، تجويد، قراني قصص او حكايات، شرعي احكام ، د قرآن علمي اعجاز، په هره زمانه كې د قراني آيتونو لپاره دمصداقونو جوتول ، او د انساني ټولنۍ طبقي له قرآن كريم سره اشنا كول او نور ډير موضوعات شته چې بايد خلكو ته يې بيان كړى ، او پدې اړه ښې ډيري ليكنې وكړى .

همدارنګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زرګونو احاديثو ترجمه كول، معناوې او مصداقونه يې د خلكو په ژبه آسانه بيانول، او دهغو په رڼا كې دخلكو د ژوند مسائلو او ستونزو دحل دلارو چارو لټول، او ټولنې ته د صحيحو او جعلي او موضوعي احاديثو ورپيژندل، دفقهي احكامو لپاره د احاديثو دلايل راويستل ، د احاديثو په اړه د مغرضو مستشرقينو ( هغه كافر علماء چې اسلام يې زده كړى ) او نورو بې لارې ډلو او طائفو د شكوكو او شبهاتو په علمي بنسټونو ردول، او په احاديثو پورې په لسګونو اړوند نور ټول هغه موضوعات دي چې افغان علماء يې بايد په پښتو او فارسي وليكي، او انټرنيټ ته يې ور پورته كړي .

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زرګونو اصحابو د ژوند په زرګونو واقعات چې ټول په عربي ژبه كې ساتل شوي دي هم دعلماؤ لپاره د ليكنې پراخ موضوعات دي، چې بايد په پښتو، فارسي ، او په نورو افغاني ژبو كې خلكو ته وړاندې شي ، ځكه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابان ددي امت لپاره د هدايت ستوري، او دهغوئ ايمان زمونږ لپاره دايمان معيار دى .

سيرت النبي بل هغه مبارك علم دى چې په عربي او نورو اسلامي ژبو كې په زرګونو كتابونه وركې ليكل شوي، او په رڼا كې يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ژوند ټول تشريعي ، اخلاقي، سياسي، حربي، سفارتي ، اجتماعي، اقتصادي، تربيوي او نور اړخونه بيان شوي دي ، خو زمونږ په افغاني ژبو كې تر ټولو بى پانګې مضمون همدغه د سيرت النبي علم دى .

په پښتو او فارسي كې ښايې چې د سيرت ټول ليكل شوي او ژباړل شوي كتابونه دګوتو په شمير وي . زمونږ په زرګونو علماء كه د سيرت دموضوعاتو په اړه يو يو مضمون هم په مفصل شكل وليكي، ښايې په ډير لنډ وخت به دغه تشه ډكه شي ، او د ټولني افرادوته به مو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د ژوند ټول اړخونه ورمعلوم شي ، تر څو په هرڅه كې دخپل ګران پيغمبر صلى الله عليه وسلم پر پله پل كښيږدي.

د افغانانو د ديني علومو طالبان اوعالمان تر هر څه ډير وخت د فقهي كتابونو په لوستلو ، تدريس او مطالعه كې تيروي ، ددې كار نتيجه بايد دا واى چې افغان علماؤ بايدتر بل هر چا په اسلامي او حنفي فقه كې ډير معاصر فقهي كتابونه ليكلي واى ، خو په عملي ميدان كې وينو چې ډير لږ نوي فقهي كتابونه په پښتو او فارسي كې ليكل شوي او يا ترجمه شوي دى .

دفقهې علم خو په حقيقت كې د هرې زمانې دخلكو د ژوند مشكلاتو او مسائلو ته د شريعت په رڼا ځواب ويل، او هغو ته دحل لټول دي . دا چې د هرې زمانې د خلكو د ژوند بڼه بيله او مسائل يې سره جلا وي ، او د هرې زماني اجتماعي، حقوقي، تقنيني ، تجارتي، سياسي ، زراعتي، صنعتي، او بين المللي مسائل د زمان ، مكان ، حالاتو، او نويو واقعاتو په نظر كې نيولو سره له نورو زمانو سره فرق لري، نو بايد د فقهې علماء په هره زمانه كې د موجودو معاصرو مشكلاتو دحل اوځواب لپاره د شريعت د نصوصو او د فقهې د اصولو په رڼا كې نوي ځوابونه بيان كړي ، چې دا كار دنويو څيړنو، مطالعاتو، او تاليفاتو د رامنځته كيدلو تقاضا كوي .

