
سويس کې پر هر ډول اسلامي فعاليتونو بنديز ولګيد
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د ازادۍ او زغم درس ورکوونکي هېوادونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد له هيڅ ډول کړنو مخ نه اړوي، مګر وروسته پاتې او اسلامي هېوادونو ته بيا د زغم صبر او بيان ازادۍ درسونه ورکوي.
سويس هېواد، چې د ازادۍ تر ټولو ستر مدعي دی، پر خپله خاوره يې پر هر ډول اسلامي فعاليتونو بنديز لګولی دی.
د سويس پارلمان د رايو په اکثريت پرېکړه کړې، چې دغه هېواد کې بايد هر ډول اسلامي فعاليتونه ناقانونه اعلان شي او له دې وروسته هيڅوک نشي کولای، چې سويس کې د اسلام اړوند احکامو په اړه څه فعاليت وکړي او د دې تر څنګ سويس کې پر ټولو اسلامي ډلو او ګوندونو بنديز ولګيده.
د سويس ملي شورا پرېکړه کړې، چې د اسلامي ډلو او ګوندونو پر هر ډول، عبادتي، بشري او خدمتي فعاليتونو بنديز دی او د دغه هېواد عدليې وزارت هم د ملي شورا دغه پرېکړه تاييد کړې او د روان اکتوبر له نهمې(له نننۍ ورځې) وروسته که هر څوک له دغه قانونه سرغړونه کوي، بايد په درې کاله بند محکوم شي.