
د سامسنگ عواید کیدای شي ۶۰ سلنه کم شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د جنوبي کوریا د برقي سامان او موبایل جوړونې کمپنۍ سامسنگ په وینا کیدای شي روانو درې میاشتو کې یي عواید ۶۰ سلنه کم شي.
د عوایدو د کموالي اصلي لامل د گیلیکسي سمارټ فون بیان شوی.
په نړۍ کې د موبایل او تلویزیون جوړونې تر ټولو ستره کمپنۍ سامسنگ ویلې چې روان کال د جولايي څخه سپټمبر میاشت پورې به د دوي عواید درې میلیارده او ۸۰ میلیونه ډالر وي.
کارپوهانو وړاندوینه کړې وه چې د دې کمپنۍ عواید به ۵ میلیارده او ۲۰ میلیونه وي.
کمپنۍ په روانه میاشت کې خپل اقتصادې راپور نړۍ ته وړاندې کړ.
موبایل په برخه کې د سامسنگ کمپنۍ تر ټولو سخت رقیبان اپل، چینايي کمپنۍ شیومي او لینوو دي.
د ځینې نورو کمپنیو په واسطه بازار ته د کم بیه سمارټ فونونو وړاندې کول د سامسنگ گیلیکسي بازار ته سخت زیان رسولی.
د کمپنۍ له خوا خپرې شوي ویناپاڼه کې ویل شوی چې د سخت رقابت په اساس د پخوا په نسبت ډیر موبایلونه خرڅ شوي خو د اعلاناتو زیاتوالی او د موبایل اوسط بیه کې کموالی د گټې کمیدو سبب گرځیدلی.