خو دتاسف ځاى دى چې په افغاني ټولنه كې ډير لږ علماء داسې شته چې دنويو ضرورتونو لپاره فقهي ليكنې او تاليفات كوي، او نور ټول يې هماغه كتابونه تدريسوي چې اته سوه يا زر كاله دمخه دهماغې زمانې دحالاتو، شرايطو، عرفونو، وزنونو، پيمانو، مصالحو، او اصطلاحاتو په نظر كې نيولو سره دهماغې زمانې خلكو ته ليكل شوي ول .

دا هر څه په داسې حال كې روان دي چې د عربي هيوادونو، هند، پاكستان، بنګله ديش، او افريقايي اسلامي هيوادونو علماء په خپلو خپلو فقهي مذاهبو كې په لسګونه زره نوي فقهي تاليفات او مقالې لري . په كار ده چې افغان علماء هم په اسلامي او حنفي فقه كې نوي تحقيقات او څيړنې ولري، ځكه چې زمونږ په ژوندكې هم په زرګونو داسې فقهي مسائل او بدلونونه راغلي دي چې ښايې ځواب ورته د فقهې په پخوانۍ بڼه كې په مناسب شكل پيدانشي .

له بلې خوا د اسلامي فقهې د اصولو جوړښت هم داسې دى چې د هرې زمانې لپاره تازه ګي او د انكشاف صلاحيت لري، دا به نو اوس زمونږ دخپلې تمبلۍ لپاره يوازې بهانه لټول وي چې مونږ يوازې پر پخوانيو كتابونو ددې لپاره اكتفا كوو، چې هغه په تاريخي لحاظ منل شوي كتابونه دي، ښه خبره دا ده چې هغه دي هم ولوستل شي، اودهغوداصولو او قواعدو په رڼا كې دې د نويو مسائلو لپاره نوي كتابونه په پښتو او فارسي كې هم وليكل شي، ځكه چې زمونږ د ولس ښايى يوازې يو يا دوه فيصده وګړي په علمي عربي ژبه پوه شي . نو ويلاي شو چې د اسلامي فقهې ابحاث او بابونه دافغان علماؤ لپاره د ليكوالۍ تر ټولو ښه مناسب ، او پراخه مجال دى، چې ليكنې وركې وكړي، . او د ابهانه نوره پريږدي چې مونږ نو څه وليكو؟ څنګه يې وليكو؟ چاته يې وليكو؟ او داسې نور.

پر پورتنيو موضوعاتو او ډګرونو برسيره زمونږ د ملت د تير جهاد چې د روسانو او كمونستانو په مقابل كې يې وكړ ، او همدارنګه داوسني ستر جهاد چې اوس دغربي يرغلګرو هيوادونو د پوځي تړون په مقابل كې يې كوي، په اړه هم په لسګونو زره موضوعات اوحادثې داسې شته چې خورا ډير ديني ، تاريخي ، فرهنګي، علمي، عاطفي، ملي، اقتصادي، اخلاقي، او وجداني اهميت لري، چې بايد ليكنې ورباندې وشي، توثيق شي، او د قربانيو ددغې لوې ( ملحمې ) چې درې نيمي لسيزې يې وينولې ژوندى تاريخ راتلونكو نسلونو ته وساتل شي .

زمونږ ملت په تيرو دريو لسيزو كې په زرګونو دجګړو، قربانيو، شهادتونو، شجاعتونو، هجرتونو، بمباريو، زندانونو، جناياتو، تجسسونو، وفاګانو اوجفاګانو صحنې وليدلې، چې پر هرې يوې يې يو يو كتاب ليكل كيدلى شي . خو افسوس چې ډيرې لږې دغې صحنې په ليكلې بڼه ساتل شوې دي ، بلكه ډيرې يې دخلكو له ذهنونو څخه وتلې دي ، او يا يې خاوندان نور په دې دنيا كې نشته . ځكه خو زمونږ د ملت په لكونو د پند اوعبرت واقعي كيسې او صحنې زمونږ دټولنې اجتماعي حافظې ته ور ونه سپارل شوې .

