
د جنازې اعلان
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د مولوي انوارالحق، دکتور شمس الهدی، استاد شمس الهادي او محمد اسلام پلار د هېواد وتلی عالم او جهادي شخصيت مولوي شمس الاسلام رحمه الله په حق رسېدلی دی.
د اروښاد جنازه به سبا/تلې ۱۸مه/ د جمعې پر ورځ ماسپښين درې بجې د خيبر پښتونخوا ايالت نوښار ولسوالۍ اکوړي سيمې سورياخېلو کلي شمس المدارس مدرسه کې اداء شي.
ټول مسلمانان دې خبر وي.