افغانستان

کنړ والي: امنیتي تړون د لاسلیک وروسته پاکستان پر کونړ ۱۵۶ راکټ ویشتی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د کنړ ولایت چارواکي وايي چې پر کنړ د پاکستاني ځواکونو بریدونه کم شوي خو بند شوي نه دي.

ددغه ولایت والي شجاع الملک جلاله د تلې په ۱۷مه ویلي چې د نوي حکومت د جوړیدو سره او د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو وروسته پر کنړ بریدونه کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه بریدونه په بشپړه توګه بند شوي نه دي بلکې په تېرو څو ورځو کې پاکستان د افغانستان پر خاوره ۱۵۶ راکټ مرمۍ فایر کړي.

د جلاله په وینا زیات راکټونه په دانګام ولسوالۍ کې غورځېدلي چې له امله يې ولسي وګړو ته زیات شمېر مالي زیانونه اوښتي.

که څه هم په امنیتي تړون کې داسې ماده نشته چې بهرني ځواکونه به پر افغانستان د کېدونکو بریدونه ځواب وايي خو سربېره پر دې هم د کنړ والي له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د  امنیتي تړون د لاسلیک وروسته دې پاکستان له ورته بریدونو څخه منع کړي او له امریکا وغواړي چې په خپلو کړو وعدو وفا وکړي.

په امنیتي تړون کې هیڅ داسې ماده نشته چې بهرني ځواکونه دې د ګاونډیو هېوادونو بریدونو ته ځواب ووايي. د قانونپوهانو په وینا دغه تړون له یوې مخې د افغانستان پر ضرر او د ګاونډیانو په شمول د امریکا په ګټه دی.

د دانګام ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته ویلي چې په راکټي بریدونو کې یو څه کمی راغلی خو په ټپه نه دي دریدلي.

دوی وايي چې «فکر مو کاوه، له امنیتي تړون او نوي حکومت سره به دغه بریدونه بند شي خو بریدونه دوام لري او نه دي دریدلي».

د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله تر دې مهاله پاکستان پر کنړ تر شپږ زرو زیات راکټ فایر کړي چې په دغو بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي.

افغان دولت په دې وروستیو کې پر کونړ د بریدونو پر ضد په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر ضد احتجاج وکړ.

که څه هم افغان دولت د کنړ د بریدونو مقابل کې کلک غبرګونونو ښيي خو لا تر دې مهاله یې هيڅ داسې  اغېزمن ګام چې بریدونه بند کړي، نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x