دا چې طالبان اوعلماء دخلكو د دين ، ايمان ، اخلاقو، او معنوي ارزښتونو د ساتلو او پاللو مسؤليت پر غاړه لري، او د نسلونو روزل دهغوئ اصلي وظيفه ده، نو دوئ بايدتر بل هر چا دخپل ملت د ديني او اجتماعي ارزښتونو په خوندي كولو او پاللو كې مخكې وي . او تر بل هر چا بايد پدې موضوعاتو كې ډيرې ليكني وكړي .

زمونږ افغان علماء بايد ديته هم وګوري چې كه پرونيو علماؤ پر هره موضوع ليكنې نه واى كړې ، نو اوس به دوئ دغه په سلګونه زره ديني او اجتماعي كتابونه په عربي اونورو ژبو كې له كومه كول؟ همدارنګه بايد دوئ هم دخپلې زماني علمي او فرهنګي لاسته راونې د سبا د نسلونو لپاره په ليكلې بڼه پريږدي . او كه داسې ونه شي نودهر عالم له مرګ سره به دهغه علم هم ومري .

دكمپيوټر او انټرنيټ پدې زمانه كې چې يو بله ډير ه مهمه آسانتيا رامنځته شوې ده ، هغه پر چاپ او نشر دانحصار او محدوديت له منځه تلل دي . پخوا به دچاپ او نشر وسائل هم د حكومتونو په لاس كې ول، او د خپرولو واك اواجازه به هم دحكومت په انحصار كې وه . اول خو به چا په آسانه دكتاب د چاپولو اجازه نه شوه اخستلى ، اوكه به يې په ډير تكليف اجازه حاصله هم كړه، نو بيا يې دچاپ او نشر مصارف نه شول پوره كولاى ، او كه به بالفرض كتاب يا مضمون چاپ هم شو، نو بيا به له يوې محدودې جغرافيې د باندى نه شو وتلاى .

خو اوس كمپيوټر د چاپ چارې دومره آسانې كړي دي چې هر څوك چې په هر ځاى كې هر څه وغواړي په ډيرې آسانۍ يې په ښه كيفيت ، رنګينه بڼه، او ښكلي ډيزاين دهر چا تر مراقبت او څارنې ليري په خپله ترتيبولى شي . او تر ترتيب وروسته يې چې انټرنيټ ته ور پورته كړي، نو په يوه لحظه كې ټولي دنيا ته رسيدلي شي . او همدغه چاره اوس داسلامى نړۍ په ټولو علمي مراجعو او فرهنګي مراكزو كې دود ده، خو افسوس چې زمونږ ډيرى علما لا ورڅخه خبر هم ندي . په عربي نړۍ كې خو تقريباً هر لوي عالم خپله ويبپاڼه لري چې هغوئ پخپله او يا دهغوئ شاګردان اومعاونين دهغوئ ټول تاليفات ، مضامين، صوتي او ويډيوي مواعظ او درسونه وركې خوندي كوي، او ټولې دنياته په ډيرې آسانۍ وړاندې كوي .

يو ارمان او يو مهم وړانديز :

 

كاشكې يوه ډله ځوان علما چې له كمپيوټر او انټرنټي خدماتو سره آشنايي ولري،   دځينې ملي تاجرانو په مالي مرسته افغاني ټولنې ته د اسلامي علومو د رسولو په مقصد يوه انټرنټي علمي ټولنه جوړه كړي، چې دا لاندې او يا هغوته ورته علمي او فني كارونه تر سره كړي :

۱ – دغه علمي انټرنيټي ټولنه بايدد قرآن كريم ټول په پښتو او فارسي ليكل شوي تفسيرونه ، ترجمې ، او په قراني موضوعاتو پورې اړوند كتابونه راجمع كړي ، كمپوزيې كړي ، او بيا يې په منظم ډول په كمپيوټري آرشيف كې خوندي او خلكو ته يې دخپلې ويبپاڼې له لارې وړاندي كړي .

