افغانستان

کابل پولیسو د اعدام شوو کسانو انځورونه خپاره کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د کابل پولیسو د هغو ۵ تنو مجرمینو چې د پغمان په ډله ییز جنسي تیري او وسله واله غلا کې پړه ثابت شوي و، د پنځو تنو له منځه د څو تنو انځورونه خپاره کړي دي.

د پغمان په پېښه کې ۱۰ تنه ښکېل وه چې ۳ يې تښتیدلي او د ۷ لمنځه محکمې ۲ تنه بري الذمه کړل او ۵ نور يې په اعدام محکوم کړل چې پرون د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.

دغه پنځه کسان د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي و او د کابل پولیسو نن پنجشنبه یې جسدونه کورنیو ته وسپارل.idam ssd

کابل پولیسو یو تن چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د تښتونکو د بانډ مشر حبیب استالف جسد يې هم نن کورنۍ ته سپارلی دی.

حبیب استالف د یو شمېر کسان په وژنه، تښتونه او وسله والو غلاګانو کې پړ بلل شوی و.

ددغو ۶ کسانو د اعدام حکم پخواني ولسمشر حامد کرزي لاسلیک کړی و او پرون د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.

idam ssd a

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx