fbpx

کرزی خپلې خبرې ترمیموي

karzai_kabulڅه موده وړاندې دافغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې امریکایي ځواکونو په دوو پله پسې بمبارونو کې ولسي خلکو ته سخت زیانونه واړول، لومړنۍ پیښه دغازي اباد په ولسوالي کې وه چې ترشپیتو ډیر ملکي خلک په کې شهیدان شول ، تردې پیښې څو ورځې وروسته  دکونړ په ماڼوګي کې هم بهرنیو سرتیرو نهه تنه  تنکی ماشومان په یوه هوایي بریدکې په شهادت ورسول .
ددې پیښو لا امله درامنځته شویو  پیآمدونو له جملې یو په زړه پورې انکشاف دا وه ، چې دکابل دواکمن رژیم  او بهرنیانو ترمنځ دخپل منځي تعامل له څرنګوالي څخه یې پرده ترپخوا په ښه توګه پورته کړه ، او اولس ته یې روښانه کړه ، چې ددغو ستراتیژیکو همکارانو ترمنځ رښتینی نسبت په کومه کټګورۍ کې راځي .

لومړی پیښه چې ۶۰ قربانیان  یې دکرزي سلاکار شهزاده مسعود په خپلو سترګو ولیدل ،  څنګه چې پیټریاس یې په اړه دانکار په غونډۍ ناست  وه، نو ځکه کرزي هم نه یوه اوښکه پرې تله کړه ، او نه یې په اړه په ناټو باندې کومه مصنوعي بلوسیدنه وکړه .

مګر دوهمه پیښه چې تلفات یې نسبتا کم وه ، او ناټو هم په لومړۍ ورځ ومنله  په حقیقت کې دلومړني جنایت دپټولو کار ترې واخیستل شو ، مطبوعاتو ددوهمې پیښې له رامنځته کیدو سره لومړنی ډلییز قتل عام  په بشپړه توګه هیر کړ ، او ددوهم په اړه بښنې ، پلټنې، دتاوان ورکړې  او مطبوعاتي هنګامې پیل شوې  .

دکونړ ددې دوهمې پیښې په اړه پیټریاس دمطبوعاتو له قراره له کرزي  دبښنې په پار ارګ ته ورغی ، خو کرزي بښنه نه منله ، په سبا  یې رابرټ ګیټس کابل ته سفر وکړ چې ایله یې کرزي بښنه ومنله ، او څو ورځې وروسته  چې کله کرزی په یوه نا اعلان  شوي سفرکنړ ته لاړ ، نو هلته یې دپیښې له متاثرینو سره ولیدل ، او په یوه احساساتي وینا کې یې دناټو په مشرانو غږ وکړ چې نور خپل عملیات په ټپه ودروي .

داټول تود جریان ظاهرا دیوې  تنظیم شوې سناریو غوندې لوبېده ،او اولس هم  تریوه حده باور کاوه ، چې دابهرنیان  او کرزی څومره دملکي خلکو له غمه مړه دي ، چې دنهو تنو ماشومانو په خطایي وژلو ورته  دومره خجالت دریدلی او درګرده یې په جبیره کولو لګیا دي .

مګر اوس تازه په مطبوعاتو کې رابرسیره کیدونکې  دکرزي بدلې شوې خبرې څرګندوي چې داټول څه هغه مهال داولسي قهر دسړولو لپاره یو سیاسي چال او درواني جنګ یوه برخه وه .

دکرزي ویاند وحید عمر همدانن په کابل کې یو عاجل خبري کانفرانس راوغوښت او په ډاګه یې کړه چې دولسمشر کرزي   رښتینی مطلب هغسې نه  وه کوم څه یې چې په کونړ کې وویل ، دنوموړي اشاره دناټو دعملیاتو دبندولو په اړه  دکرزي هغو توندو خبرو ته وه ، چې دنیویارک ټایمز په حواله امریکایي چارواکی په تیره جنرال پیټریاس سخت پرې خښمیدلی دی ، نیویارک ټایمز لیکلي چې پیټریاس داخبره له بارک اوباما سره دلیدنې په مهال هم راپورته کړې ، او کرزی یې دبې مسؤلیته  خبروکولو په جرم ګرم بللی دی .

ظاهرا همدا نزاکت سنجي  سبب شوه ، چې کرزی دخپلو کړیو خبرو په ترمیم مجبور کړي  ، باید ووایو چې دتیرکال په اپریل کې هم یوځل کرزي  دامریکایانو په وړاندې همدا ډول دجنګ دانې  داخستلو ګواښ کړی وه ، خو وروسته یې بیرته  خپلې خبرې واخیستې ،  په ټوله کې دکرزي همدا دقبض او بسط له  حالت څخه رازیږیدونکي ګډوډې څرګندونې دي چې که له یوې خوا دده په اړه دغربي مطبوعاتو دلیونتوب  الزام ته پانه ورکوي ، له بلې خوا افغان اولس لا پرې بې باوره کوي اودنوموړي شخصیت تروروستۍ بې ارادې ثابتوي .

قاري حبیب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د