په افغانستان کې دزهريله وسلو استعمال خلک په ذهني ناروغيو اخته کړي

afghan_children_poorپه افغانستان كې د څه له پاسه دريو لسيزو جګړو په دوران كې ډېرى كسان د ناوړه ژوند تېرولو سره سره په بېلابېلو ناروغيو اخته سوي دي. كه څۀ هم تر اوسه پوري په افغانستان كي د درملني دپاره ښه او پوره زمينه نه ده برابره او ډېرى ناروغان بهرونيو ملكونو ته د درملني دپاره ځي

نو دا رنګه دپاکستان دبلوچستان په كوټه ښار كي هم د اعصابي او روحي ناروغيو په متخصصو ډاكټرانو باندي د ناروغانو ډېره ګڼه ګوڼه وي. دغه ناروغان چي د افغانستان له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي وي زیاتره يې د بلوچستان ايالت ته نزدې ولايتونو لكه كندهار، هلمند، هرات او داسې نورو سيمو خلګ وي. دوی بلوچستان ايالت مركز كوټي ته د درملنې له پاره راځي.

د كوټي په يوه شخصي روغتون كې د اعصابي ناروغيو ډاكټرمصطفى وردګ وايي له افغانستان څخه ډىرى هغه كسان د درملنې له پاره راځي چې په اعصابي ناروغيو باندې اخته وي.

«زموږ روغتون ته كه د ورځي زر تنه راځي د درملنې له پاره نو اته يا نهه سوه به يې په اعصابي ناروغيو باندې مبتلا وي»

تېر كال نړۍ والو رسنيو هغه راپورونه خپاره كړل چې په افغانستان كې دطالبانو په وړاندې ناټو داسې وسلې كارول كېږي چې هغه په اعصابو باندې ناوړه اغېزه كوي خو ډاكټر غلام مصطفى وردګ وايي چې:

«دا كېدى سي خو تر اوسه پوري د دې پلټنه نه ده سوې»

ډاكټر وردګ زياتوي:

«دا نه چې په افغانستان كې د جګړې په مهال د زهريله وسلو د استعمال له وجې خلګ په اعصابي ناروغيو اخته كېږي بلكې دلته هر چا او هرې كورنۍ يو دوه كسان له لاسه وركړي دي، د دې ناروغيو لويه وجه يې همدا ده»

څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو روغتيايي ادارې په خپل يوه راپور كې ويلي وو چې په دوه زره شلم كال كې به په نړۍ كې تر ټولو زياتي دوايانې د اعصابي ناروغيو استمعالېږي ځكه چې خلګ له يو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ډاكټر غلام مصطفى وردګ وايي چي دا ناروغي تر بل هر ځاى په افغانستان او له افغانستان سره سره په كوټه او پېښور كې هم ډېره زياته ده، وجه يې بد امني ده.

دا په داسي حال کي ده چې کارپوهانو لا له مخکي په افغانستان کي په يورانيوم او داسي زهري وسلو د کارولو په اړه خپګان ښکاره کړ چي د داسي وسلو په استعمال په نړيواله کچه بنديز لګول سوی دی. وړم کال داسي اسناد هم خپاره سوه چي له مخي يې څرګندېدله چي امريکا او ناټو پوځونو په افغانستان کي په يورانيوم ککړي وسلې کارولي، چي له امله يې د انسانانو پر روغتيا ، نويو زېږېدلو ماشومانو پر بدشکله کېدواو د حيوانانوتر څنګپر کرهڼه هم بده اغېزه کړېده.

خبیراحمد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د