۲ – ټولنه بايدهڅه وكړي چې قرآن كريم دپښتو او فارسي ترڅنګ نورو هغو افغاني ژبو ته هم چې ليكلې بڼه لري ترجمه كړي ، او پر هغو ژبو غږيدونكو ته يې تقديم كړي .

۳ – ټولنه بايد ښه تكړه او ماهر علماء توظيف كړي چې له عربي او يا نورو ژبو څخه مشهور او مهم تفاسير ترجمه كړي، اوافغانانو ته يې عرضه كړي ، كه څه هم چې داكار به يو څه وخت ونيسي .

۴ – ټولنه بايد هڅه وكړي چې د رمضان دمياشتي د قرآني دورو  د مشهورو اومعتمدو علماؤ مكمل تفسير او ترجمه په آډيو ( آواز ) او ويډيو( تصويرى ) شكل ثبت كړي، او دخپلې ويبپاڼې له لارې يې ټول كال خلكو ته وړاندې كړي . دا كار به يوڅه محدود مصاريف وغواړي ، خو زمونږ په ټولنه كې ډير اهل خير او تاجران شته چې دغه ډول مصاريف په خوشحالۍ په غاړه اخلي ، خو چې څوك يې يو ځل پر اهميت او افاديت وپوهوي .

۵ – ټولنه بايد منلي او معتبر علماء توظيف كړي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم د احاديثو كتابونه لكه مشكوة ، صحاح ستٌه ، طحاوي، د امام مالك مؤطا ، او د امام احمد مسند، او نور مهم د احاديثو، رجالو، او تراجمو كتابونه پښتو او فارسي ته ترجمه كړي . دا كارونه افغاني علماء همدا اوس هم په مدارسو او حجرو كې په نيمګړي ډول هر كال تر سره كوي ، خو په درسي او شفاهي شكل كې دي ، چې تدوين او توثيق ته ضرورت لري . كه يويو كتاب په پنځو شپږو كلونو كې هم په علمي ډول ښه ترجمه شي، بيا به هم څو كاله وروسته ټول احاديث له عربي متن سره په خپلو ژبو كې ولرو.

داحاديثو د علم په اړه ، او له هغو څخه د دفاع په اړه هم په سلګونو كتابونه ليكل شوي دي ، چې ټولنه يې بايد ځينې ډير مهم ورڅخه ترجمه كړي ، او ياعلماؤ ته وظيفه وركړل شي چې ددې موضوعاتو په اړه هم كره ليكنې وكړي .

۶ – ټولنه بايد د ( آنلاين ) استفتاء او فتوي په اړه هم له منل شويو علماؤ سره په تماس كې يوه آسانتيا برابره كړي ، تر څو خلك دخپلو ورځنيو چارو په اړه له علماؤ څخه پوښتنې وكولاى شي ، او خپل ژوند د شريعت مطابق برابر كړي .

۷ –   په وروستيو ديرشو كلونو كې چې افغاني ټولنه د جګړو او اجتماعي اضطراب له مله بې سرپوښه او بې قيادته شوه، نوله ډيرو فكري او عقيدوي ، فتنو سره يې هم مخه شوه، او ډيرو كفري فرقو او منحرفو نظرياتو لكه كمونيزم ، ډيموكراسۍ ، ليبراليزم ، مسيحيت، بهائيت ، قاديانيت ، رافضيت، الحادي عقلانيت ( Rationalism )، پر آحاديثو بې باورۍ ، نړيوال توب (globalization ) ، هندويزم ، او نورو فكري مذاهبو خپل افكار افغاني ټولنې ته د بيلا بيلو فرهنګي ټولنو، مؤسساتو، راډيوګانو، تلويزونونو، انټرنيټ ، او كتابونو له لارې راصادر كړل، چې دلته يې تر يوه حده منونكي هم پيدا كړل .

خو ددې واردو شويو فتنو د ردٌولو، مخنيوي ، او دهغو د ماهيت د توضيح لپاره زمونږ علماؤ ياخوهيڅ ليكلى كار ندى كړى ، او يا يې هم كار د ومره كمزورى دى چې هيڅ تاثير يې نه ښكاري ، او د انټرنيټ ساحه خو يو مخ ورڅخه خالي ده .

په پورتني يادشوي مجال كې په مؤثر ډول كار كول پر علماؤ دوجوب حد ته رسيدلي دي ، ځكه چې په لكونو خلك كله د كمونيزم په لومه كې له دين څخه وتلي وي ، او كله  دديموكراسۍ او ليبراليزم په شوق كې دالله ددين د تطبيق په خلاف ولاړ وي ، او كله يې هم په ښكاره خپل دين
پرې ايښى وي ، او بل كوم كفري دين او يانظريات يې منلي وي . كه علماء پدې ډګر كې په جديت او موثريت كار ونه كړي، نو ښائې چې دولس مستقبل به مو له ډيرو فتنو ډك وي .

ياده شوي انټرنيټي ټولنه بايد پدې ډګر كې كار كول له خپلو اولوياتو څخه وګڼي ، او ښه ډير كار وركې وكړى .

انټرنيټى كتابتون :

يوبل مهم كار چې د افغاني ټولنې او علماؤ ورته ډيره اړتيا ده هغه ديوه انټرنيټي اسلامي كتابتون رامنځته كيدل دي، چې ټول هغه ديني كتابونه چې په افغاني ژبو كې تر اوسه ليكل شوي او چاپ شوي دي، او په انفرادي شكل له ځينو خلكو سره په كورونو او يا كتابخانو كې موجود دي . بايد هغه ټول بيا له سره په كمپيوټر وليكل شي ، او له هغه څخه يو داسې انټرنيټي كتابتون جوړ شي چې هر څوك ورته په مجاني ډول لاس رسى ولري .

دا كار به له يوې خوا كتابونه دله منځه تللو له خطر څخه وساتي ، او له بل لوري به د كتابونو د تشهير او معرفي يو ښه فرصت برابر كړي ، چې پدې ډول به په سلګونو ديني كتابونه او په زرګونو ديني موضوعات پوهنتونونو، مكاتبو، تعليمي او څيړنيزو مراكزو او اشخاصو ته په يوځاي ډول لاسته ورشي، په ټولنه كې به اسلامي علوم په آسانه او په ډيره پراخه پيمانه خپاره شي ، تيارې به رڼا شي ، او تر ډيره ځايه به دكفارو او بې لارې ډلو د فكري او فرهنګي يرغل مخه ونيول شي .

دهمدغه كتابتون بله برخه ښايې له صوتې او ويډيويي موادو تشكيل شي، چې په زرګونو صوتي درسونه، مواعظ، اشعار، ترانې، كيسې، تاريخي ويناوي، او همدارنګه په سلګونو او زرګونو اسلامي ويډيويې البومونه ، او كلپونه چې زمونږ دهيواد دمؤمنو پرګنو ويرنې او وياړنې وركې عكاسي شوې دي خوندي شي ، اومعاصر تاريخ به مو په ژوندي او مامون شكل راتلونكو نسلونوته ورورسيږي .

كه چيرې زمونږ دولس څو با احساسه او متدين شتمن اوملي تاجران ددغه ډول يوې پروژې د تمويل تر شا ودريږي، نو په ډيرو لږو مصاريفو به افغاني ټولنې ته ستر علمي اوديني خدمتونه تر سره كړي ، او دهيواد دمستقبل ځوانان به له بې لاريتوب ، شډلتوب ، بې هدفۍ ، او بى علمۍ څخه وژغوري . البته دا كار كوم ناشونى كار نه دى ، بلكه په غربي او عربي نړۍ كې ډيرو ټولنو او حتي اشخاصو تر سره كړى دى، چې زمونږ لپاره دكار ښه مثال كيدلى شي .

ما ته خو ددې كار ترسره كيدل يو ارمان ښكاري چې د نوي نسل له علماؤ يې دپوره كيدلو آرزو لرم ، خوليرې نده چې څو د عزم ، حوصلې، او هدف خاوندان به يې په علمي ډول په پراخه پيمانه تر سره كړي ، كه څه هم چې ځينې نښې يې لا له همدا اوسه په ځينې افغانې ويپاڼو كې تر سترګو كيږي . پاى .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د